تازه سرليکونه
د (ستاسو ليکنې) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
کبیره ګناهونه (۲ برخه)
 
  November 24, 2011
  0

کبیره ګناهونه   

دوهمه برخه

رالېږونکی: عبدالله عارف

د عالمانو د یوې ډلي قول دا دی چي هر ګناه ګنايي کبیره ده ، هیڅ صغیره ګناه وجود نه لري ولي چي د الله جل جلاله او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د امر مخالفت دی او د الله جل جلاله او د رسول الله صلی الله علیه وسلم مخالفت چي څومره لږ وي هغه هم سخت دی او غټه ګناه ده، له دې امله دې ته کوچنی نه سي ویل کېدلای. بیا چي د صغیره او کبیره (کوچنی او لوی) کوم تقسیم دی هغه نسبتي دی، یعني ځني ګناوي د نورو په مقابل کي کوچنی دي.

خو د جمهورو علماؤ په اند ځني کبیره ګناهونه داسي دي چي کونکی يې فاسق او مردود الشهاده ګرځي او بعضي ګناهونه بیا داسي دي چي کونکی يې فاسق نه بلل کیږي او د هغه شهادت نه ردیږي.
د اور یوه سکروټه چي څومره ورانونکې وي، دغه ډول کوچنی سکروټه هم ورانونکې وي. که لړم وړوکی وي که غټ وي د انسان لپاره دواړه غم دی. امام رافعي (رح) فرمايې: کومي ګناه ته چي صغیر یا کوچنی ویل کیږی، دا تر هغه وخته صغیره ده چي تر څو دوام او همېشه والی پر ونه سي، څوک چي پر کوچنۍ ګناه همېشه توب وکړي هغه په کبیره بدلیږي).

لوی ګناهونه

٥١: همسایه ته تکلیف ورکول
۵۲: مسلمان ته تکلیف ورکول او بد ورته ویل
۵۳: له خپل بادار څخه د مریې تښتېدل
۵۴: د غیرالله په نامه حیوان حلالول
۵۵: په قصده غلط نسب ښودل
۵۶: جګړه کول
۵۷: له اړتیا پرته د زیاتو اوبو نه ورکول
۵۸: په کچه او تول کي کمي کول
۵۹: د الله جل جلاله له عذابه نه وېرېدل
۶۰: د بل د مال غصبول
۶۱: د لمانځه قضا کول
۶۲: د صحابوو رضي الله عنهم اجمعین سپکاوی کول
۶۳: له وس سره سم امرباالمعروف او نهي عن المنکر نه کول
۶۴: د دلالۍ په وسیله ښځه بدکاری ته اماده کول
۶۵: تر یادولو وروسته قران کریم هیرول
۶۶: د مېرمني له حقوقو د هغه خاوند منع کول
۶۷: په اور د ژوندي شی سوځول
۶۸: د مسلمان پر خلاف جاسوسي کول
۶۹: عکسونه جوړول
۷۰: علماء او حافظان بد ګڼل او هغوی بدنامول
۷۱: په وصیت کي بې انصافي کول
۷۲: دوکه بازي او چل کول
۷۳: شاهدي پټول (کله چي بل شاهد نه وي)
۷۴:  د الله جل جلاله د رحمت څخه نا امیده کېدل
۷۵: د مردار سوی حیوان غوښي خوړول
۷۶: د خنزیر د غوښي خوړول
۷۷: د مسلمان غیبت کول
۷۸: په مال کي اسراف کول
۷۹: پر ګناهونو باندي د یو چاسره کومک کول یا يې ګناه کولو ته چمتو کول
۸۰: د خلکو په وړاندي خپل ستر لوڅول
۸۱: غزلي اورېدل او رقص ورسره کول
۸۲: پرتوګ، لنګ او نوري جامې د تکبر لپاره تر بجلکو کښته کول
۸۳: د ګمراهي لور ته خلک بلل یا د ناوړه رسم جوړول
۸۴: د جنګ او جګړي عادت اچول
۸۵: د خلګو پټ عیبونه لټول
۸۶: پر مسلمانانو باندي د شیانو د ګرانولو څخه خوشحاله کېدل
۸۷: د دین په مقابل کي دنیا ته ترجیح ورکول
۸۸: د خپلو ښځو په حقوقو کي برابري نه کول
۸۹: د حیوان سره جماع کول
۹۰: د عالم پر خپل علم عمل نه کول
۹۱: د احسان کونکي ناشکري کول
۹۲: ډوډۍ او خوراک ته بد ویل (د پخولو خرابي پکښي داخل نه دي)
۹۳: مسلمان ته کافر ویل (تر څو د اسلام څخه وتلی نه وي)
۹۴: د حائضې ښځي سره جماع کول.
۹۵: ورقي کول (هره لوبه چي حرمت يې د علماؤ په اتفاق وي، کبیره ګناه ده
۹۶: پخپل لاس سره شهوت پوره کول.
۹۷: غلام خصي کول، اندام ترې پرې کول او سخت وهل
۹۸: یو مسلمان ته په توره یا چاقو د وهلو اشاره کول.
۹۹: و لغړزني هلک ته په شهوت سره کتل
۱۰۰: د یو چا و کور ته کتل، بې اجازې ور داخلېدل (یعني نامحرمو ښځو ته يې کتل)

ددې څخه پرته نور کبیره ګناهونه هم سته خو د مضمون د اوږدېدو بېره وه نو ځکه نور نسم لیکلای. الله جل جلاله دي په خپل بې سارې رحمت سره موږ ټول مؤمنان د هر قسم ګناهونو څخه وژغوري. آمین

د علامه حافظ شمس الدین محمد الذهبي (رح) د کتاب الکبایر او د مفسر القران مولانا مفتي محمد شفیع (رح) د کتاب (بې خونده ګناهونه) څخه په لنډیز سره.


 

سرته