تازه سرليکونه
د (عقايد) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د الله جل جلاله پر موجودیت باندی یو قصه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  November 24, 2011
  0


د الله جل جلاله پر موجودیت باندی یو قصه

ژباړه: نويد احمد

   په یوه بهرني هیواد کي یو سړي د سر د ورېښتانو د سمولو د پاره د نایي (سلماني) دوکان ته ورغلی. د نایي سره دغه سړي ښه خبري اتري شروع کړې. دوی پر مختلفو موضوعاتو باندي وږغېدل، خو ناپامه د الله جل جلاله  په باره کي خبره رامنځ ته سول. نایی وویل " ګوره سړیه، زه د خدای وجود نه منم کله دا ته چی وایې." (نعوذ باالله) مشتري ځني وپوښتل " دا څه وایی، ولي؟؟". نایی  ورته وویل " ځکه کله چه ته دباندي ووځې او د خلکو حالات ووینې نو درته معلومه به سي. که خدای موجود وای نو خلک به ولي په ډول ډول مشکلاتو، تکلیفو او مصیبتو اخته وای. ولی به خلک د ژوند په چارو کي پرېشانه وای؟

مشتري نه غوښتل چه د نايي سره پر دغه موضوع بحث اوږد کړي نو ځکه چپ پاته سو. نایي دده د سر ورېښتان ور اصلاح کړل او سړی ولاړی. کله چه سړی د نايي د دوکان څخه راووتی که ګوري په کوڅه کې یو نفر راروان دی چه د سر ورېښتان یې ډیر اوږده ، خیرن او ببر ولاړ دي. داسی ښکارېده چه نومړي د سر ورېښتان د ډیرو ورځو راهیسي نه وه اصلاح کړي. هغه مشتري چه دغه سړی پر دې حالت ولیدی نو بیرته د نايي دوکان ته ورغلۍ او نايي ته یې ور ږغ کړل، " یوه خبره مي درته کوله، زه دا نه منم چه په نړۍ کي نایي  سته." 

 دوکاندار په حیرانتیا سره وپوښتل " څنګه په نړۍ کي نايي  نسته؟ دغه دی زه یم، زه نایي  یم." سړي ور ږغ کړل " یا! نایي باالکل نسته، که چیري نایي موجود وای نو خلک به ببر سر نه ګرځېدلای لکه هغه نفر چه په کوڅه کي را روان دی." دوکاندار په جواب کي ورته وویل" آه! نایي خو سته مشکل پدې ځای کي دی چي خلک نایي ته نه ورځي."  مشتري هم په جواب کی ورته وویل " باالکل صحیح خبره مو وکړه، حقیقت دادی چه الله تعالی موجود دی خو انسانان الله تعالی ته رجوع نه کوي، د الله تعالی ج د رالیږل سوي کتاب قران کریم د زده کړي، پوهي او عملي کولو تلاش نه کوي، نو ځکه په نړی کی انسانان په ډول ډول آفتو او خواریو ګرفتاره دي او د ژوند چاري پری تنګي دي. "
وَمَنْ أَعْرَضَ عَن ذِكْرِي فَإِنَّ لَهُ مَعِيشَةً ضَنكًا... (سورت طه ایات ۱۲۴)
ژباړه: او هر چا چي زما د پیغام یا پند (قران کریم) څخه مخ وګرځاوه نو پر رښتیا سره دده ژوند به پرې تنګ وي...
 

سرته