تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
په جزیرة العرب کي د شرک تاریخ
  تعلیم الاسلام
  March 22, 2016
  0
 مولوي عنایت الله علمي حفظه الله / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
اوس نو کعبه شريفه معززه سوه او د ابراهيم علیه السلام  دين نشر سو، توحيد او د يوه الله عزوجل  عبادت په خلکو  کي شروع سو، ټول عرب د ابراهيم علیه السلام  پردين وه او د ټولو عربو عقيده د توحيد او وحدانيت عقيده وه يوازي او يوازي د الله جل جلاله  عبادت کېدى په ټوله جزيرة العرب کی هيڅ کافر او مشرک نه ؤ موجود، خو عُمر دى تېريږي، څه وخت او زمانه پر دغه حال تېر سوه تر څو چي د خُزاعه په قبيله کي د (عمرو بن لُحى) په نامه سره يو نفر پيدا سو.
 
خُزاعه د عربو يوه بله قبيله ده او دغه عمرو د دغي قبيلې رئيس او سردار ؤ، دغه عمرو بن لُحى د جُرهم د قبيلې سره هغه چي پر مکه مکرمه آمران وه جنګونه شروع کړل غواړي چي د کعبې شريفي تصرف او د مکې مکرمې آمريت ځني واخلي او  د دغو دوو قبيلو په منځ کي ډير لوى جنګ پيښ سو خو په آخر کي د جُرهُم قبيلې شكست او ماته وخوړل او د مکې مکرمې تصرف او آمريت د خُزاعه د قبيلې لاس ته ورغلل، د دغو جنګو او ماتي په نتيجه کي د جُرهُم د قبيلې ډير کسان د مکې مکرمې څخه دباندي و وتل او ځيني يې په مکه مکرمه کي پاته سول او دالته يې استوګنه کول مګر کارونه او آمريت ټول د خُزاعه د قبيلې په لاس کي وه، خو کوم وخت چي د جنګ په جريان کي د جُرهم قبيله په خپله ماته او شکست پوه سوه نو يې غوښتل چي د خزاعه قبيلې ته په مکه مکرمه کي تکليف او مشکلات جوړ کړي او د دغي قبیلې ژوند ور تريخ کړي، غواړي چي دغه تکليف او زحمت د اوبو د نېستيوالي په سبب ورته پيدا کړي.
 
هو! د مکې مکرمې د ښار عزت او عظمت، لويي او حُرمت په کعبه شريفه سره دي، خو د خلکو ژوند يې د زَمزَم په اوبو سره ؤ، که اوبه نه وي هلته بيا ژوند تريخ دى، نو د جُرهم قبيلې د خزاعه د قبيلې د ژوند تريخولو دپاره د جنګ په وخت کي د زَمزَم څا پټ کړى او هغه په کعبه شريفه کي پرتې خزانې يې هم ټوله و دغه څا ته ور واچولې چي یوه د سرو زرو اوسۍ هم پکښې وه او د څا يې هيڅ نخښه او علامه نه پرېښودل، کوم وخت چي د خزاعه قبيلې د مکې مکرمې تصرف او آمريت په لاس کي واخستى د زَمزَم د اوبو يې هيڅ اثر نه کړى پيدا نو مجبوره سوه اوبه به يې د مکې مکرمې د دباندي څخه راوړلې، د خُزاعه قبيلې د مکې مکرمې آمريت لاس ته را وړى خو زَمزَم نه سو ور پاته ځکه هغه پټ او ښخ کړل سو، زَمزَم تر هغه وخته ورک او پټ ؤ چي دوهم وار بيا زموږ د پاک پيغمبر سرورکائنات أشرف المخلوقات محمّد مصطفْی صلی الله علیه وسلم   نيکه عبدالمطلب وکِندى.
 
دا د زَمزَم د څا د پټېدلو قصه وه چي پر مکه مکرمه د خزاعه د قبيلې د تسلط په سبب د جُرهُم د قبيلې د طرفه پټ کړل سو.
 
پر مکه مکرمه د خزاعه د قبيلې تسلط تر (٣٠٠) يا په بل روايت تر (٥٠٠) کلو پوري دوام کړى دى خو په شروع کي د خزاعه د قبيلې مشر او رئيس چي عمرو بن لُحى نومېدى د مکې مکرمې حاکمِ مطلق او عمومي رئيس وګرځېدى او  د ده د امره څخه هيچا سرکښي او نا فرماني نه کول، دغه عمرو ډير مالداره او سخي سړئ ؤ د حاجيانو خواړه يوازي ده د خپله ماله څخه ورکول او د حاجيانو دپاره اوبه هم يوازي ده په خپل مصرف برابرولې.
 
 او دا هم تاسي ته معلومه ده چي د زَمزَم د څا د پټېدلو په سبب اوبه د مکې مکرمې د دباندي او د ليري ځايو څخه را وړل کېدې، خو دغه کارونه ده پر خپله غاړه اخستي وه او دغه عمرو بن لُحى دومره معتبره ؤ چي هر امر يې د خزاعه قبيلې، د مکې مکرمې اوسېدونکو او د مکې مکرمې حاجيانو داسي قبلاوه لکه ديني او شرعي اوامر، هيچا د ده د امره څخه نا فرماني او سركښي نه کول.
 
 يو وخت دغه عمرو بن لُحى و شام ته په سفر ولاړى او هلته د شام په حدودو  کي يوه قبيله اوسېدل چي د عماليق قبيله نومېدل او دغه قبيله بُت پرسته وه، د بتانو عبادت يې کاوه، خو تر دغه وخته عربو نه بتان پېژندل او نه يې د بتانو عبادت کړى ؤ بلکه ټول عرب موحدين او د حضرتِ ابراهيم علیه السلام  پر دين وه، دغه عمرو بن لُحَى د  عماليق د قبيلې څخه پوښتنه وکړل چي دا څه شي دي؟ هغو ورته و ويل: دا آلهه او خدايان دي، کوم وخت چي پرموږ لوږه او کاختي راسي ډوډۍ  را کوي، کوم وخت چي يو قوم پر موږ حمله وکړي او جنګ را سره کوي دوى زموږ مرسته کوي، بارانونه راباندي اوروي او بِالآخره الله جل جلاله   ته مو نژدې کوي، عمرو بن لُحى ډير په تعجب کي سو او دا خبري يې  پر دماغ ښه ولګېدې ځکه دوى په مکه مکرمه کي و اوبو ته ډېر ضرورت درلودى، نو ويل: 
 
ما ته هم يو بت را کړى ښايي چي زموږ مرسته هم وکړي موږ په مکه مکرمه کي اوبو ته ډيرضرورت لرو، د عمالیق د قبیلې بت پرستانو چي د ځان ملګري پیدا کړل ويل ښه دى، نو يې په ډيره خوشالي سره و ده  ته يو بت ورکړى چي (هُبل) نومېدى، دا هغه اول بت دى چي و جزيرة العرب ته راوړل سو، عمرو بن لُحى دغه بت و مکې مکرمې ته را وړى او په کعبه شريفه کي يې کښېښاوه، خلک يې د دغه بت په عبادت کولو سره امرکړل، خلکو هم دغه د ده امر و مانه، اوس نو عمرو بن لُحى د شيطان په لار ښوونه نوي امرونه صادروي چي هغه امرونه يې د توحيد او د ابراهيم علیه السلام  د دين څخه مخالف وه او بيا عمرو بن لُحی نور بتان هم و جزيرة العرب ته را وړل چي دغه بتان یې آلهه او خدايان بلل. 
 
عمرو بن لُحی د عربو هره قبيله امرکړل چي د ځان دپاره به يو بت اختياروي او په کعبه شريفه کي به د هغه بت عبادت کوي، بيا يې بل امر صادر کړى ويل: تاسي خو په خپلو کُلُو او کورو کي هم عبادت کوى خو دا نه ده صحي چي بيله بتانو څخه د مکې مکرمې د بل شي عبادت وکړى،  نو پر هر چا دا لازمه ده چي د مکې مکرمې څخه يوه ډبره ور سره واخلي او هلته په خپل کور او کلي کي به د هغې ډبري عبادت کوي، عربو هم دا امر و مانه او هر يوه د مکې مکرمې څخه يوه ډبره ور سره واخستل، هلته په خپل کور کي به يې و هغې ډبري ته عبادت کاوه حتّْی د هغې ډبري عبادت به يې کاوه چي دغه کار په عربو کي د توحيد پرځاى د بتانو د عبادت شروع او ابتداء وه. 
 
د عمرو بن لحى په امر سره په جزيرة العرب کي بت پرستي شروع سوه، 
 
رسول الله صلی الله علیه وسلم  د دغه عمرو بن لحى په با ره کي فرمايي: 
 
(رَأيتُ عَمرَو بنَ عَامِر بنِ لُحَى اَلخُزاعِى يَجُرُ قُصبَهُ فِى النَارِ)
يعني: عمرو بن عامر بن لحى الخُزاعي مي وليدى چي خپلي کُلمې په اور کي کشوي. 
 
دا ولي؟ ځکه دئ هغه څوک دى چي د عربو دين ته يې تغير ورکړى، تر دغه د مخه ټول عرب پر توحيد او د ابراهيم علیه السلام  پر دين وه خو اول سړئ چي د دوى دين يې په شرک او بت پرستۍ ور واړاوه هغه دغه عمرو بن لُحى خبيث ؤ.  
 
او بيا يې د حج او عُمرې و تلبيې ته تغير ورکړى، تر دغه د مخه عربو تلبيه داسي ويل:« لبيک اللّهم لبيک، لبيکَ لاشريکَ لکَ لبيک، إِنّ الحمدَ والنِعمةَ لکَ والملک، لاشريکَ لک » چي دا د اسلام او توحيد تلبيه ده، خو عمرو بن لُحى خبيث په آخر کي دغه جمله پر زياته کړل چي (لاشريکَ لک الا شريکا ًهو لک، تملِکهُ وما ملک) دا د شرک جمله ده، خو ده  دغه د شرک جمله د توحيد پر تلبيې زياته کړل.
 
 او بيا يې د حيواناتو په باره کي پر عربو نور نوي امرونه جاري کړل، هغه دا چي ځينو حيواناتو ته بايد د احترام په سترګه وکتل سي او مقدس وبلل سي، د هغو څخه بايد کار وانه خستل سي او د ځينو غوښي هم بايد و نه خوړل سي او د ځينو غوښي نارينه  انسان خوړلاى سي خو ښځو ته حرامي دي او د ځينو غوښي ياشيدې بيله مېلمه بل چا ته حرامي دي، چي د دغو حیواناتو د جملې څخه يوه ته (بَحِيره) ويل کېده، يوه ته (حامي) ويل کېده، بل ته (سائبه) ويل کېده او  بل ته (وصيله) ويل کېده او  داسي نور نومونه يې ورته کښيښوول، مثلاً (سائبه) هغه اوښه وه چي لس لوڼي يا جونګياني يې پرله پسې زيږولي واى او په منځ کي يې نر جونګئ نه واى، نو پر دغه اوښه نه څوک سپرېدل،  نه يې بار پر وړى، نه د هغې وړۍ شکول کېدې او  نه د دغي اوښي شيدې بيله ميلمه څخه بل چا څښلې او  که به يې تر لسمي جونګۍ  وروسته بله يوولسمه جونګۍ وزېږول، و هغې ته (بحيره) ويل کېدل، د هغې غوږ به يې ور چاک کړى او د خپلي مور سره به يې ايله کړل پر هغې هم نه څوک سپرېدل، نه يې د  وړيو څخه کار اخستى او نه يې بيله مېلمه څخه بل چا شيدې څښلې، دا هم داسي وه لکه 
د دې مور چي و دې ته (بحيـره) ويل کېدل او د (سائبې) لور وه او  (وصيله) هغه مېږ  وه چي پنځه واره به پرله پسې غبرګه لنګه سول او  د هر وار دواړه بچيان به يې ښځي وُرۍ  وې، په پنځه سره واره کي به يې نر وُرئ نه ؤ زېږولى نو دوى به ويل: دا ورسېدل. 
 
که به دغه (وصيلې) تر دغه وروسته بل بچئ و زېږاوه د هغه د غوښو خوړل د مشرکانو و نارینه ته روا وه خو ښځو ته یې خوړل نه وه روا اوکه به بيا مردار سو يعني: په خپله به مړسو نو ښځو ته يې هم خوړل روا وه او  (حامي) هغه ځوان نر اوښ ؤ چي د ده د ختلو په واسطه به پرله پسې لس ښځي جونګياني و زېږېدلې، نو د ده شا د بار او سپرېدلو څخه وساتل سوه او نه يې د وړيو څخه کار اخستل کېدى، فقط په اوښانو کي به د ختلو دپاره ايله ؤ، الله عزوجل  د مشرکانو د دغه کار په باره کي  فرمايي:
 
﴿ مَا جَعَلَ اللَّهُ مِنْ بَحِيرَةٍ وَلَا سَائِبَةٍ وَلَا وَصِيلَةٍ وَلَا حَامٍ وَلَكِنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا يَفْتَرُونَ عَلَى اللَّهِ الْكَذِبَ وَأَكْثَرُهُمْ لَا يَعْقِلُونَ ﴾ [المائده: ۱۰۳] 
يعني: الله جل جلاله  هيڅ يو د بَحيرې، د سائبې، د وصيلې او د حام څخه نه دي ګرځولي يا روا کړي، مګر هغه کسان چي کافران سوي دي پر الله افتراءکوي، د ځانه باطلي خبري پوري تړي يا جوړوي او ډېر د دوى په حق او باطل نه پوهيږي.
 
عمرو بن لُحى داسي نور ډير شيان و دوى ته د دين او شريعت پر قسم کښېښوول او په دوى کي يې رواج کړل حتّْی نور بتان يې هم کعبې شريفي ته د آلهه په نامه سره را وړل او نور لوى لوى بتان چي کعبې شريفي ته را وړل سوه په دغو نومو سره يادېدل: 
 
لومړی: (وَد) چي د بني کلب د قبيلې دپاره ؤ او هغو يې عبادت کاوه.
دوهم: (سُواع) چي د هُذيل د قبيلې دپاره ؤ او هغو يې عبادت کاوه.
درېيم: (يغوث) چي د طئ د قبيلې او اهل جرش دپاره ؤ او هغو يې عبادت کاوه.
څلورم: (يعوق) چي د همدان د قبيلې دپاره ؤ او هغو يې عبادت کاوه.
پنځم: (نسر) چي د يمن دپاره ؤ او هغو يې عبادت کاوه.
 
الله جل جلاله  د سورة نوح په (٢٣) نمبرآيات کي فرمايي: 
(وَقَالُوا لَا تَذَرُنَّ آلِهَتَكُمْ وَلَا تَذَرُنَّ وَدًّا وَلَا سُوَاعًا وَلَا يَغُوثَ وَيَعُوقَ وَنَسْرًا).
 
اصلاً دا د نوح علیه السلام  د قوم د بتانو نومونه دي او  هر بت يې د يوه خاص مقصد دپاره خاص کړى ؤ، خو دغه بتان بيا په عربو کي رواج او جوړ سول، لکه څرنګه چي په هندوستان کي هم دغه رنګه د (بشنو) (برهما) ( اندر ) (شپو) (هنومان) او په نورو نومو سره مشهوره بتان سته او د دغو بتانو په يوه قبيله پوري خاص والى هم د عمرو بن لحى په امر سره وسول، مګر (هُبل) هغه بت چي اول را وړل سوى ؤ، هغه د قريشو دپاره ؤ، او هغه عجيب ترين د دغه آلهه يا خدايانو (د دوى په قول) ِإساف او نائله دي چي د دغو دوو بتانو قصه پخوا پېښه سوې وه هغه دا سي: 
 
إساف د يوه سړي نوم ؤ او نائله د يوې پيغلي نوم ؤ چي دوی دواړه د يمن اوسېدونکي وه، دوى دواړو يو د بل سره مينه او محبت درلودی، ِإساف د نائلې د پلار څخه نائله وغوښتل خو د نائلې پلار دغه د ده غوښتنه نه کړه قبوله. 
 
نو دوى دواړو د را تلونکي حج په موسم کي د ملاقات وعده سره وکړه چي حج ته به ځو او هلته به سره وينو، د وعدې سره سم دوى د حج په موسم کي سره يو ځاى سوه او په يوه فارغه وخت کي يې د کعبې شريفي په شا وخوا کي زنا وکړه، اولاً خو زنا د لويو ګنهو څخه ده او بيا وکعبې شريفي ته نژدې؟ نو الله عزوجل  دوى دواړه په خپل قدرت ډبري وګرځول چي د ډبرو انسانان پاته سول او دې ته هم بت ويل کيږي.
 
 د هغه وخت د مکې مکرمې حاکمانو دغه دوه بتان د خلکو د عبرت دپاره پر صفا او مروا کښېښوول، ِإساف يې پر صفا او نائله يې پر مروا کښېښوول او قصه يې و هر چا ته معلومه وه عبرت به يې په اخستى چي دغو دوو نفرو وکعبې شريفي ته نژدې فحشاء کړې ده او ډبره سول، خو پر دې قصه ډير وخت تېرسوى ؤ هر څوک د دغو دوو ډبرو يا بتانو په تاريخ نه وه خبر، د عمرو بن لُحى په امر دغه دوه بتان: إساف او نائله د صفا او مروا څخه وکعبې شريفي ته نژدې يو وړل سوه او  خلک د هغو په عبادت کولو امر کړل سوه، چي دغه دوه بتان هم د عمرو بن لُحى په امر د آلهه يا خدايانو و جملې ته ور داخل کړل سوه. 
 
دا د عربو پخوانئ ژوند ؤ او دا د دغو مشرکانو خدايان وه.
 
خپل بت خوړل
 
 د عربو تر جاهليت پوري يوه قصه ده: حضرتِ عمر رضی الله عنه  به د خپل خلافت په وختو کي په مجلس کي ناست ؤ او ځيني وخت به يې بيله سببه وخندل، خو يو وخت يو چا پوښتنه ځني وکړه، ويل: يا اميرَالمؤمنين! وينو دي چي ځيني وخت بېله سببه خاندې دا ولي؟ سيدنا حضرتِ عمر رضی الله عنه  و ويل: د جاهليت په وختو کي عادت دا ؤ: کوم وخت چي به څوک د مکې مکرمې څخه دباندي وتى نو به يې د مکې مکرمې څخه يوه ډبره ور سره واخستل او په سفر کي به يې د هغې ډبري عبادت کاوه، خو  زه هم يو وخت په سفر ولاړم او ډبره مي هيره سوه نه مي را سره واخستل، کله چي د عبادت کولو وخت راغلى زما سره خو د مکې مکرمې ډبره نه وه را سره نو اوس څنګه عبادت وکړم؟ و مي کتل د مکې مکرمې خرما يا کجور را سره وه، د دغه خرما څخه مي يو بت جوړکړى او دغه د خرما د بت عبادت مي کاوه، کوم وخت چي هغه نوره خرما را سره خلاصه سوه او د خوړلو دپاره شئ نه سو  را پاته وږى سوم نو مي دغه خپل معبود او د خرما څخه جوړ سوى إلْه وخوړى، نو پر هغه خپل پخواني جاهليت او نا پوهي خندا راسي چي دا څنګه آلِهه او دا څنګه دين ؤ؟ 
 
دغه د جاهليت د ژوند لږ حالات چي دغه اوس درته بیان سوه یا په وروسته کي بیانیږي، د دغو ټولو حالاتو د بیانولو څخه مقصد دا دی چي موږ ته دا را معلومه سي او په دې پوه سو چي د اسلام دين په ټول عالَم خاصتاً په جزيرةالعرب کي څومره فرق او تغير راوستى. 
دا خو بت پرستي وه چي په دغه ډول سره جزیرة العرب ته راغله.
 
ماخذ: د سرور کائینات صلی الله علیه وسلم سیرت/مولوي عنایت الله علمي
 

سرته