تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د توري شپې عمل
 
  August 13, 2016
  0

 
رالېږونکی : محب الله ذاکر/ تعليم الاسلام ويب پاڼه


په توره شپه کښي د حضرت انس رضی الله عنه عمل

نضر بن عبدالله رضی الله عنه فرمايي: د حضرت انس رضی الله عنه په ژوند کي  يوه ورځ د ورځي  توره تياره خوره سوه زه د حضرت انس  رضی الله عنه و حضور ته ورغلم او ورته  ومي ويل: چي د نبي صلی الله علیه وسلم په زمانه کي هم دا ډول شيان راتلل انس رضی الله عنه راته وويل: د نبي کریم صلی الله علیه وسلم  په زمانه کي چي به لږه هوا تېزه سوه موږ به د قيامت څخه بېرېدو او په چټکۍ سره به ومسجد ته تلو. 

يو بل صحابي ابو درداء رضی الله عنه فرمايي: د رسول الله صلی الله علیه وسلم دا عادت و چي کله به سيلۍ یا  باد را والوتي  نبي علیه السلام به و مسجد ته تشريف يو وړى. (جمع الفوائد).
 
فايده:  په اوس وخت کي لوى ــ لوى مصيبتونه او بلا وي راځي بيا هم هيڅوک مسجد ته نه دي تللي عام خلګ خو پرېږده بلکي خاصو خلګو هم دا کار نه دئ کړى خپله په زړه کي ددې سوال په جواب کي فکر وکړئ.
 
---------------------
 
مأخذ: فضائل اعمال
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته