تازه سرليکونه
د احاد یا خبر واحد حدیث پېژندنه
  تعلیم الاسلام
  April 13, 2016
  0

 د احاد حدیث پېژندنه

د متواتر په مقابل کي احاد راځي احاد د خبر واحد جمع ده . 

 
خبر واحد په لغت کي د يوه نفر وخبر ته وايي او په اصطلاح کي هر هغه حديث ته خبر واحد وايي چي متواتر نه وي يعني مشهور، غريب ، عزيز او هر حديث ته خبر واحد وايي او دا دري واړه د احادو په نامه ياديږي .  
 
خبر متواتر د يقينياتو څخه دي او ټول مقبول او موجب عمل دي او احاد د ظنياتو څخه دي ځني ئې مقبول واجب العمل دي او ځيني ئې مردود متروک العمل دي ، ځکه د خبر واحد راوي که رښتنى امين او د ضبط خاوند وي نو د هغه د خبر په هکله ډير دا ګمان پيداکيږي چي خبر دي صحيح او رښتياوي او د همدې غالبه ګمان پر اساس هغه صحيح بلل کيږي او عمل په لازميږي .  
 
د صادق ، امين او ښه ياد لرونکي په روايت کي د سهوي او غلطۍ احتمال هم  سته خو دا احتمال ضعيف دى اعتبار نه ورکول کيږي ،  بلکي د دغه ډول راوي په روايت کي قوي احتمال او غالبه  ګمان دا دى چي روايت ئې صحيح وي ځکه چي صدق او امانت  ئې د درواغ ويلو څخه راګرځوي او ښه ياد (حافظه) ئې  د غلطۍ احتمال کموي نو ځکه ئې روايت منل کيږي . البته ظني بلل کيږي ځکه د صدق او صحت حکم ئې د غالبه ګمان پر اساس کيږي . 
 
د خبر واحد راوي که درواغجن، بې دينه او هيرجن وي نو دهغه د خبر په هکله غالبه ګمان دا پيداکيږي چي خبر دي درواغ يا هم غلط وي  نو د همدغه غالبه ګمان پر اساس د هغه خبر نه منل کيږي ؛ که څه هم کله د هيرجن خبر صحيح خيژي او درواغجن کله نا کله رښتيا وايي خو دا احتمال ضعيف دى نو ځکه اعتبار نه ورکول کيږي.
 
خلاصه دا چي په مصطلح الحديث کي د احادو د راويانو او مروياتو په هکله بحث او څېړنه کيږي ځيني ئې د غالبه ګمان پر بنسټ منل کيږي او ځيني نور بيا د همدې غالبه ګمان پر بناء مردود بلل کيږي . 
 
هغه روايات چي د راوي حالت ئې ناڅرګند وي يعني نه ئې د ناقل صدق ثابت وي او نه ئې د ناقل کذب ثابت وي په هغه کي توقف کيږي . که د هر اړخه قرينه ئې ومندل سي د هغه سره يو ځاى کيږي او  د قريني د پيداکېدو له مخه د مردود په شان عمل نه په کيږي نو ځکه  هغه هم د مردود په جمع کي شمېرل کيږي .  
 
مخته مو ولوستل چي احاد دظنياتو څخه دي خوکله د احادو  په مقبول احاديثو کي دا ډول حديث پيداکيږي  چي د ځينو قرائنو په اساس دي علم نظري افاده کړي (  علم نظري وهغه علم ته واي چي داستدلال له مخي دنظر خاوندانو ته حاصل کيږي ) له څنګه چي علم ضروري وهر اوريدونکي ته دمتوراتر حديث څخه بلا استدلال حاصلېږي خوځيني بيادانه مني او دعلم افاده کول يوازي دمتواتر حديث دځانګړتياوو څخه بولي او دمتواتر څخه پرته نور ټول احاديث يعني احاد تل دظنياتو څخه بولي .  البته دغه کسان د دې څخه انکار نه کوي چي د احادو مقبول احاديث په خپل منځ کي متفاوت دي او هغه مقبول خبر واحد چي قريني لري هغه راجح دى تر هغه خبر واحد چي قرينه ونه لري  . 
 
د رجحان قرائن :
د صحيح  البخاري او صحيح مسلم احاديث د هغو احادو د جملي څخه دي چي د راتلونکو قرائنو په اساس تر نورو احادو ترجيح اوغوره والى لري په خاص ډول بيا متفق عليه احاديث ( متفق عليه هغه حديث ته وايي چي په صحيح البخاري او صحيح مسلم دواړو کي رانقل  سوي وي ) .  
 
د صحيح البخاري او صحيح مسلم د احاديثو د رجحان او غوره والي څو وجهي او قريني دي :  
 
اول:  دا چي امام بخاري يعني ابو عبدالله محمد بن اسماعيل بن ابراهيم بن بردزبه  او امام مسلم بن حجاج بن مسلم قشيري نيشاپوري رحمهما الله دواړه د حديثو په فن کي د ډيرلوړ مقام او منزلت څښتنان دي . 
 
دوهم: دا چي دوى دواړه تر بل هر چا د صحيح  او ضعيف احاديثو په تميز او  پېژندني کي تر نورو وړاندي او مخته دي .  
 
دريم: دا چي د دوى دواړو کتابونه يعني صحيح البخاري او صحيح مسلم  د شرق او غرب ټولو علماء کرامو ته د صحت له مخي د قبوليت وړ او منل سوي دي . 
يوازي همدغه مقبوليت عامه د علم او باور  په افاده کولو کي تر کثرت طرق زيات قوت او اثر لري .  
 
استثناء
البته د دې حکم څخه هغه احاديث مستثنى او وتلي دي چي د ځينو حفاظو لکه دارقطني رحمه الله او داسي نورو....  له خوا تنقيد اواعتراض پرسوى دى؛ چي د هغو شمېر  دوو سوو لسو (٢١٠)  احاديثو ته رسيږي، چي دوو دېرش (٣٢) ئې متفق عليه او اته اويا (٧٨)  ئې خاص د بخاري او سل (١٠٠) ئې خاص د مسلم د احاديثو څخه دي.  
 
 دغه ډول د صحيحينو هغه احاديث هم  د مخکني حکم يعني د نورو څه د ارجحيت لرلو څخه مستثنى دي، چي د مدلول تر منځ ئې مخالفت واقع وي او يو حديث هم تر هغه بل  د ترحيح وجه ونه لري. ځکه بلا ترجيح د دوو ضد او متناقضو صدق محال کار دى .  
 
د يادوني وړ ده چي د صحيح البخاري  او صحيح مسلم ټول احاديث صحيح دي دغه دوه سوه لس حديثونه چي د ځينو ائمه کرامو لخوا ګوته ورته نيول سوې ده دا ددې جهته نه ده چي دا ضعيف احاديث دي بلکي د دې کبله ئې اعراض پر کړى دى چي د دغو احاديثو صحت يعني د راويانو د قبوليت صفات په هغوني لوړه کچه او درجه کي نه دي لکه څنګه چي ئې امام بخاري او امام مسلم  په دې دوو کتابو کي د رانقل کولو التزام پر ځان کړى دى .  
 
د احادو د هغو احاديثو د جملي څخه چي د ځينو قرائنو په اساس تر نورو ترجيح او غوره والى لري يو هغه مشهور حديث دى چي د څو بېلو  بېلو لارو څخه رانقل سوى وي او په هره لاره يعني سند کي ئې ضعيف راوي اوعلت نه وي .  
 
استاذ ابو منصور بغدادي او استاذ ابو بکر بن فورک رحمهما الله د هغو کسانو څخه دي چي وايي دا ډول مشهور حديث که څه هم خبر واحد بلل کيږي خو علم نظري افاده کوي . 
 
 د احادو د هغو احاديثو د جملي څخه چي د ځينو قرائنو په اساس تر نورو ترجيح او غوره والى لري يو هغه حديث دى چي د داسي ائمه کرامو څخه سلسله پر سلسله رانقل سوى وي چي هغوى د حفظ او اتقان غرونه بلل کيږي خو دا په هغه صورت کي چي غريب نه وي د مثال په ډول که احمد بن حنبل رحمه الله د يو بل کس په ملتيا د امام شافعي رحمه الله څخه حديث رانقل کړي  او امام  شافعي رحمه الله بيا همدا حديث د بل کس په ملتيا  د امام  مالک رحمه الله څخه رانقل کړي نو د دې ائمه کرامو روايت  د دوى د جلالت او اتقان څخه په استدلال کولو سامع ته علم او باور پيدا کوي ځکه د دوى عالي صفات يعني حفظ او اتقان د يو لوى شمېر راويانو پر ځاى دريږي يو څوک چي لږ څه تعلق د علم سره لري او د خلکو صفات ورته معلوم وي نو هغه به پر دې باندي شک ونه کړي چي امام مالک رحمه الله که ده ته يو خبر بيان کړي نو هغه به په پوره ډاډ او باور ځيني مني او که د امام مالک رحمه الله سره سره يو بل د امام مالک غوندي شخصيت لرونکى شخص هم دا خبر ورته بيان کړي نو د خبر د صدق او رښتيا علم او باور به ئې نور هم زياتيږي او هم به ئې د سهوي او غلطۍ بيره له منځه ځي . 
 
د خبر واحد د مخکنيو انواعو د صدق او حقيت علم او باور هغه چا ته حاصل کيږي چي هغه په احاديثو کي متبحر عالم وي او د راويانو حالات ورته معلوم وي او په عللو ئې  پوهيږي نو ځکه د همدې قرائنو په اساس حاصل سوى علم نظري بلل کيږي او اهل نظر ته به استدلال حاصلېږي . 
 
مخکني دري قسمه چي علم نظري افاده کوي دا ډول راخلاصه کيږي : 
 
اول ډول: د صحيح البخاري او صحيح مسلم احاديث دي .  
 
دوهم ډول: د متعددو سندنو رانقل سوى احاديث دي،  چي په ټولو لارو کي ئې ضعف او علت نه وي . 
 
دريم ډول: هغه احاديث دي چي سلسله پر سلسله د ائمه کرامو څخه رانقل سوي وي . 
 
 دا درې واړه قرائن کله په يوه حديث کي هم راغونډېدلاى سي. مثلا:
 
په صحيحينو کي د ائمه کرامو په سلسله په متعددو سندونو حديث رانقل سي چي په دې صورت کي يي د صدق باور قطعي ګرځي . والله اعلم
 
ماخذ: معرفة الحدیث في مصطلح الحدیث
مؤلف: شیخ الحدیث مولوي محمد عمر خطابي حفظه الله
--------------------------------------------------
مخکنی لیکني:
د علوم الحدیث پېژندنه - متواتر حدیث
د حدیثو اصول / د حدیثو پېژندنه
 

سرته