تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د ژوند زده کړه او لار
 
  June 15, 2016
  0

 د ژوند زده کړه او لار

لیکوال: علي الله متوکل الرحمن
 
ژوند څه شي دی؟ پدې ټول پوهیږو، خو ژوندباید څنګه وسي؟ پدې خبره پوهیدل لږ ستونزمن دي. ځکه هر څوک بیل فکر لري او په بیلو حالاتو کي اوسیږي. 
د ژوند حالاتو، ستونزو او تېرېدو ته په کتلو سره مي د نبوي احادیثو، د حدیثو د شرحو او د علماوو د اقوالو په رڼا کي دغه کوچنی لیکنه ترتیب کړه.
 
۱. څه شي مو ناروغه او پریشانه کوي؟
د ژوند په اوږدو کي انسان د ډول ډول پیښو سره مخ کیږي، بدلون احساسوي، کله زیات خوښ او کله بیا خواشینی وي، ځني کارونه زیات کوي او ځني بیا کم؛ نو لاندي څلور کارونه د هغو د جملي څخه دي کچیري تاسي ور څخه ډډه وکړی نو سکون به احساس کړی:
 
الف. زیاتي خبري کول: چیري چي د خبرو کول ضرورت نه وي، خبري کول. یا کوچنی موضوع په زیاتو الفاظو تشریح کول؛ دا نه یوازي تاسي ته پریشانی جوړوي بلکي اوریدونکي څخه هم د خبري اصلي مطلب ورک کیږي.
 
ب. زیات خوب کول: د وخت ضیاع ده، په بدن کي سوستي راولي، د پښتورګو مریضي او د بندونو درد او کهالي منځ ته راوړي.
 
ج. زیاته ډوډی خوړل: د علماوو د اقوالو مطابق زیاته ډوډی خوړل د عبادت مانع ګرځي. 
 
د. د زیاتو خلکو سره ناسته پاسته کول: تاسي دې ته اړباسي چي د هغوی سره وپالۍ او کچیري و نه پالی نو به درته د سردرد او خوږ وي، او د زیاتو خلکو سره ناسته پاسته تاسي خپل ورځني مقصودي کار ته نه وزګاروي.
 
۲. څه شي مو د وخت څخه مخکي بوډا کوي؟
مرګ دالله جل شانه په لاس دی مګر ځني تر خپل اصلي عمر زیات ښکاري، بوډا معلومیږي او خلک يې په څهره تېروځي؛ چي ددغه بوډامعلومیدو اصلي لاملونه په لاندي ډول دي:
 
الف. پر کوچنیو خبرو او دونیوي کارو پریشاني او خپګان کول: پر کوچنیو کارو پریشاني ستاسي مورال در کمزوری کوي، ان تردې چي سبا به لږ غټ کارونه درته اسمان ته ختل ښکاري.
 
ب. زیات غم او سردردی ځانته ورکول: بي ځایه غم، تشویش او په محضي پیښو باندي ځانته ته غټ تکلیف جوړول تاسي نه پریږدي چي د پرمختګ ګامونه پورته کړی.
 
ج. ځان هر وخت وږی ساتل یا د زیاتي لوږي په وخت کي کار کول: کافي اندازه انرژي اخیستل ضروري دي، کچیري انرژي وانخیستل سي نو بدن به مو په کار کولو کي یاري راسره و نه کړي. او موږ به د سرزوری او ټینګار څخه کار اخلو چي دا هر څه ستړي کوونکي او زغمونکي دي. 
 
د. ناوخته خوب کول: یعني ناوخته بیدیدل او کافي اندازه خوب نه کول، د ژوند تقسیم اوقات ګډوډ او بي نظمه کوي. او ورځني کارونه د خنډ او ځنډیدا پر لور پوري وهي. 
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته