تازه سرليکونه
د (اسلام او ساينس) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
په اسلام کي د وقایوي طب ارزښت
  تعلیم الاسلام
  October 10, 2017
  0
لیکنه: مولوي عنایت الله علمي/تعلیم الاسلام ویب پاڼه 2016-04-03
 
تاسي ته معلومه ده چي طب پر دوه قسمه دی، یو وقایوي طب دی او بل معالجوي طب دی.
وقایوي طب هغه دی چي د ناروغۍ تر پېښېدلو د مخه د ناروغیو څخه ځان په ساتل کیږي.
 
او معالجوي طب هغه دی چي ناروغي پېښه سي او بیا یې علاج کیږي، او دا معلومه خبره ده چي وقایوي طب تر معالجوي طب ډیر ښه او بهتر دی، ځکه چي وقایوي طب تا د مرض او ناروغۍ د اخته کېدلو څخه ساتي، نو الله جل جلاله  د انسانانو خاصتاً د مسلمانانو د مصلحت د پاره په خپل کتاب قرآن مجید کي د وقایوي طب قانون ایښی دی او فرمايي: 
 
وَلَا تُلْقُوا بِأَيْدِيكُمْ إِلَى التَّهْلُكَةِ... [البقره: ۱۹۵]
یعني: خپل ځانونه په خپلو لاسو په هلاک کي مه اچوی.
 
همدارنګه الله جل جلاله  انتحار یا ځان وژنه حرام کړي دي او فرمايي:
 
وَلَا تَقْتُلُوا أَنْفُسَكُمْ إِنَّ اللَّهَ كَانَ بِكُمْ رَحِيمًا. [النساء: ۲۹]
 
یعني: تاسي خپل ځانونه مه وژنی (هغه کارونه مه کوی چي ستاسي د هلاک سبب وي) بېشکه چي الله جل جلاله  پر تاسي ډیر مهربانه دی.
 
دغه رنګه الله جل جلاله  د نجسو، خبیثو او په میکروب لړلو شیانو لکه وینه، د خنزیر غوښه، د مړه حیوان غوښه او نورو هغو شیانو چي د بدن د خرابېدلو او ناروغیو سبب ګرځي خوړل حرام کړي دي، همدارنګه یې  د شرابو د ټولو اقسامو چښل منعه کړي دي او موږ یې د میکروب او جراثیمو څخه په پاکوالي سره امر کړي یو، نو ځکه یې د بولو او بُراز څخه په استنجاءوهلو سره امر کړي یو.
 
همدارنګه الله جل جلاله  زنا او لواطت حرام کړی دی، د دغو کارو حراموالی یواځي د اجتماعي ضررو او فساد په سبب نه دی بلکه پر اجتماعي فساد سربېره زنا او لواطت د ډیرو جسمي، خَلقي او جنسي ناروغیو سبب ګرځي چي د دغو ناروغیو مخنیوی هم د زنا او لواطت د حراموالي دپاره لوی سبب بلل کېدلای سي، یعني که موږ د دغو کارو څخه ځانونه وساتو د ډیرو ناغیو څخه ساتل کیږو.
 
د هغو شیانو څخه چي دین مبین اسلام د وقایوي طب پر ډول او زموږ د ساتني په سبب منعه کړي دي یو هم د حائضې ښځي سره جماع کول دي، ځکه د دغه کار په سبب یواځي و نارینه ته نه بلکه و ښځي هم ډیري ناروغۍ او مرضونه پیښیږي او که چیري د دغه جماع څخه کوچنی په وجود راسي هغه کوچنی به د اعضاوو په خِلقت او د جسم په صحت کي ډیري کمبودتیاوي ولري.
 
دا چي دین مبین اسلام د مړو په ښخولو کي موږ په تعجیل او تلوار سره امر کړي یو ښايي دغه کار هم د وقایوي طب څخه خالي نه وي، ځکه چي د مړه سوي انسان جسد ډیر ژر متعفن یا بد بویه کیږي د ژوندو او د جوړو خلکو په منځ کي د ناروغیو او میکروبو د نشرېدلو سبب ګرځي، نو د دغو ناروغیو او میکروبو د نشرېدلو د مخنیوي په سبب باید مړی ډیر ژر و خاورو ته وسپارل سي او دا معلومه خبره ده چي الله جل جلاله  د مړو ښخول د انسان د خِلقت یا پیداکېدلو سره یو ځای پر بشر فرض کړي دي، ځکه دغه خبره د الله جل جلاله  د هغه قول څخه واضحه او روښانه ده کومه چي د آدم علیه السلام  د زامنو په قصه کي فرمايي:
 
فَطَوَّعَتْ لَهُ نَفْسُهُ قَتْلَ أَخِيهِ فَقَتَلَهُ فَأَصْبَحَ مِنَ الْخَاسِرِينَ (۳۰) فَبَعَثَ اللَّهُ غُرَابًا يَبْحَثُ فِي الْأَرْضِ لِيُرِيَهُ كَيْفَ يُوَارِي سَوْءَةَ أَخِيهِ قَالَ يَا وَيْلَتَا أَعَجَزْتُ أَنْ أَكُونَ مِثْلَ هَذَا الْغُرَابِ   فَأُوَارِيَ سَوْءَةَ أَخِي فَأَصْبَحَ مِنَ النَّادِمِينَ. [المائده: ۳۰-۳۱]
 
یعني: د آدم علیه السلام  زوی قابیل ته د ده نفس د ده د ورور وژل چي هابیل نومېدی ښه او خوښ وګرځول او بیا یې دغه خپل ورور هابیل و واژه، نو دغه قابیل په دنیا او آخرت کي د تاوانیانو څخه سو، اوس چي یې ورور و وژی نو قابیل په حیرت کي ؤ چي دغه د وژل سوي ورور په جسد څه وکړي؟ ځکه تر دغي واقعې د مخه نه په خپله څوک مړ سوی ؤ او نه چا قتل کړی ؤ، نو الله جل جلاله  یو کارګه راولېږی چي په مځکه کي یې په مشوکه او د پښو په نوکانو غار وکندی او بیا یې د یوه بل مړه کارګه جسد په هغه غار کي پټ کړی، دا کار د دې دپاره وسو چي قابیل ته د خپل ورور د جسد پټول ور وښيي، بیا نو قابیل و ویل: يْويلتْی آیا زه تر دې عاجزه وم چي د دغه کارګه په مثل سره دي سم او د دغه خپل ورور جسد په خاورو کي پټ کړم؟
 
 او د آدم علیه السلام  دغه وژل سوی زوی هابیل اول هغه څوک دی چي د دین مبین اسلام د لارښوونو سره موافق ښخ کړل سو.
 
همدارنګه د ناروغیو څخه د وقایې او ساتني د اسبابو څخه په خوړلو او چښلو کي اسراف نه کول دي، ځکه ډیر خوړل و انسان ته ضررونه او ناروغۍ پېښوي، او دغه خبره د الله جل جلاله  د هغه قول مصداق دی کوم چي فرمايي:
 
وَكُلُوا وَاشْرَبُوا وَلَا تُسْرِفُوا إِنَّهُ لَا يُحِبُّ الْمُسْرِفِينَ.[الأعراف: 31]
یعني: خورئ او چښئ خو اسراف مه كوئ، بېشکه چي الله جل جلاله  اسراف کوونکي نه خوښوي.
 
یعني: هر هغه شیان چي الله جل جلاله  د خوړلو او چښلو دپاره درکړي دي د هغو څخه تمتّع او فایده واخلی په دې شرط چي اسراف پکښي و نه کړی، د اسراف معنْی دا ده چي په یوه کار کي تر حد او اندازې تېری او تجاوز وسي خو دغه تیری او تجاوز پر څو قسمه دی: 
 
• دا چي حلال حرام و بلل سي. 
 
• یا تر حلالو ور تېر سي د حرامو څخه هم ګټه واخلي. 
 
• یا په خوړلو او چښلو کي د حرص او بې پروايي څخه کار واخستل سي، تر اندازې زیات وخوړل سي، یا یې په بې اشتهايي سره وخوري، یا یې بې وخته وخوري. 
 
• یا دومره لږ وخوړل سي چي د جسم د صحت او قوت دپاره کافي نه وي، یا د صحت دپاره تاواني شیان استعمال کړل سي او داسي نور.
 
دغه ټول مخالف کارونه د اسراف د لفظ معنْی کېدلای سي، اسراف و دغو ټولو کارو ته شامل دی، نو د دغي کاملي معنْی په لحاظ علماء کرام وايي: الله جل جلاله  ټول طب په دغه نیم آیات کي جمعه کړي او یو ځای کړي دي.
 
همدارنګه د وقایې او ساتني د اسبابو څخه د ګرمۍ او یخ څخه د ساتني د پاره مناسب لباس اغوستل او استعمالول دي، لکه څرنګه چي الله جل جلاله  فرمايي:
 
وَالْأَنْعَامَ خَلَقَهَا لَكُمْ فِيهَا دِفْءٌ وَمَنَافِعُ وَمِنْهَا تَأْكُلُونَ. [النحل: ۵] 
یعني: الله جل جلاله  ستاسي د پاره چارپایان پیدا کړي دي چي په هغو کي د ځان ساتلو او تودولو اسباب سته. 
 
 
مثلاً د ځینو حیواناتو د وړیو او ورېښتانو څخه فرشونه، کمبلي، جرابي، توسان، شړۍ، ټُکران، خېمې، کراستي، د شپنو کوسی او نور داسي شیان جوړیږي چي د یخ او ګرمۍ څخه انسانان په ساتل کیږي، نو د دغه الْهي لارښووني په سبب د اوښانو او پسو د وړیو څخه او د بزو د ورېښتانو څخه کالي، خېمې او کږدۍ د یخ او ګرمۍ څخه د ساتني د پاره جوړیږي.
 
همدارنګه الْهي دین د غذاء او خوړلو د پاره یو عام قانون ایښی دی چي باید پاک او نظیف خواړه وخوړل سي لکه څرنګه چي الله جل جلاله  فرمايي:
 
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا كُلُوا مِنْ طَيِّبَاتِ مَا رَزَقْنَاكُمْ....[البقره: ۱۷۲] 
یعني: اې مومنانو! د هغو شیانو څخه چي موږ تاسي ته درکړي دي پاک او حلال شیان خوری.
 
بیا هم رب عزوجل فرمايي:
 
يَا أَيُّهَا النَّاسُ كُلُوا مِمَّا فِي الْأَرْضِ حَلَالًا طَيِّبًا وَلَا تَتَّبِعُوا خُطُوَاتِ الشَّيْطَانِ إِنَّهُ لَكُمْ عَدُوٌّ مُبِينٌ. [البقره: ۱۶۸]
یعني: اې خلکو! تاسي د ځينو هغو شیانو څخه خوړل کوی چي په مځکه کي پاک او حلال دي او د شیطان متابعت او پیروي مه کوی بېشکه چي شیطان ستاسي دپاره ښکاره دښمن دی.
 
همدارنګه الله جل جلاله  په خپل مبارک کتاب قرآن مجید کي د سالمي او صالحي غذاء مثال د پاکو چارپایانو او د هغو مرغانو چي اشتهاء ورته کیږي او د ماهیانو په غوښو سره ذکر کړی دی او بیا یې د بشر د غذاء د پاره نور ډیر مثالونه په تازه او ګټورو سابه یا سبزیجاتو او حبوباتو سره ذکر کړي دي او بیا یې هغه شیان ذکر کړي دي چي په هغو سره یې پر موږ احسان کړی دی، لکه کوچي، زیتون، غوړي، شیدې، عسل او نور داسي مفید، پاک او ګټور شیان.
 
 
همدارنګه الله جل جلاله  د خپل کتاب قرآن مجید په ډیرو ځایو کي هغه رنګارنګ مېوې ذکر کړي دي چي د جسم او بدن د پاره ډيري مناسبي او ګټوري دي ذکر کړي دي چي په هغو سره یې پر موږ احسان کړی دی، لکه انار، انځر، کیلې، انګور، سېب او خرما، د دغو ټولو ګټورو شیانو په مقابل کي الله جل جلاله  خبیث او تاواني خواړه پر موږ حرام کړي دي او موږ یې د هغو د استعمالولو څخه منعه کړی یو.
 
الله جل جلاله  فرمايي: 
فَكُلُوا مِمَّا رَزَقَكُمُ اللَّهُ حَلَالًا طَيِّبًا وَاشْكُرُوا نِعْمَةَ اللَّهِ إِنْ كُنْتُمْ إِيَّاهُ تَعْبُدُونَ. [النحل: ۱۱۴] 
یعني: د هغو شیان څخه چي الله جل جلاله  تاسي ته درکړي دي حلال او پاک شیان خورئ او د الله جل جلاله  احسانونه و پیژنئ او شکر یې آداء کړئ، که چيري تاسي خاص د ده جل جلاله  عبادت کوی او امر یې منی.
 
ماخذ: طب او اسلام، د مولوي عنایت الله علمي صاحب لیکنه/تعلیم الاسلام ویب پاڼه

سرته