تازه سرليکونه
د (مجتهدين او فقهاء) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د هدایه مصنف رحمه الله
 
  November 25, 2016
  0
لیکنه: د تعلیم الاسلام ویب پاڼي قلمي همکاران

نوم نسب او د  زیږیدو کال یي:

نوم يي علي، کنیت يي ابوالحسن علی بن ابی برهان الدین او د پلار نوم يي ابوبکر دی. 

د نسب شجره يي :
ابوالحسن علی بن ابي بکر بن عبدالجلیل بن الخلیل بن ابی حبیب شیخ الإسلام برهان الدين المَرغيناني العلامة المحقق.

د نسب سلسله يي حضرت ابوبکر صدیق رضی الله عنه ته رسیږي. نوموړی د رجب المرجب پر ۸ په کال ۵۱۱ هـ ق کي د دوشنبې په مازدیګر زیږیدلې دي او په ۵۴۴ هـ ق کال کي د حرمین شریفین زیارت ورته په نصیب سو.
 
وطن يي: د نوموړي وطن مرغنیان ښودل سوي دي چي د مراغه یوه قریه (کلی) دی لیکن د هدایه د مصنف وطندار بادشاه بابر ( تزک) کي د هدایه د مصنف کلي رشداني ښودلي دی چي د مرغنیان په اطرافو کي دی. 

د علومو زده کړه يي: 
د هدایه مصنف د خپلې زمانې د امت له هغو لویو لویو علماو څخه زده کړه حاصله کړیده چي په فن کي يې بشپړ مهارت درلود. څو خصوصي استادانو نومونه يي په لاندي ډول دي:

مفتي الثقلین نجم الدین ابو حفص عمربن محمد بن احمد بن اسماعیل بن لقمان النسفي متوفی (۵۳۷ )هجري . 
ابو اللیث احمد بن ابی حفص عمر النسفي متوفی(۵۴۷)هجري،
ابو الفتح محمد بن عبدالرحمن بن ابی بکر بن محمد بن ابی توبه الکشهیني المروزي، له دې نه د صحیح البخاري اکثري حصي لوستلي دي 
ضیاء‎الدین محمد بن الحسین بن ناصر بن عبدالعزیز البندنیجي، له دینه د فقه علم حاصل کړي دي او د صحیح مسلم اجازه يي تر لاسه کړې ده.
محمد بن الحسن بن مسعود بن الحسن له دې نه د امام طحاوي شرح اثار اجازه حاصل کړي ده.
شیخ الاسلام ضیاءالدین ابو محمد صاعد بن اسعد بن اسحق بن محمد بن امیرک المرغیناني. له دې نه په مرغینان کي ترمذي شریف لوستلي دی. 
شیخ عثمان بن ابراهیم بن علي بن نصر بن اسماعیل الخواقندي. له دې نه څه فقهي مسایل زده کړي دي.
ابوالبرکات صفي الدین عبدالله بن محمد بن الفضل ابن احمد بن احمد بن محمد الصاعدي الفراوي. له دې نه په نیشاپور کي د بالمشافه اجازه ورته سوي وه.
ابو محمد حسام الدین عمر بن عبدالعزیز مازه مشهور په صدر الشهید متوفی (۵۳۶) هجري
تاج الدین احمد بن عبدالعزیز بن عمر مازه مشهور بصدر السعید
قوام الدین احمد عبدالرشید بن الحسین البخاري متوفی (۵۹۹) هجري
ابو عمر و عثمان بن علی بن محمد بن بن اسماعیل بن علی بن احمد بن محمد بن اسحق سمر قندی الا سبیجابی  متوفی (۵۳۵) هجری
ابو عبدالله محمد بن عبدالرحمن البخاری متوفی (۵۴۶) هجری
منهاج الشریعه محمد بن محمد بن الحسین (قال صاحب الهدایه فی حقه لم تر عینی مثله ولا اعز منه ولا اوفر منه علما)
 
مکمل تصویر:
جواهر مضیه مصنف د نوموړي د علم او کمال تصویر په خپلو الفاظو کي داسي تصویر کړي دي.
(کان اماما فقیها ، حافظا، محدثا، مفسرا، جامعا للعلوم، ضابطا للفنون، متقنا محققا نظارا مدقفا، زاهدا، ورعا، بارعا، فاضلا ماهرا اصولیا، ادبیا، شاعرا لم تر العیون مثله فی العلم و الادب).

د نوموړي هم عصر علماء
امام فخرالدین قاضی خان، صاحب محیط و ذخیره محمود بن احمد بن عبدالعزیز.
شیخ زین الدین ابو نصر احمد بن محمد بن عمر عتابی
او صاحب فتاوی ظهیریه محمد بن احمد بخاری وغیره د نوموړي د فضل او تقدم اقرار کړی دی د قابلیت داد یي ورته پیش کړی دی.( قال عبد القادر القرشي اقرله اهل مصره بالفضل و التقدم).

اوچت مقام يي:
ابن کمال پاشا نوموړی په اصحاب ترجیح کي حساب کړی دی چي د هغه کار صرف دومره وي چي د صاحب مذهب نه مختلف روایتونه په دې اړه معلومات ورکوي چي له هغو نه کوم یو  افضل دی او کوم یو مفضول دی (کقولهم هذا اولی، هدا اصح روایة هذا اوفق بالناس).
 
 
لیکن زیاتره علماوو په دې باندي دا اعتراض کړی دی چي د نوموړي شان له قاضی خان نه کم نه دی لکه چي په خپله قاضی خان او زین الدین عتابی څخه منقول دي چي صاحب الهدایه په فقه کي په خپله هم عصر ورباندي فوقیت لاره بلکي د خپلو استادانو څخه یې هم سبقت کړي وو همدا راز نوموړي ته چي دلایلو نقد او د مسایلو په استخراج کي کومه ملکه ورته حاصله وه هغه د بیان محتاج نه ده.

پس د انصاف خبره داده چي نوموړي دي د مجتهدین فی المذهب په زمره کي شمار کړای سي چي پکي امام ابو یوسف او امام محمد رحمة الله علیهما هم دي.

درس او تدریس يي:
د هغه د درس ساحه ډیره وسیعه وه. شیخ الاسلام جلال الدین محمد ‎، نظام الدین عمر شیخ الاسلام، عماد الدین بن ابی بکر، شمس الایمه محمد بن عبد الستار بن محمد کردری جلال الدین محمود بن الحسین، شیخ الاسلام الاشتر، برهان الاسلام زرنوجي، قاضی القضاه  محمد بن علی بن عثمان سمر قندي رحمة الله علیهم په شان اوچتو اوچتو علماو له نوموړي نه سبقونه ویلي دي.

صاحب جواهر مضیه د قاضی عمر بن محمود بن محمد په حالاتو کي د صاحب هدایه په حواله لیکلي دي چي دا زما خواته له رشدان نه د فقه تحصیل لپاره راغلی او تر یوې مودې پوري له ما نه درسونه وویل کله چي د واپس تلو اراده يې وکړه نو ماته يي دا اشعار پریښودل.....

د حاشیه عنایه ص (۱۹۴) دریم جلد کي دي چي له ټولو نه مخکي د هدایه کتاب علامه شمس الدین کردري په خپله د هدایه له مصنف نه ولوست.
د نورو مشهورو علماوو ژوند لیکونه
 
نور ان شاءالله بیا....
 
سرچینه: تعلیم الاسلام راډیو ویب پاڼه
 د هدايي خپرونه

سرته