تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
يو محصل پکښي وژل سوى دى.
 
  March 23, 2016
  0

 


ليکنه: غلام عمر عبدالله «قزاکستان»
 

يو محصل پکښي وژل سوى دى.

غالباً د شپې 2 يا 3 بجې به وې چي د څنګ اطاق سره مو په لوړ ږغ نعرې او غالمغال ٶ پوه نه سولو، چي څه خبره ده خو وروسته خبر سولو چي د يو چينايي او قزاق تر منځ د يوې ... پر سر شخړه رامنځ ته سوې وه تر دې چي چينايي زموږ اطاق ته رامنډه کړه ويل: (нож , нож) چاړه چاړه راکړئ، خير خو شخړه په هم هغه شپه حل و فصل سوه.
 
خبره تر دې را په زړه سوه، خبر سوم چي هندوستان کي د دوو افغان محصلينو ترمنځ جګړه سوې او يو محصل پکښي وژل سوى دى، يقيناً چي غمجنه او دردوونکې پېښه ده د متوفى لپاره د الله تعالى څخه د بخښي دعا کوم او کورنۍ ته يې د الله تعالی څخه د جميل صبر غوښتونکى يم. زه پدې نه يم خبر چي د جنګ انګېزه يې څه وه، او نه هم غواړم چي بحث پرې وکړم، صرف غواړم چي هغه څه ته اشاره وکړم، چي له امله يې دا ډول نه جبرانېدونکي پېښي رامنځ ته کېږي.

 کومي کورنۍ چي خپل بچيان بهرنيو هيوادونو ته د زده کړو لپاره لېږي ايا دوى د نوموړو هيوادونو د ټولنيز، سياسي، مذهبي او کلتوري حالاتو څخه پوره خبرتيا لري؟  ايا د هغه هيواد له شرايطو، قوانينو او اصولو سره بلدتيا لري؟ ايا د خپل بچي لخوا دا ډاډ او باور لري، چي نوموړى به د خپل ټاکلي هدف څخه ( چي زده کړه ده ) نه منحرف کېږي؟ اوله ټولو ننګونو څخه به ځان ژغوري! او خپل عقيدوي ، اخلاقي او کلتوري ارزښتونو ته به ژمن پاته کېږي ؟!

دا هغه پوښتني دي چي ډېري کورنۍ يې په هکله پام او فکر نه کوي ، صرف پدې احساس او جذبه خپل اولاد بهر ته ولېږي، چي ښه دى زوى به مي په خارج کي زده کړي وکړي ؛ چي له امله يې کله ناکله دا ډول مصېبتونه وزېږي، زه د افغاني محصلينو په هکله د داسي صحنو او قضيو شاهد يم چي ليکل يې راته مناسب نه ښکاري، په دې هيله چي هره کورنۍ په ژوند کښې د خپلو بچيانو د دنيوي او اخروي حقيقي نېکمرغۍ په هکله ډېر محتاط او فکرمن و اوسي.
 
------------------------------
 
سرچينه: تعليم الاسلام ويب پاڼه
 
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته