تازه سرليکونه
د (معاملات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
شَرِکَةُ الَاعمَالِ:
 
  December 10, 2015
  0

شَرِکَةُ الَاعمَالِ

شرکة الاعمال هم د مفاوضې او هم د عنان په ډول کېدلاى سي ، شرکة الاعمال ته شرکة الابدان هم وايي .

مثال : زيد او بکر خياطان دي ، دوى د مفاوضې په نامه داسي شراکت وکړ چي په دوى دوو کي چي هر يو د خياطۍ کار ونيسي هغه به دواړه په برابر ډول کوي او هم به يې ګټه او تاوان په برابر ډول سره وړي او پدې کار کي به يو د بل کفيل هم وي دغه ته مفاوضه وايي .

شرکة الاعمال که دعنان په ډول وو هر شريک چي د خلکو څخه کار ونيسي هغه پر نورو  شريکانو هم لازميږي .

مثال : که زيد او بکر په خياطي کي پدې ډول شريکان سي چي د خلکو څخه به د خياطۍ کارونه نيسي بيا به يې په ګډه ورکوي خو مزدورې يې دوې حصې د زيد  او يوه حصه د بکر ده .

 دلته که زيد د خالد څخه ټوکر د کالو د پاره  واخلي خالد يې د  رغولو مطالبه د بکر څخه هم کولاى سي او بکر نسي ورته ويلاى چي کالي ما نه دي در څخه اخيستي، دغه ډول بکر بيا د خالد څخه د کالو د مزدورۍ مطالبه کولاى سي خالد بيا هغه ته نسي ويلاى چي ما کالي تا ته د  رغولو د پاره نه دي درکړي ، ځکه شرکة الاعمال که څه هم دعنان په ډول وي بيا هم هر شريک چي کار قبول کړي مُسْتَأْجِر يې د هغه بل شريک څخه هم د اجراء کولو مطالبه کولاى سي لکه څه ډول چي د مفاوضې په شراکت کي يې کولاى سي .  

 

 



-----------------------------------------
مأخذ: فقه المبتدي، دريم ټوک - معاملات

مخکنۍ لیکنه:  شَرِکَةُ الوُجُوهِ

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته