تازه سرليکونه
د (انبیاء علیهم السلام) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د پیغبرانو د نومونو وجه تسمیه
  تعلیم الاسلام
  September 18, 2017
  0

 

 
سرچينه: تعليم الاسلام ویب پاڼه
 
د پیغبرانو د نومونو وجه تسمیه
 
(۱): د آدم علیه السلام معنی ”غنم رنګه” ده دا نوم د انسانانو د پلار او د هغوی د بدن رنګ ښکاره کوي.
(۲): د نوح علیه السلام معنی ( آرام) ده د حضرت نوح علیه السلام پلار، نوح علیه السلام د خپل ځان له پاره د آرام وراحت سبب  وګڼی.
 
(۳): د اسحاق علیه السلام معنی ( ضاحک) ده یعنی خندیدونکي اسحاق علیه السلام خوشحاله او خندا رویه وو.
(۴): د یعقوب علیه السلام معنی ( وروسته راتلونکی) ده دی مبارک له خپل ورور عیسوی سره غبرګولي پیدا سوی وو.( اول عیسو او ورپسي یعقوب علیه السلام پیدا سو).
 
(۵): د موسی علیه السلام معنی له اوبو څخه را ایستل سوی ده، کله چي یې صندوق له اوبو څخه را ویستل سو نو دا نوم پرې کیښودل سو.
(۶): د یحیی علیه السلام معنی (زیات عمروالا) ده د سپین ږیري پلار او سپین سري مور له ښو ارمانونو ډک وو.
 
(۷): د عیسی علیه السلام  معنی ( سوررنګ والا ده د ګلاب په ډول د سورمخ په وجه دا نوم پرې کېښودل سوی وو.
 
-----------------------------------
 
مأخذ: رحمة اللعلمین ج ۳ ص ۱۴
 

سرته