تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
شاکر او صابر
 
  June 2, 2016
  0

 لیکنه: مولوي عبدالحق


عمران بن حصين مشهور، فصيح او بليغ شاعر تېر سوی دی، علامه زمخشري نقل کړي دي، چي دی ډېر تور او بدشکله وو، خو بالمقابل ښځه يې زياته حسينه وه، نو ښځي ئې يوه ورځ تر ډېره ورته کتل او بيا ئې يو دم الحمدلله وويل. 

عمران (خاوند)  ئې وپوښتل، چي څه خبره ده؟ پر څه شي دي الحمدلله وويل؟
ښځي ئې ورته وويل، چي پر دې خبره مي د الله تعالی شکر اداکړ، چي ما او تا دواړه جنتيان يو.

عمران وويل: څنګه؟ ښځې ئې وويل، چي تا ته ما غوندي ښځه په برخه سول؛ نو تا شکر پر اداء کړ او ماته تاغوندي خاوند په برخه سو، نو ما صبر وکړ‼ او الله تعالی د صابر او شاکر سره د جنت وعده کړېده. [کشاف، ج:۱، ص: ۵۶۰]
 
ماخذ: تعلیم الاسلام مجله، ۱۸ ګڼه
 

سرته