تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
خپل ځان دي وژغوره !
 
  April 17, 2016
  0

 ژباړه او زياتونه: غلام عمر عبدالله


څنګه کولاى سې چي د الله په توفيق ځان له ګناه څخه وژغورې؟ 

همېش دا په ياد لره چي الله دي ويني او دا کلمات له ځان سره تکراروه چي
( الله له ما سره دى ، الله مي ويني ، الله په ما خبر دى
 
ټول هغه اسباب چي تا ګناه ته نږدې كوي له ځانه لېري کړه 
 
د بدو ملګرو او بدو مجلسونو څخه لېري اوسه 
 
ګناه ته په بد نظر ګوره او ګناه چټله وګڼه 
 
دا ياد ساته چي سبا به د الله عزوجل په حضور کي ولاړ يې ، نو که اوس ( د ګناه په حالت ) کي مړ سوې سبا به څه درسره کېږي؟! 
 
د ځان لپاره يوازيوالى ډېر مه غوره کوه مګر نه دا چي يوازيوالى دي د الله د اطاعت لپاره وي . 
 
کله چي يوازي يې يا له ملګرو سره يې د نېکو اعمالو پابندي ډېره کوه 
 
د لمانځه ، د قران د تلاوت ، ذكر ، دعا او دعوت همېشه توب کوه الله تعالى دي د هر خير کار توفيق راکړي

وما توفيق إلا بالله عليه توكلت وإليه انيب
 
 
 
 
 
------------------------------------
د نفس د اصلاح طریقه
 

سرته