تازه سرليکونه
شُفْعَه
 
  May 28, 2016
  0

 


شُفْعَه

د شفعي تعرف: شُفْعَه هغه حق ته وايي چي د مشتري څخه جايداد په پرېوتي قيمت لاس ته په راځي .

اصطلاحات :

شفيع : شفيع هغه چاته وايي چي د شُفْعَې حق ورکول کيږي . 
مَشْفُوع بِهِ : مَشْفُوع بِهِ هغه جايداد ته وايي چي د شُفْعَې حق په ثابتيږي .
مَشْفُوع فِيهِ : مَشْفُوع فِيهِ هغه جايداد ته وايي چي په شُفْعَه راګرځول کيږي .
مَشْفُوع عَلَيْهِ : مَشْفُوع عَلَيْهِ هغه مشتري ته وايي چي جايداد په شُفْعَه ځني راګرځول کيږي .

د شُفْعَې حق

لاندي درې کسان يو په بل پسې د شفعي حق لري : 
 
اول : په مَبِيعَه کي شريک .
دوهم : د  مَبِيعِې په حقونو کي شريک .
دريم : د جايداد سره نښتى ګاونډى .

اول مستحق

که دوه تنه په ګده يوه مځکه رانيسي يا په ميراث ورته ورسيږي نو تر څو چي دوى خپل په منځ کي مځکه تقسيم کړې نه وي دوى دوه يو د بل شريکان بلل کيږي يعني د دوى تر منځ املاکي شراکت دى.
که په دغو شريکانو کي يو خپل سهم خرڅ کړي نو هغه بل شريک يې تر ګاونډيانو د مخه د شفعي حق لري ځکه چي په مَبِيعَه کي شراکت ور سره لري .

دوهم مستحق

که په مَبِيعَه کي يې املاکي شريک نه درلودى يا شريک يي لاره خو هغه د شفعي تر حق تېر سو بيا حق د هغه چا دى چي په کوڅه او لار کي ورسره شريک وي يا د مځکي اوبه يې ورسره شريکي او په نوبت وي .

لاري دوه ډوله دي :

عمومي لاري .
خصوصي لاري .

عمومي لاري هغو لارو ته وايي چي ايله وي يعني په پاى کي بندي نه وي او عام او خاص ټول خلک تګ او رتګ پکښي کوي ، ايله لار که د کوڅې په شکل وي او که د لويي جادې په شکل وي بيا هم عمومي لاره بلل کيږي او په عمومي لارو د شفعي حق نه ثابتيږي .

خصوصي لاري هغو لارو ته وايي چي په پاى کي بندي وي او د څو معدودو کورونو او مځکو د تګ او راتګ کار ځني اخيستل کيږي او په خصوصي لارو د شفعي حق ثابتيږي .
که د يوې کوڅې په پاى کي بله کوڅه وي ، د پاى د کوڅې مالکان د سر په کوڅه کي د شفعي حق لري خو د سر د کوڅې خلک بيا د پاى په کوڅه کي د شفعي حق نه لري .

ويالې هم پر دوه ډوله دي :

عمومي يا غټي ويالې .
خصوصي يا کوچنى ويالې 

عمومي ويالې و هغو ويالو ته وايي چي کښتى پکښي چليږي يا بې شمېره مځکي په اوبيږي .
خصوصي ويالې و هغو ويالو ته وايي چي د ګوتو په شمېر مځکي او باغونه په خړوبيږي .

ابويوسف رحمه الله وايي : هغه وياله چي دوه يا درې باغونه په خړوبيږي هغې ته خصوصي وياله وايي او که تر درو زيات باغونه يا مځکي په اوبيدلې هغي ته لويه يا عمومي وياله وايي .

په عمومي وياله د شفعي حق نه ثابتيږي .
په خصوصي وياله د شفعي حق ثابتيږي .

که د يوې خاصي ويالې څخه مثلاً دوې نوري ويالې بېلي سوي وي د پاى وياله والا د سر په وياله کي د شفعي حق لري خو د سر وياله والا د پاى په ويالو کي د شفعي حق نلري .
د جايداد په خصوصي لار يا اوبو کي چي څوک شريک وي هغه د مبيعي په حقونو کي شريک بلل کيږي او په دوهمه درجه کي د شفعي حق لري .

دريم مستحق

که خرڅ سوي جايداد نه املاکي شريک درلودى او نه يې د جايداد په حقونو کي شريک درلودى يا يې املاکي شريک او په حقونو کي شريکان درلودل خو هغو د شفعي غوښتنه نه کول بيا د شفعي حق د همسايه دى .

د همسايه څخه مراد هغه ګاونډى دى چي د هغه جايداد د مَبِيعِې يعني مَشْفُوع فِيهِ سره نښتى وي .

-------------------------------------

مأخذ: فقه المبتدي دريم ټوک - معاملات

مخکنۍ ليکني:

بيع الوفاء

د رهن تاوان

 

سرته