تازه سرليکونه
د (روغتيا پالنه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
اضافه وېښتان او درملنه یې
 
  December 31, 2015
  0
لیکنه: ډاکټر عبدالولي اعتماد ( د پوستکي او ښکلا معالج) البلال روغتون

اضافه وېښتان په ښځو کي د ښایست لپاره یو لویه ستونزه ده. چي زیاتره اضافه وېښتان یې پر زنه، غاړه، سینه، د شونډانو پر شاوخوا، ملا او کله بیا پر لاسونو او پښو باندي لیدل کیږي!

په ځینو حالاتو کي دا ستونزه په ارثي شکل سره وي چي د کورنۍ نور غړي هم اضافه وېښتان لري. د ځینو دواو استعمال په ځانګړې توګه د ستیرویدونو لکه بیتامتازون، تریامیسنولون... هم د اضافه وېښتانو منځ ته را تلو لامل ګرځي.

په ښځینه برخه کي د اضافي وېښتانو یو لوی لامل د نارینه ای هورمونو زیاتیدل دي، چي زیاتره یې د تخمدان د سیسټ په وخت کي لیدل کیږي. په داسي حالت کي د وېښتانو د زیاتیدو سره کیداسي د سر وېښتان کمزوره سي، د بدن وزن زیات سي.

زیاتره وخت په ښځو کي میاشتنی عادت غیري منظم وي او پر مخ یې داني هم راخیژي.

د اضافه وېښتانو د لمنځه تلو لپاره کولای سو چي هغه په لاس سره وکاږو، د کریم په واسطه یې کمزوره کړو یایې د لیزر په واسطه د ټول عمر لپاره ورک کړو.

د اضافي وېښتانو د منځه تلو په خاطر تاسي باید د پوستکي متخصص ته مراجعه وکړی، تر څو لامل یې درته په نښه او درملنه یې وکړي. 

ددې تر څنګ په چاغو کسانو کي د وزن کمښت د اضافي وېښتانو په کموالي کي مرسته کولای سي.
 
نوري روغتیا لیکني
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته