تازه سرليکونه
د (روژه مبارکه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د سرسایې یو څو ضروري مسائل
  تعلیم الاسلام راډیو
  May 6, 2021
  0

 د تعلیم الاسلام ویب پاڼي لخوا 2017-06-21

 
سوال: په سرسایه کي د کوم ځای قیمت معتبر دی؟
جواب: په کوم ځای کي چي سرسایه اداء کوي د هغه ځای قیمت معتبر دی.
 
سوال: په کومه اندازه چي سړی مال وه نلري سرسایه اخستلای سي؟
جواب: کوم کسان چي په خپل ملکیت کي هیڅ ونلري او یا خو تر نصاب کم شی ولري نو په شرعي اصطلاح کي هغه ته فقیر او مسکین ویل کیږي او د زکوة او سرسایې مستحق دی او بېله عوضه به سرسایه ورکوي.
 
سوال: سرسایه په خپلوانو کي کومو کسانو ته ورکول کېدای سي؟
جواب: سرسایه نه و خپلو اصولو ته ورکول کېدلای سي لکه پلار، نیکه، مور، انا او نور او نه خپلو فروعو ته ورکول کېدلای سي لکه زوی، لور، لمسی او نور او نه يې خاوند و خپلي ښځي ته او نه یې ښځه و خپل خاوند ته ورکولای سي.
 
سوال: کوچنی (نابالغ) ته سرسایه ورکول صحیح کیږي؟
جواب: مثلاً که د یو نابنا سړي دومره کوچنی زامن وي چي په راکړه ورکړه نه پوهیږي نو هغوی ته سرسایه نسي ورکول کېدلای بلکه د هغو سرپرست ته به یې ورکوي او که هغوی پوهېدل نو بیا خپله و هغوی ته ورکول کېدلای سي.
 
سوال: د اختر تر ورځي مخکي سرسایه ورکول کېدای سي که یا؟
جواب: که یو څوک سرسایه د اختر تر مخه یا وروسته اداء کړي نو صحیح ده خو مستحب دا دی چي د سهار د لمانځه وروسته او د اختر د لمانځه ترمخه ادا سي.
 
سوال: سرسایه پر کوم چا واجب ده؟
جواب: سرسایه پر هر هغه چا چي اوه نیمي تولې سره زر یا دوپنځوس نیمي تولې سپین زر یا تر حوایٔجو اصلیه ؤ زیات سامان ولري واجب ده که څه هم هغه سامان تجارتي وي.
 
سوال: کوم چا چي روژه نه وي نیولي پر هغه باندي سرسایه سته که یا؟
جواب: کوم چا چي روژې نه وي نیولې پر هغه هم سرسایه واجب ده.
 
سوال: سرسایه څه وخت واجب ده؟
جواب: د سرسايې د واجب کېدو وخت د اختر په ورځ د سپېدو د راختلو وخت دی مګر د سرسايې د ادا کولو وخت ټول عمر دی.
 
سوال: که د خپل بالغ اولاد د طرفه څخه بېله اجازې سرسایه ورکړي صحت لري؟
جواب: که پلار د خپل اولاد له طرفه چي بالغان وي سرسایه ادا کوي نو د هغوی اجازه به وي مګر دا چي سرسایه په لږ او معلوم مقدار کي ده نو ځکه عادتاً د هغویٔ اجازه وي نو استحساناً دا کار روا دیٔ.
 
سوال: ایا سرسایه ټوله یوه نفر ته که یا جلا جلا کسانو ته ورکول جایٔز ده؟
جواب: د یوه نفر سرسایه و ډیرو مسکینانو ته ورتقسیمول یا د ډیرو نفرو سرسایه و یوه مسکین ته ورکول روا ده.
 
سوال: د مسجد امام ته سرسایه ورکول جایٔز ده؟
جواب: که د مسجد امام د نصاب خاوند وي نو د امامت په عوض کي سرسایه ورکول جواز نه لري او که صاحب نصاب نه وي بیا جواز لري البته په اجرت کي ورکول جواز نلري.
 
سوال: قرض د سرسايې په عوض کي ور معاف کېدای سي؟
جواب: که د یو چا پر بل چا قرض وي نو دغه قرض په سرسایه کي نسي ورمعافولای ځکه چي سرسایه واجب ده او تملیک پکښي شرط دیٔ.
 
سوال: مسکین ورور یا خور ته سرسایه ورکول جایٔز ده؟
جواب: دا چي ورور او خور په اصولو او فروعو کي ندي نو ټوله صدقات که زکاة وي او که سرسایه او که د روژي فدیه وي ورکول کېدلای سي.
 
سوال: سرسایه د خپل ښار او کلي څخه بل ښار او کلي ته استول جایٔز دي؟
جواب: لکه څرنګه چي زکات بېله ضرورته و بل ښار ته وړل مکروه دي دغه ډول د سرسایې وړل هم مکروه دي البته که د بل ښار خلګ حاجتمند وه بیا پروا نه لري.
 
سوال: که د چا مال هلاک سي بیا هم سرسایه واجب ده؟
جواب: سرسایه که څه هم مال هلاک سي بیا هم واجبه ده ځکه د سرسایي تعلق د انسان سره دیٔ نه د مال سره.
 
سوال: سرسایه د کومو شیانو څخه ورکول کېدای سي؟
جواب: سرسایه د څلورو شیانو څخه ورکول کيدلای سي: غنم، اوربشي، خورما او وڅکي.
 
سوال: په کومه اندازه سرسایه ورکول کیږي؟
جواب: سرسایه به نیمه پیمانه غنم او یا به یوه پیمانه اوربشي وي او یا به یوه پیمانه خورما وي مګر په اوس کي احتیاط دا دیٔ چي د هغه قیمت ورکړل سي. 
 
سوال: پر اولادونو باندي د مور ا پلار سرسایه واجب ده؟
جواب: پر بالغ اولادو باندي د پلار او مور سرسایه ورکول لازم نه ده که څه هم دغه بالغ اولادونه مور او پلار ته نفقه ورکوي.
 
سوال: د نصاب مالک به د کوچني اولاد سرسایه ورکوي؟
جواب: که څوک دومره مال ولري چي نصاب ته رسیږي یا زیات وي نو د خپل ځان د طرفه او د کوچني اولاد له طرفه څخه سرسایه ورکول واجب ده البته که کوچنی اولاد خپل مال درلودیٔ بیا به یې د اولاد د مال څخه سرسایه ادا کوي.
 
سوال: د خپلي کوروالا د طرفه سرسایه ادا کول جایٔز دیٔ؟
جواب: پر خاوند باندي د ښځي له طرفه څخه سرسایه ادا کول لازمي نه ده البته که چیري خاوند ددې د طرفه څخه سرسایه ادا کړي جایٔز ده که څه هم د ښځي بېله اجازې ادا کړي.
 
سوال: پر مشر ورور باندي د کوچني ورور او خور سرسایه واجب ده که یا؟
جواب:  پر مشر ورور باندي د کوچني ورور او خور سرسایه نه ده واجب که څه هم د غه ورور او خور مشر یې ساتي.
 
ددې مسائلو د حوالو لپاره د لاندي کتاب ۱۸۶ صفحه کتلای سی:
 
ماخذ: د روژې فضائل او احکام، مؤلف: مولوي محمد مجاهد
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته