تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
زه باید څوک و اوسم؟
 
  April 15, 2016
  0

 زه بايد څوک واوسم؟

لیکوونکی: حاجي نعمت الله شاکر / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
دا سوال د انسان د جوړيدلو لپاره مطرح کيږي، چي انسان بايد څوک و اوسي او څوک و نه اوسي، یعني څنګه ژوند وکړي؟
 
الله جل جلاله انسان داسي مخلوق پیدا کړی دی، چي د الله جل جلاله خليفه جوړ سي د هغه ذات احکام تر نورو انسانانو ورسوي او د الله متعال عبادت وکړي تر څو الله جل جلاله په اخرت کي هر څه که هغه جنتونه دي او که په جنت کي نعمتونه دي د انسان په واک کي ورکړي خپل ملاقات ور په نصيب کړي.
 
دغه هر څه هغه وخت حاصلېدلای سي، چي انسان د الله جل جلاله د ټولو احکامو پوره پیروي د هغه د وروستی را ليږل سوي رسول حضرت محمد د لارښوونو مطابق وکړي.
الله جل جلاله فرمايي: 
وَمَا خَلَقْتُ الْجِنَّ وَالْإِنْسَ إِلَّا لِيَعْبُدُونِ (الذاريات-56). ژباړه: ما پیريان او انسانان فقط د عبادت لپاره پیدا کړي دي.
 
رسول اکرم فرمايي: 
د الله جل جلاله داسي عبادت کوه! لکه ته چی هغه ويني، که ته هغه نه ویني، نو هغه؛ خو تاویني
الله جل جلاله فرمايي:
وَلاَ تَكُونُواْ كَالَّذِينَ تَفَرَّقُواْ وَاخْتَلَفُواْ مِن بَعْدِ مَا جَاءهُمُ الْبَيِّنَاتُ وَأُوْلَئِكَ لَهُمْ عَذَابٌ عَظِيمٌ (آل عمران-۱۰۵). 
ژباړه: د هغو کسانو په څېر مه کيږئ، چي د واضحو دلائلو تر راتګ وروسته يې هم تفرقه واچوله او اختلاف يې وکړ او د هغو لپاره حتمي ستر عذاب دی.
فرمايي:
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ لاَ تَكُونُواْ كَالَّذِينَ كَفَرُواْ وَقَالُواْ لإِخْوَانِهِمْ إِذَا ضَرَبُواْ فِي الأَرْضِ أَوْ كَانُواْ غُزًّى لَّوْ كَانُواْ عِندَنَا مَا مَاتُواْ وَمَا قُتِلُواْ لِيَجْعَلَ اللَّهُ ذَلِكَ حَسْرَةً فِي قُلُوبِهِمْ وَاللَّهُ يُحْيِي وَيُمِيتُ وَاللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِيرٌ (آل عمران-۱۵۶).
ژباړه: اې مؤمنانو! د هغو کافرانو په څېر مه کيږئ، چي خپلو هغو وروڼو ته وايي، چي هغوی په مځکه کي سفر کاوه يا به غزاوو ته تلل، که زموږ سره وای، نو نه به مړه کيدلای او نه به وژل کېدلای....
مؤمن بايد پدې عقېده وي، چي مرګ او ژوند د الله جل جلاله په قدرت کي دی او اجل معين دی تغيير نکوي.
 
فرمايي: 
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ أَطِيعُواْ اللَّهَ وَرَسُولَهُ وَلاَ تَوَلَّوْا عَنْهُ وَأَنتُمْ تَسْمَعُونَ (20) وَلاَ تَكُونُواْ كَالَّذِينَ قَالُوا سَمِعْنَا وَهُمْ لاَ يَسْمَعُونَ (الانفال-۲۱).
ژباړه: اې مؤمنانو! د الله او د هغه رسول اطاعت وکړئ د هغه څخه اعراض مه کوئ پداسي حال کي، چي(قران) اورئ هم! او مه له هغو کسانو څخه کیږئ، چي وايي وامو ورېدل: خو اورېدلي يې نه وي. یعني قران خو واوري اما عمل نه په کوي، نو مسلمان بايد په قرآن پوره پوره عمل وکړي.
فرمايي:
وَلا تَكُونُوا كَالَّذِينَ نَسُوا اللَّهَ فَأَنسَاهُمْ أَنفُسَهُمْ أُوْلَئِكَ هُمُ الْفَاسِقُونَ (الحشر-19).
ژباړه: او تاسو د هغو کسانو په څېر مه کيږئ، چي الله جل جلاله يې هير کړی دی، په حقيقت کی دوی خپل ځانونه هېر کړل(د الله  له رحمتونو او نعمتون څخه محروم سول) او دوی فاسقان دي. مسلمان باید د الله جل جلاله ذاکر او شاکر واوسي، که نه وي الله  به يې خوار او ذليل کړي.
 
رسول اکرم صلی الله علیه وسلم فرمايي: 
عَنْ أَنَسِ بْنِ مَالِكٍ أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- قَالَ « لاَ تَبَاغَضُوا وَلاَ تَحَاسَدُوا وَلاَ تَدَابَرُوا وَكُونُوا عِبَادَ اللَّهِ إِخْوَانًا وَلاَ يَحِلُّ لِمُسْلِمٍ أَنْ يَهْجُرَ أَخَاهُ فَوْقَ ثَلاَثٍ ». متفق عليه و لفظ المسلم.
په پورته حديث کي هره توصيه عملي کول د مسلمانۍ د کمال شرط دی.
عَنِ ابْنِ عُمَرَ قَالَ : أَخَذَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ بِثَوْبِي أَوْ بِبَعْضِ جَسَدِي وَقَالَ : يَا عَبْدَ اللهِ ، كُنْ كَأَنَّكَ غَرِيبٌ أَوْ عَابِرُ سَبِيلٍ ، وَعُدَّ نَفْسَكَ مِنْ أَهْلِ الْقُبُورِ. مسند احمد، مسند المکثرين من الصحابة، مسند عبدالله بن عمر.
ژباړه: عبدالله بن عمر فرمايي: رسول اکرم  زه تر کاليو يا د راوي د شک پر بنا د بدن تر يوي برخي(لاس، اوږه...) ونیولم او راته ويې ويل: اې عبدالله! د غریب يا مسافر په څير سه! او خپل ځان د قبرونو له خاوندانو څخه شمېره!
يعني د دنيا پر متاع او ژوند باور مه کوه او مه يې مقصودي شی ګڼه! داسي ژوند کوه لکه مسافر يا هغه څوک، چي په نابلده ځای کي د لږ وخت لپاره اوسيږي، نو د ډېر وخت تېرولو لپاره امادګي نه نيسي؛ ځکه اصلي د اوسېدلو ځای يې هغه نه وي، نو دا توصيې يوازي عبدالله بن عمر ته ندي متوجه بلکي هر انسان ته متوجه دي، چي بايد د دنيا په ژوند کي داسي غرق نسي، چي اخرت يې هير وي.
 
خلاصه داچي الله جل جلاله انسان د خپل عبادت لپاره پیدا کړی دی، نو انسان ته ښايي، چي د الله جل جلاله عبادت وکړي او لاندي صفتونه غوره کړي:
 
1) ـــــ. مسلمان بايد د قران او احاديثو په رڼا کي پاکه او کامله عقيده ولري.
2) ـــــ. مسلمان بايد داسي لمونځ کوونکی واوسي، چي نور خلک لمونځ او تقوا ور څخه زده کړي.
3) ـــــ. مسلمان بايد د زکات ورکوونکی او منونکی وي.
4) ـــــ. مسلمان بايد د روژې نيوونکی او منونکی وي. 
5) ـــــ. مسلمان بايد ډېر ښه اخلاق ولري.
6) ـــــ. مسلمان بايد د مسلمان سره محبت کوونکی وي.
7) ـــــ. مسلمان بايد د الله جل جلاله په مخلوقاتو کي فکر کوونکی وي.
8) ـــــ. مسلمان باید د دين د ټولو اوامرو پیرو وي.
9) ـــــ. مسلمان بايد له هر بد عمل، قول او فکر څخه ځان ساتونکی وي.
10) ـــــ. مسلمان بايد متقي وي.
11) ـــــ. مسلمان بايد پر وعده وفا کوونکی وي.
12) ـــــ. مسلمان بايد داسي لمونځ کوونکی واوسي، چي نور خلک لمونځ او تقوا ور څخه زده کړي.
13) ـــــ. مسلمان بايد د خپل مور او پلار سره ښه سلوک کوونکی واوسي.
14) ـــــ. مسلمان بايد رشتيا ويونکی وي.
15) ـــــ. مسلمان بايد د ښه او مفيد کار اساس اېښوونکی وي.
16) ـــــ. مسلمان بايد د انسانانو او خاصتاً مسلمانانو خير غوښتونکی وي.
17) ـــــ. مسلمان بايد د دين عالم وي که د عصر عالم هم سي دا بیل کمال دی.
18) ـــــ. مسلمان بايد عامل وي.
19) ـــــ. مسلمان بايد معلم وي.
20) ـــــ. مسلمان بايد د دين په حد اقل يوه شعبه کي خادم وي(جهاد، دعوت، تدريس...).
21) ـــــ. مسلمان بايد خاشع وي.
22) ـــــ. مسلمان بايد صابر وي.
23) ـــــ. مسلمان بايد شاکر وي.
24) ـــــ. مسلمان باید نفقه کوونکی وي.
25) ـــــ. مسلمان بايد صالح او مصلح وي.
26) ـــــ. مسلمان بايد محسن وي د خلکو سره احسانونه وکړي.
27) ـــــ. مسلمان بايد صله رحمي ولري.
28) ـــــ. مسلمان بايد عاقل او مدبر وي.
29) ـــــ.  مسلمان بايد په نيکو کارونو کي له نورو څخه مخکي کېدونکی (سابق بالخيرات) وي.
30) ـــــ. مسلمان بايد له غرور او کبر څخه په تمامه معنی خلاص وي.
31) ـــــ.                 مسلمان بايد د جاهلو کسانو سره ځان وانه چوي بلکي په ډېر حکمت هغوی له جهله وژغوري يا يې له شره ځان وژغوري.
32) ـــــ. مسلمان بايدد خپلي غصې زغمونکی او عفو کوونکی وي؛ خو عمدي او متکرر ظالم ته دي عفو نه کوي.
33) ـــــ. مسلمان بايد د صادقو او با احساسه ملګرو سره واوسي، چي له ناستي څخه يې الله جل جلاله ور په يا دسي او په ملګرتيا کي يې د اسلام او مسلمانانو د خدمت روحيات قوي کیږي.
34) ـــــ. مسلمان بايد د الله جل جلاله په حزب کی داخل وي بیا نو فلاح ورته حاصليږي.
35) ـــــ. مسلمان بايد په هر نيک کار کي له ريا او سمعې څخه ډډه کوونکی وي.
 

 

سرته