تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
تقوی
 
  January 6, 2016
  0
تقوی

ژباړه: 
سیدعبدالرحیم "حسیني"

دحضرت مولانا محمد قاسم نانوتوي رحمه الله تقوا  

مولانا محمد قاسم نانوتوي رحمه الله د دارالعلوم دیوبند مؤسس او د خپلي زمانې د لویو ولیانو څخه و. د زياتي تقوا څښتن و. دده په اړه راځي، چي د مدرسې لپاره، چي به کوم مال راتلی د هر مال مُد به يې بېل بېل اېښووی او په ډېره ښه توګه به يې هر مال په خپل مصرف رساوه. یو وخت، چي به يې د همدې پیسو څخه دخپل شخصي کارلپاره مصرف وکړی نو سمدستي به يې یوه يوه انه( دهغه وخت د پیسو نوم وو) په مدرسه کښي جمع او یو ځای کوله ، او دا به يې ویله: دا بیت المال دی ، موږ څوک یو،چي په خپل ځاني مصرف يې خرڅوو؟! 

 
 حضرت مولانا ګیلاني رحمه الله لیکي:

د حضرت مولانا محمد قاسم نانوتوي رحمه الله په مزاج کښي ګرمي ډېره وه، نو په دوبي کښي به یې يخ ځای ډېر خوښاوه. د دې مدرسې مهتمم حضرت مولانا رفیع الدین رحمه الله یوه یخه کوټه جوړه کړه ، حضرت اقدس رحمه الله ته يې وویل چي دغه سړه  کوټه ستاسي په خدمت کښي ده، غرمه ارام هم په دغه کوټه کښي کوئ، حضرت ورته وويل: موږ څوک یو؟ دا حق یواځي دطالبانو دی ، اوهيڅ وخت يې په هغه کوټه کې ارام نه کاوه، او هغه سخته ګرمي به یې ګالل).

حضرت اقدس رحمه الله دخپلي زمانې لوی محدث او محقق، د نبي کریم صلی الله عليه وسلم رښتينی محبت کوونکی، د تواضع او خاکسارۍ مجسّم صورت وو، خلګو به چي په مولوي صاحب ورته اواز کاوه ، ده به ځواب نه ورکاوه ، او چاچي به په اصلي نامه اواز ور وکړ ، په ډېر خوشحالي او خندا به یې ځواب ورکاوه. د ادب او احترام يې دا حال وو، چي کله به حج ته  ولاړی،  د مکې معظمې او مدینې منورې په کوڅو کښي به لوڅي پښې ګرځېدی خپل بوټونه یا چپلکي به يې په  لاس کي نېولي وو  او دا به يې ویل چي  په کومو کوڅو او مځکه کي نبي کریم صلی الله عليه وسلم پښې مبارکي ایښي وي، پر هغه مځکه زه څنګه  د بوټونو سره وګرځم؟!
 
الله جل جلاله دي موږته د دغو سلفو صالحینو پر  نقش قدم باندي د تګ کولو توفیق راکړي. آمین یا رب العالمین ! والسلام.

---------------------------------

مأخذ: تعليم الاسلام مجله ۱۴ ګڼه
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته