تازه سرليکونه
د (علوم القران) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د قرانکريم د ایاتونو شمېر
  تعلیم الاسلام
  November 24, 2011
  0

د قرانکريم د ایاتونو شمېر

قرانکريم  يوسلو څورلس ١١٤ سورتونه لري چي لومړى سورت يې سورة فاتحه او  ورستنى سورة يې سورة الناس دى.

په الاتقان في علوم قران کي علامه سيوطي رحمة الله علیه په النوع التاسع العشر کي د الداني رحمة الله علیه څخه وينا رانقل کړېده چي وايي : ټول علماء په دې متفق دي، چي د قرانکريم شپږ زره اياتونه دي البته ترشپږ زرو، چي کوم عدد زياتېږي په هغو کي دعلماوو اختلاف دى ځيني علماء يې تر شپږ زره هيڅ نه زياتوي  اوټول قران  شپږ زره (٦٠٠٠) اياته ګڼي.

اوځيني نورعلماء بياوايي (٦٢٠٤) ايتونه دي ځيني بياوايي ( ٦٢١٤) دي او ځيني نور بياوايي: چي قرانکريم ٦٢٣٦ اياتونه لري مګر ديلمي رحمة الله علیه په مسند الفردوس کي د( ٦٢١٦) قول رانقل کړى دئ. د ابن عباس رضی الله عنه څخه يوه وينا رانقل سوې ده،  هغه وايي ټول قران کريم ٦٦١٦ اياتونه لري.

 يوه خبره بايد په پام کي ولرو هغه دا، چي ځيني کسان، چي ټول قران کريم شپږ زره دوه سوه (٦٢٠٠) ايتونه ګڼي اوځيني بيا شپږ زره دوه سوه څخه نور هم ورزيات وي، د دي معنا دا نه ده، چي په قران کي څوک څه شى زياتوي او څوک يې کموي بلکي قران د ټول مسلمان امت په اند همدا قران دئ، چي پېل يې په سورة فاتحه سوى او په الناس سورة پاى ته رسېدلى دى. د قرانکريم د اياتونو په شمېر کي د اختلاف وجه دا ده چي د قرانکريم سورتونه په درې ډوله دي:

اول:- هغه سورتونه چي نه يي د اياتونو په شمېر کي اختلاف شته او نه يې د اياتونو په وېش او ځاى کي دا ډول سورتونه څلور وېشت دي چي په جمله کي يي سورة يوسف هم راځي د ټولو په اند سورة يوسف يوسل او يولس اياتونه لري او د اياتونو په ځاى کي يي هم اختلاف نسته.

دوهم:- هغه سورتونه دي چي په شمېر کي يې اختلاف نسته مګر د ايتونو د وېش په ځاى کي يې اختلاف دئ دا ډول سورتونه څلور دي په دې جمله کي سورة القصص هم دي چي ٨٨ اياته دى. اهل الکوفة، طسم ايت ګڼي او نورکسان دا ايت بيا د وروستي ايت برخه ګڼي او پرځاى يې امة من الناس يسقون پوره ايت ګڼي.
دريم:- هغه سورتونه چي هم يې په شمېرکي اختلاف سته او هم يې په ځاى کي اختلاف دى دا ډول سورتونه اويا (٧٠)  دي چي په دې جمله کي سورة فاتحه هم راځي. سورت فاتحه د ډېرى علماوو په اند اوه (٧) ايتونه لري کوفي او مکي قراء بسم الله د سورت فاتحي لومړى ايت ګڼي.

صِرَاطَ الَّذِينَ أَنْعَمْتَ عَلَيْهِمْ غَيْرِ الْمَغْضُوبِ عَلَيْهِمْ وَلَا الضَّالِّينَ. يوايت ګڼي خونورکسان بيا بسم الله د سورة فاتحي ايت نه ګڼي بلکي الحمدالله رب العالمين يې لومړى ايت ګڼي او غَيْرِ الْمَغْضُوبِ عَلَيْهِمْ وَلَا الضَّالِّينَ اوم (٧) ايت ګڼي.
حسن بصري رحمة الله علیه د بسم الله اوغيرالمغضوب... جلا جلا ايتونه ګڼي يعني سورة فاتحه اته اياتونه ګڼي ځيني بيا دا دواړه په ايتونوکي نه شمېري او وايي چي سورة فاتحه شپږ ايته ده د همدې تفصل څخه به درته څرګنده سوې وي چي د ټولو په آند قرانکريم شپږ زره ايتونه دى البته ترشپږو زرو څخه چي کوم عدد زياتېږي په هغه کي اختلاف دى لکه څه ډول چي مخکي بيان سو د قرانکريم هغه چاپ چي زمونږ او ستاسو په لاس کي دى او د اياتونو شمېر پکي ليکلى دى د هغه شمېر له مخي ټول قران ٦٢٢٧ اياتونه کېږي.

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته