تازه سرليکونه
د (نيکمرغه مېرمن) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د مومنانو مور: ام سلیم رضی الله عنها
 
  August 10, 2017
  0
راټولونکی: قاري نعمت الله ستانکزی/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
پېژندنه
 
نوم:رميصاء
 
کنيت:ام سليم، ام انس
 
د پلار نوم: ملحان بن حرام بن جندب بن عامر بن غنم بن عدي بن نجار
 
د مور نوم: مليکه بنت ملک بن عدي بن زيد بن مناة بن عدي بن عمرو بن مالک بن نجار(۱)

الف: ولادت
ام سليم رضي الله عنها په مدينه منوره کي په (۵۸۵) مسيحي کال کي په يوه شريفه کورني کي زيږيدلي ده په مدينه کي د يمن د عربو دوه قبيلي او سيدلي يوه (اوس) او بله خزرج د ام سليم رضي الله عنها د مور او د پلار دواړو له پلوه خزرجي وه او په خزرج کي د بنو نجار له شاخ څخه وه او د رسول الله صلي الله عليه وسلم نيا د عبدالمطلب مور سلمي هم له بنو نجار څخه وه، ام سليم د سلمي د ورور لمسۍ وه، له همدې امله  ام سليم او  هغې خور ام حرام د نبي کريم صلی الله علیه وسلم په تروريانو مشهورې وې، او نبي کريم صلی الله علیه وسلم هم د هغوي دواړو ډېر درناوي او احترام کاوه، او د هغوی دواړو کورونو  ته به زيات ورتله.

ب: واده
 د ام سليم واده د هغې د کاکا له زوي مالک بن نضر بن ضمضم بن زيد بن حرام سره شوي وو، او الله هغې ته له مالک څخه يو زوی ورکړ، چې انس نومېده، چې بيا وروسته د نبوي حديثونو لوي حافظ او امام وګرځېد.

د اسلام منل
الله ام سليم رضی الله عنها ته سليم عقل، سعادت او نيک فطرت ورکړي وو، له همدې امله له اسلام څخه د مخه هم هغې د بتانو له عبادت او جاهلي عقائدو او دودونو څخه کرکه کوله. او بيا کله چې د نبوي بعثت په يوولسم کال د حج په موسم کې د مدينې منورې لاندې اتو کسانو:

اسعد بن زراره خزرجي، براء بن معرور بن صخر الاوسي ، معاذ، معوذ ، عوف، چې درې واړه د حارث بن رفاعه او عفراء زامن وو. ابوالهيثم بن اليتهان، عباده بن صامت، ذکوان بن عبد قيس ته په منا کې د اسلام د مقدس دين منلو ته دعوت ورکړ شو، او هغوي دغه دعوت ومانه، او بيا له هغو ټولو څخه نبي کريم صلی الله علیه وسلم له لمړۍ جمرې سره يو ځاي په شپږو امورو باندې بيعت واخيست، چې هغه دادي:
  • له الله سره به هيڅوک او هيڅ شي نه شريکوئ، او هيڅ ډول شرک به نه کوئ.
  • غلا به نه کوئ.
  • په ناحقه به خپل اولاد نه قتل کوئ.
  • بهتان به نه کوئ. 
  • پردي نسب به خپل ځان او خپل مېړه ته نه منسوبوئ.
  • په نيکو چارو کې به د الله له رسول څخه نافرماني نه کوئ.

کله چې دغه وګړي د حج له اداکولو څخه وروسته بېرته مدينې منورې ته ستانه شول، نو هلته يې اسلامي دعوت او بلنه پيل کړل.(۲)

په پنځو لومړنيو مسلمانانو کې ام سليم رضی الله عنها له عفراء بنت عبيد بن ثعلبه بن غنم بن مالک بن نجار څخه وروسته د انصارو دويمه ښځه ده، چې په همدغه يوولسم کال د بعثت يې اسلام ومانه، او د الله شکر يې ادا کړ، چې له شرک او بت لمانځنې څخه د اسلام د توحيدي دين په وجه نجات ورکړ شو او الله پاک له دې شره خلاصه کړه. 

د ام سليم اسلامي دعوت
ام سليم رضي الله تعالي عنها د دعوت استعداد او د خبرو کولو حکمت ښودلي ؤ په مسلمانيدو سره په هغي که د دعوت جذبي څپو راغلي او د عفراء په ملګرزتيا يې د اوس او خزرج په ښځينه ټولیو کي دعوت پيا کړ د اوبو په ګودر و دغم او ښادي په ښځينه غونډو او مجالسو کي يې اسلامي دعوت پيل کړ او دا تکل يې کاوه چې څو مره ژروشي له د مديني څخه د شرک جاهلي اډې او د يهودانو د پيړيو مذهبي اجاره داري ختم شي او مدينه منوره يوازي او يوازي د اسلام د مقدس دين لمړمرکز وګرځیږي چې الله تعالي دام سليم رضي الله عنها دغه ارمان دري کلونه د هغي له مسلمانيدو څخه وروسته د نبوي بعثت په (۱۳) کاله له (۶۲۳) مسيحي کال سره سم مديني منوري ته دنبوي هجرت په کولو سره پوره کړ.

د ام سليم رضي الله عنها زوي حضرت انس رضی الله عنه ددې د مسلمانيدو په موده کي څلور کلن ؤ په کور کي به کله چې ددي ميړه موجود ؤ نو کوچني انس ته به ام سليم رضي الله عنها ويل : بچېه  ووايه (لااله الاالله محمد رسول الله) کمکي ا نس به په خپله ماشومه او معصومه ژبه د خپلي مور له تعليم سره سم د توحيد کلمه لوستله ميړه به يې په غصه شو او ورته ويل به يې ته خو بس بې لاري شوي يې زما ځوي مه بې لاري کوه او له دين څخه يې مه اړه وه . ام سليم رضي الله عنها به په خپله داعيانه خوږه لهجه او د هغه د ميړه توب د حقوقو او ادابو په نظر کي نيولو سره په موسکا سره ورته وويل : زما د سر تاجه زه انس نه بي لا ري کومه زه خو دي حق او فطري دین ته دعوت کوم داسي دين چې په هر چايې منل فرض دي بختور به يې قبلوي او بد بخت به د اسلام دحق دين له منلو څخه انکار او سر غړونه کوي.

د خاوند سره چلند
 ام سليم رضي الله عنها زيار يوست چې ميړه او کاکا ځوي مالک په خپل حکيمانه دعوت سره مسامان کړي مګر هغه بد بخت ؤ اسلام يې قبول نه کړه او د خپلي ميرمني سره يې مخالفت او دشمني کوله  مګر ام سليم رضي الله عنها حوصله کوله او د ميړه سپکي سپوري يې په وريڼه تنده د اسلام په خاطر زغملي او پدي پوه وه چې د اسلامي دعوت په لاره کي دغه ډول ستونځي موجودي وي لاري يې اوږده وي بايد مسلمان داعي د حق ددعوت د لاري له اوږدوالي څخه ستړي نه سي او په دغه لاره کي د ستونزو او خنډونو له مخي ته را تللو څخه مايوسه نه شي.

ام سليم رضي الله عنها د ميړه له مړيني څخه خبره شو صبر يې وکړ او هغه مصيبت يې الهي از موينه وګڼله او د الله تعالي په قضاء باندي راضي شوه ام سليم رضي الله عنها کونډه شوه او د مدين منوري غټوغټوسردارانو او شتمنو رويبار ورته وليږل او د هر يو دا تمنا  در لوده چې ام سليم رضي الله عنها واده ور سره وکړي.

د قران کريم زده کړه او تعليم  
کله چې د نبوي بعثت په (۱۲) کال له (۶۲۲) م سره د حج په موسم کي د مديني منوري  دولس کسانو په عقبه ثانيه کي له رسول الله (صلي الله عليه و سلم ) سره بعيت وکړنو غوښتنه يې ور څخه وکړه چې له دوي سره يو معلم وليږي چې په مدينه منوره کي مسلمانانو ته د قران کريم زده کړه او تعليم ور کړه  رسول الله ( صلي الله عليه و سلم) دهغوي وړنديز قبول کړ او خپل جليل القدر صحابي مصعب بن عمير او عبدالله ابن ام مکتوم (رضي الله عنهما)ور سره وليږه او هغوي دواړه د مديني منوري له ګردو څخه لومړي مسلمان ابو اماما اسعد بن زراره په کورکي ديره شول او اسعد بن زراره مديني منوري مسلمانانو ته امامت کاوه او دا لومړي هغه څوک ؤ چې د لومړي ځل لپاره يې څلريښت کسان غونډ کړل او جومي لومړي لمونځ ورته ادا کړ مصعب بن عمير مسلمانانو ته په مدينه منوره کي اسلام او قران کريم تعليم ور کاوه او هم يې اسلامي دعوت چلاوه ام سليم (رضي الله عنها) په خپله پنځه کلن زوي انس د قران کريم زده کړي ته کيناوه اوکله به چې يې په خپله ښه زده کړ بيا به يې د مديني مسلمانانو شويو ښځو ته د قران کريم تعليم ور کاوه (۳)

 طبابت 
ام سليم رضي الله عنها د خپل عصر په مدينه منوره کي پوهه طبيبه وه او د طب د جراحي په څانګه کي يې خصوصي مهارت لاره له همدي کبله کله چې به (۲) هجري کال کي د صغر په مياشت کي پر مسلمانانو باندي الله تعالي  د وسلوال جهاد فرض و ګرځاوه او د طاغوت د پلويانو په خلاف جهاد لازم و ګر ځول شوي که څه هم دوسله وال جهاد له فرضيت څخه ښځي مستثني وګر ځولي شوي مګر سره له دي هم د ام سليم (رضي الله عنها) په څير په اسلام  مينو بي بيانو د جهاد او قرباني داسي ولوله په زړه کي لرله چې د هغي په وجه ايمان يې دا اجازه نه ورکوله چې غازيان في سبيل الله جهاد وکړي او دوي په کورونو کي په يخ سيوري کي ناستي وي له همدي امله ام سليم (رضي الله عنها)  داحد خيبر او په نورو نبوي غزاګانوکي برخه اخيسته غازيانو ته به يې د جنګ ډګر ته اوبه رسولي هغوي ته به يې خوراک څښاک تياراوه او له ګردو څخه مهمه دنده يې د نرسنګ وه د زخمي مجاهدينو ټپونه به يې ګنډل د عغوي په ټپونو به يې درمل او پټي کيښودلي او  د ټپيانو پانسمان به يې کاوه چې دا په خپله د جهاد لويه برخه ؤ.(۴)

ورپسې لیکنه: د ام سلیم رضی الله عنها مهر، سخا، غوره صفات، شجاعت، اولاد، وفات او د جنت زیری

--------------------
۱- اسدالغابه فی معرفة الصحابه ج:۶ ص ۳۴۵ دارالفکر 
۲- اسدالغابه فی معرفة الصحابه، ج، ۶، ص: ۳۴۵
۳- د صحابیاتو دژوند پلوشې : محمد کلاب بشار :ص ۱۲۸
۴- اعلام النسا فی عالمی العرب و الاسلام  عمر رضله ۲ ج ۲۷۵ص ناشر موسته الرسالته بیروت لبنان د چاپ کاب ۱۴۰۴م ق

سرته