تازه سرليکونه
د (اسلام او سياست) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د اسلامي سیاست اولنی قدم اسلامي قومیت
  تعلیم الاسلام
  July 15, 2016
  0

 رالېږونکی: مطیع الله عابد / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

اول قدم: د اسلامي سیاست اولنی قدم اسلامي قومیت

نبي کریم صلی الله علیه وسلم چي مدیني ته ورسېدی نو د اسلامي سیاست تر ټولو اولنی بنیاد یې دا جوړ کی، چي د مهاجرینو او انصارو وطني او قومي عصبیتونه یې ختم کړل. یو نوی قومیت یې د اسلام په نامه باندي قایم کړی د مهاجرینو او انصارو مختلفي قبیلې یې په خپل مینځ کي وړونه وړونه جوړ کړل، او د دوی په ذریعه الله جل جلاله د انصارو په مینځ کي اختلافات کوم چي د پېړیو راهیسي را روان وه ، ټول ختم کړل په خپل مینځ کي یې هم او د مهاجرینو سره یې هم وروڼه وروڼه جوړ کړل.

 

 
دوهم قدم: د یهودو سره معاهده کول:
ددې سیاست دوهم قدم داوو، چي مقابل دښمنان دوه وه، یو د مکې مشرکان د کومو د آزارونو په وجه سره چي مکې پرېښوولو ته مجبوره سوي وه، دوهم د مدینې یهود چي اوس د مسلمانانو ګاونډیان جوړ سوي وه (او په مدینه کي د پخوا څخه اوسېدل) په دې کي د یهودو سره یو تړون وسو چي په تفصیل سره يې عهد نامه ولیکل سوه ددې معاهدې پابندي د مدینې د اطرافو پر ټولو یهودو او دې طرف ته پر مهاجرینو او انصارو باندي لازم وه، ددې معاهدي پوره متن په البدایه والنهایه د ابن کثیر او سیرة ابن هشام او نورو کي په تفصیل سره موجود دی.
 
 ددې تر ټولو مهم جزء داوو، چي که زموږ په مینځ کي څه اختلافات راپیدا سي نو د نبي کریم صلی الله علیه وسلم فیصله به د ټولو د پاره قابل قبول وي.
دوهم جزء داوو، چي د مدینې یهود به د مسلمانانو خلاف یوه دښمن ته هم په پټه یا په ډاګه کومک نه ورکوي.
 
 لیکن دې خلګو د بدر د غزا په وخت کي وعده ماته کړه . د مکې مشرکانو ته یې په وسله او د جنګ په اسباب سره کومک ورسوی، مګر کله چي د بدر د غزا انجام د مسلمانانو د ښکاره فتحي او د کفارو د شکست په صورت کي مخ ته راغلی ، نو پردې خلګو رعب غالب سو، او د نبي کریم صلی الله علیه وسلم په وړاندي حاضر سول او عذر یې وکړی، چي دا وار زموږ څخه غلطي وسوه دا معاف کړه اینده به داسي نه کوو.
 
نبي کریم صلی الله علیه وسلم عادت وو چي پر دې بناء باندي د دوباره معاهدې نوی والی وفرمایي، مګر دا خلګ د خپل خوی څخه مجبوره وه (حتماً یې خپل فاسد عادت ښکاره کاوه) ، د احد په غزا کي چي دمسلمانانو د ابتدائي شکست او د نقصان څخه خبر سول، نو حوصلې یې بیا لوړي سوې او د دوی سردار کعب بن اشرف په خپله سفرو کي مکې ته ورسېدې او د مکې مشرکان یې دې ته جوړ کړل چي اوس دوی په پوره تیاري سره پر مسلمانانو حمله وکړي او د مدنیې یهود به د دوی سره وي. 
 
دا دوهمه پلا عهد ماتول وه، چي دې خلګو د اسلام خلاف وکړی په ذکر سوي آیت کي یې ددې وار عهد ماتولو ذکر وفرمایي، او ددې خلګو شرارت یې بیان کړی دی، چي دا هغه خلګ دي د کومو سره چي تا معاهده کړیده، مګر دوی هر وار خپل عهد ماتوي د آیت په آخر کي ارشاد فرمایې: وَهُم لاَ یَتْقُوْنَ یعني د اخلګ نه بیریږي ددې دا مطلب هم کیدی سي چي دا بد نصیبه خلګ چي کله ددنیا په هوس کي مست او بې هوښه دي د آخرت فکر یې نسته په دې وجه د آخرت د عذاب څخه نه بیریږي او دا مطلب هم کیدې سي چي د داسي بد کردارو وعده ماتوونکو خلګو چي کوم بد انجام په دې دنیا کي کیږي د خلګ د خپل غفلت او ناپوهي په وجه سره ددې څخه نه بیریږي. بیا ټولي دنیا په خپلو سترګو ولیدل چي دغه خلګو ددې خپلي بد عملي سزا ولیده د ابو جهل په شان کعب بن اشرف مړ سو او د مدینې یهودو جلاوطن کړه شول.
 
ماخذ: معارف القرآن، علامه مفتي محمد شفیع رحمه الله
 
(کفار په خپل تړون او عهد هیڅکله وفاداره نه پاتیږي نو مسلمانان باید پخپل منځ کي د اسلامي شریعت تر سیوري لاندي یو د بل وروڼه وګرځي او ټول سمتي، نژادي، لساني او نور توپیرونه شاته کړي او د اسلامي وروګلوۍ تر عنوان لاندي سره متفق سي. تاسو وګوری چي اوس کفار همدا کړنلاره خپله کړې ده چي د خپلو ټولو توپیرو او اختلافاتو سره سره اسلامي امت ته په یوه صف کي ولاړ دي، خپل سیاسي او اقتصادي چاري يې سره یو کړي دي. فاعتبروا یا اولی الابصار.)
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته