تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د توکل ځايونه
 
  December 9, 2015
  0

دريم مبحث : دتوکل ځايونه:


دا چې توکل په کومو ځايونو کي کيږي او په څه ډول دا او دې ته ورته موضوعات به په دې مبحث کي وڅيړل شي .

لومړى مطلب : توکل دعبادت په مقام کي:
مسلمان بنده بايد د بنده ګي او عبادت محور په الله جل جلاله  باندي توکل او دهمغه ذات څخه د خپل عبادت  د قبلېدلو دعا وګرځوي ، الله جل جلاله فرمايي:


وَلِلَّهِ غَيْبُ السَّمَوَاتِ وَالْأَرْضِ وَإِلَيْهِ يُرْجَعُ الْأَمْرُ كُلُّهُ فَاعْبُدْهُ وَتَوَكَّلْ عَلَيْهِ وَمَا رَبُّكَ بِغَافِلٍ عَمَّا تَعْمَلُونَ. (123) سورة هود  .
ژباړه: خاص الله جل جلاله  لره دى علم په پټو د آسمانونو او ځمکو ،او خاص همده لره د بنده ګانو ټول کارونه ورګرځي يوازي د همده عبادت کوه او په همده باندي توکل کوه ، او ستاسي رب له هغو کارونو څخه چي تاسي يې کوى ، بې خبره نه دى .

په دې آيت شريف کې الله جل جلاله خپل پيغمبرصلی الله علیه وسلم ته په عبادت امر کړى دى او دا امر يې يوازي خپل پيغمبر ته نه ،بلکه ټولو مؤمنانو ته متوجه دى ، الله جل جلاله خپل پيغمبر ته په خطاب کي فرمايي :
وَاتَّبِعْ مَا يُوحَى إِلَيْكَ مِنْ رَبِّكَ إِنَّ اللَّهَ كَانَ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرًا (2) وَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ وَكَفَى بِاللَّهِ وَكِيلًا (3). سورة الأحزاب
 ژباړه: اې محمده ! د هغه حکم چي تاته د خپل رب له لوري درلېږل شوى متابعت کوه ، الله جل جلاله ستا په کارونو چي کوې يې ښه خبردار دى او ته په الله جل جلاله باندي توکل کوه او ستا لپاره الله جل جلاله کافي او کار جوړوونکى دى .

په پورته مبارک آيت شريف کي الله جل جلاله خپل پيغمبرصلی الله علیه وسلم  ته په هغه څه دعمل کولو امر کړى دى کوم چي د همده له خوا ورته رالېږل  شوی وو او په دې چي د همده عبادت وکړي او په همده توکل وکړي ، دغه راز تر څو چي په دې آيت شريف باندي د تخصيص کوم واضح دليل راغلى نه وي چي دا نشته ، په همدې اساس دا خطاب او امر ټول مسلمان امت ته امر او خطاب دى چي بايد د قيامت تر ورځي عمل پرې وشي .

دويم مطلب : توکل د دعوت په مقام کي:
الله جل جلاله خپلومؤمنو بنده ګانو ته د دعوت په لاره کي په توکل سره امر کړى دى او فرمايي :
فَإِنْ تَوَلَّوْا فَقُلْ حَسْبِيَ اللَّهُ لَا إِلَهَ إِلَّا هُوَ عَلَيْهِ تَوَكَّلْتُ وَهُوَ رَبُّ الْعَرْشِ الْعَظِيمِ (129). سورة التوبة
ژباړه: که چيري دوى په تا باندې له ايمان راوړلو څخه وګرځېدل نو ته ووايه چي ما ته الله جل جلاله کافي دى او له هغه پرته بل د عبادت وړ نشته ما يوازي په همده باندي توکل کړى دى او همدى د لوى عرش مالک او څښتن دى .

دا چي زمونږ رب د مطلق واک ،عظمت او ملک څښتن دى بايد په دعوت کي تر ټولو زيات په خپل رب توکل وشي ،حضرت نوح عليه السلام هم د دعوت په مقام کي په الله جل جلاله باندي توکل وکړ چي الله جل جلاله يي حال داسي بيانوي :  

     
وَاتْلُ عَلَيْهِمْ نَبَأَ نُوحٍ إِذْ قَالَ لِقَوْمِهِ يَا قَوْمِ إِنْ كَانَ كَبُرَ عَلَيْكُمْ مَقَامِي وَتَذْكِيرِي بِآيَاتِ اللَّهِ فَعَلَى اللَّهِ تَوَكَّلْتُ فَأَجْمِعُوا أَمْرَكُمْ وَشُرَكَاءَكُمْ ثُمَّ لَا يَكُنْ أَمْرُكُمْ عَلَيْكُمْ غُمَّةً ثُمَّ اقْضُوا إِلَيَّ وَلَا تُنْظِرُونِ (71). سورة يونس

ژباړه: اې محمده! ولوله دوى ته دنوح عليه السلام حال ، کله چي نوح عليه السلام خپل قوم ته وويل :
اې زما قومه ! که چيري ستاسو په منځ کي زما اوسېدل سخت وي يا د الله جل جلاله په آيتونو باندي پندونه په تاسي سخت پرېوزي ، نو ما خاص په الله جل جلاله باندي توکل کړى دى تاسي خپل کارونه او شريکان راټول کړى بيا دي ستاسي کار په ستاسي باندي پټ نه وي ،بيا ماته هيڅ مهلت مه راکوى ،او هر ډول ضرر چي غواړى راورسوى .

نوح عليه السلام د ډېري مودې دعوت سره سره د خپل قوم له خوا تکذيب شو وروسته نوح عليه السلام په الله جل جلاله باندي توکل وکړ و خپل دعوت او ژوند يې الله جل جلاله ته په توکل سره حواله کړ او له دې دا فهميږي چي که دعوتګر د دعوت په لاره کي د رد يا قبول سره مخ کيږي بايد خپل زغم او حوصله له لاسه ورنکړي ، په خپل الله جل جلاله باندي توکل وکړي چي دا يې ضرر او آزار دفع کوي او صبر او برده باري يې زياتوي .

دريم مطلب : توکل دحکم او قضا په مقام کي:

په توکل او حکم کولو کي  الله جل جلاله په الله جل جلاله باندي د توکل امر او سپارښتنه کړې او فرمايي :
وَمَا اخْتَلَفْتُمْ فِيهِ مِنْ شَيْءٍ فَحُكْمُهُ إِلَى اللَّهِ ذَلِكُمُ اللَّهُ رَبِّي عَلَيْهِ تَوَكَّلْتُ وَإِلَيْهِ أُنِيبُ (10) سورة الشوري.
 ژباړه : او په هغه خبره کي چي تاسي جګړه او اختلاف کوى ، په هغه کي حکم او فيصله الله جل جلاله لره ده ،همدغه الله جل جلاله زما رب دى او يوازي په همغه توکل کوم او يوازي همغه ته رجوع کوم .

له پورته آيت شريف څخه لومړى دا راڅرګنديږي چي د اختلاف په وخت کي بايد بنده ګان د الله جل جلاله د کتاب يا دهغه د پيغمبر صلی الله عليه وسلم احاديثو ته رجوع وکړي او خپل مسائل حل کړي نه دا چي د الله جل جلاله د کتاب يا يې د حضرت پيغمبر صلی الله عليه وسلم د احاديثو څخه بغير په بل څه باندي خپل مسائل حل کړي.

دويمه مسئله: دا چي قاضي او حاکم تل په احکامو اوفيصلو کي په حقه نه وي بلکه قاضي ، حاکم او بل هر بنده له سهوي او خطا سره مخ دى دخپل حکم د حقانيت لپاره د خپل علم سره سره بايد په الله جل جلاله باندي توکل وکړي او د فيصلې د صواب او حقيقت لپاره الله جل جلاله ته التجا او دعا وکړي.

څلورم مطلب : توکل د جهاد په مقام کي:
توکل په هر مقام او ځاى کي اړين دى خو په جهاد او قتال کي تر ټولو زيات اړين ځکه دى چي د مسلمانانو کم شمېر او لږ وسايلو ،او دکفارو د زيات شمېر  او پر مخ تلليو وسايلو لپاره ضروري ده چي په الله جل جلاله باندي توکل  او تکيه وشي او د اسبابو سره سره بايد ټوله پناه او تکيه الله جل جلاله ته وي.

الله جل جلاله په دي اړه فرمايي:
وَإِذْ غَدَوْتَ مِنْ أَهْلِكَ تُبَوِّئُ الْمُؤْمِنِينَ مَقَاعِدَ لِلْقِتَالِ وَاللَّهُ سَمِيعٌ عَلِيمٌ (121) إِذْ هَمَّتْ طَائِفَتَانِ مِنْكُمْ أَنْ تَفْشَلَا وَاللَّهُ وَلِيُّهُمَا وَعَلَى اللَّهِ فَلْيَتَوَكَّلِ الْمُؤْمِنُونَ (122) سورة آل عمران.


 ژباړه : او ياد کړه اې محمده ! کله چي ته د ورځې په لومړيو کې راووتي او دخپلو مؤمنانو لپاره دي د جګړې ځايونه برابرول ، الله جل جلاله ډېر ښه اورېدونکى او ښه عالم دى ، کله چي ستاسي دوو طائفو د دې نيت وکړ چي بې زړه او سست شي دوى ،حال دا چي الله جل جلاله د دوى مرستندوى او مددګار دى او خاص په الله جل جلاله دي مؤمنان توکل وکړي.

حضرت محمد صلی الله عليه وسلم ته الله جل جلاله د جهاد په سنګر کي د توکل امر وکړ ،سره له دې چي د مقابلې لپاره يې هم لښکر راايستلى و او هم د لښکر لپاره دتوان سره سم ټول لوازم او تجهيزات ،يا په بل عبارت هغه صلی الله عليه وسلم لومړى تجهيزات او لښکر تيار کړ بيا يې په الله جل جلاله باندي تو کل وکړ او دا ځکه چي الله جل جلاله تر ټولو غالب او تر ټولو ښه مرستندوى دى ،لکه چي فرمايي :
إِنْ يَنْصُرْكُمُ اللَّهُ فَلَا غَالِبَ لَكُمْ وَإِنْ يَخْذُلْكُمْ فَمَنْ ذَا الَّذِي يَنْصُرُكُمْ مِنْ بَعْدِهِ وَعَلَى اللَّهِ فَلْيَتَوَكَّلِ الْمُؤْمِنُونَ (160) سورة آل عمران


 ژباړه: که الله جل جلاله له تاسي سره مرسته وکړي بيا نو پر تاسي بل غالب څوک نشته ،او که الله جل جلاله له تاسي سره مرسته ونکړي بيا نو څوک دي چي له هغې وروسته به له تاسي سره مرسته وکړي؟ پس مؤمنان بايد په الله جل جلاله باندي توکل وکړي .

د الله جل جلاله مرسته له خپلو مؤمنو بنده ګانو سره په هر حالت کي وي که دا د مسلمانانو د ضعف حالت وي او يا يې د قوت ،د ضعف په حالت کي يې مثال الله جل جلاله داسې بيانوي:
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اذْكُرُوا نِعْمَةَ اللَّهِ عَلَيْكُمْ إِذْ هَمَّ قَوْمٌ أَنْ يَبْسُطُوا إِلَيْكُمْ أَيْدِيَهُمْ فَكَفَّ أَيْدِيَهُمْ عَنْكُمْ وَاتَّقُوا اللَّهَ وَعَلَى اللَّهِ فَلْيَتَوَكَّلِ الْمُؤْمِنُونَ (11) سورة المائدة.


 ژباړه : اې هغو کسانو چي ايمان مو راوړى دى ياد کړى د الله جل جلاله نعمت او احسان کله چي يو قوم غوښتل تاسو ته لاسونه خپل دروغځوي الله جل جلاله د هغوى لاسونه له تاسي څخه منع کړل او و وېريږى له الله جل جلاله څخه، او مؤمنان دي خاص په الله جل جلاله باندي توکل وکړى .

دغه راز د مؤمنانو د قدرت په حالت کي د دوى سره د الله جل جلاله د مرستې مثال ، الله جل جلاله يې داسي بيانوي:
وَيَوْمَ حُنَيْنٍ إِذْ أَعْجَبَتْكُمْ كَثْرَتُكُمْ فَلَمْ تُغْنِ عَنْكُمْ شَيْئًا... (25) سورة التوبة.
 ژباړه: او د حنين په ورځ کله چي تاسې خپل ډېروالي په تعجب کي واچولى نو له تاسي څخه، دې ډيروالي هيڅ شى دفع نکړل .

دغه راز د موسى عليه السلام په کيسه کي الله جل جلاله فرمايي :
قَالُوا يَا مُوسَى إِنَّ فِيهَا قَوْمًا جَبَّارِينَ وَإِنَّا لَنْ نَدْخُلَهَا حَتَّى يَخْرُجُوا مِنْهَا فَإِنْ يَخْرُجُوا مِنْهَا فَإِنَّا دَاخِلُونَ (22) قَالَ رَجُلَانِ مِنَ الَّذِينَ يَخَافُونَ أَنْعَمَ اللَّهُ عَلَيْهِمَا ادْخُلُوا عَلَيْهِمُ الْبَابَ فَإِذَا دَخَلْتُمُوهُ فَإِنَّكُمْ غَالِبُونَ وَعَلَى اللَّهِ فَتَوَكَّلُوا إِنْ كُنْتُمْ مُؤْمِنِينَ (23) سورة المائدة.


 ژباړه: موسى عليه السلام ته بني اسرائيلو وويل چي بېشکه په دې ځمکه کي يو ډېر قوي او زورور قوم دى او تر هغې چي دا قوم له هغه ځايه ونه وځي مونږ به تر هغې پورې دې ځمکي ته ورداخل نشو او همدا  چي دوى ترې بهر شي مونږ به بيا ورځو،له هغو کسانو څخه چې له الله جل جلاله څخه وېريدل او الله جل جلاله پرې احسان کړى و دوو کسانو يې وويل : چي ورځى پرې ،کله چي تاسي د دې قوم په دروازو ورننوځى نو همدا تاسي به غالب وى.

د پورته ټولو مبارکو آيتونو په استناد همدا راجوتيږي چي مسلمان مجاهدين که هر څومره يې شمېر زيات او مجهز هم وي بايد په الله جل جلاله باندي ټينګ توکل وکړي ،نه دا چي له يوې مخي په خپلو تجهيزاتو ،اسبابو او پلانونو تکيه او اعتماد وکړي.

پنځم مطلب : توکل د هجرت په مقام کي:
له خپل کور او کلي څخه سفر او پردي ملک او وطن ته د کفارو له شره د نجات په خاطر پناه وړل ،کومه آسانه خبره نده خو دا هر څه په الله جل جلاله باندي په توکل سره آسانيږي، الله جل جلاله فرمايي:
وَالَّذِينَ هَاجَرُوا فِي اللَّهِ مِنْ بَعْدِ مَا ظُلِمُوا لَنُبَوِّئَنَّهُمْ فِي الدُّنْيَا حَسَنَةً وَلَأَجْرُ الْآخِرَةِ أَكْبَرُ لَوْ كَانُوا يَعْلَمُونَ (41) الَّذِينَ صَبَرُوا وَعَلَى رَبِّهِمْ يَتَوَكَّلُونَ (42) سورة النحل.


 ژباړه : او هغه کسان چي هجرت يې کړى دى د الله جل جلاله په لاره کي وروسته له هغې چي ظلم پري وشو، پس خامخا به مونږ په دنيا کي ښه ځاى ورکړو او د آخرت اجر او ثواب ښه او لوى دى، که چيري دوى پوهېدلى او دوى هغه کسان دي چي صبر يې کړى دى يوازې په الله جل جلاله توکل کوي .

دا آيت شريف د الله جل جلاله په لاره کي د هجرت په اړه نازل شويدى پخپله حضرت پيغمبر صلی الله عليه وسلم او د هغه يارانو او اصحابو هم هجرت وکړ ،دوى دوه ځلي حبشې ته مهاجر شول ، الله جل جلاله د پيغمبر صلی الله عليه وسلم او دهغه د اصحابو د هجرت په اړه فرمايي :
إِلَّا تَنْصُرُوهُ فَقَدْ نَصَرَهُ اللَّهُ إِذْ أَخْرَجَهُ الَّذِينَ كَفَرُوا ثَانِيَ اثْنَيْنِ إِذْ هُمَا فِي الْغَارِ إِذْ يَقُولُ لِصَاحِبِهِ لَا تَحْزَنْ إِنَّ اللَّهَ مَعَنَا فَأَنْزَلَ اللَّهُ سَكِينَتَهُ عَلَيْهِ وَأَيَّدَهُ بِجُنُودٍ لَمْ تَرَوْهَا وَجَعَلَ كَلِمَةَ الَّذِينَ كَفَرُوا السُّفْلَى وَكَلِمَةُ اللَّهِ هِيَ الْعُلْيَا وَاللَّهُ عَزِيزٌ حَكِيمٌ (40)سورة التوبة.


ژباړه : که تاسي له دغه رسول صلی الله عليه وسلم سره مرسته ونکړى نو الله جل جلاله به ورسره مرسته وکړي، پس په تحقيق سره الله جل جلاله مرسته کړې وه له دغه رسول صلی الله علیه وسلم سره کله چي دى له مکې څخه هغو کسانو چي کافران شوي وو راوايست ،کله چي د دوى يوه ملګري (محمد) خپل بل ملګري (ابوبکر) ته وفرمايل :مه خپه کېږه، الله جل جلاله مونږ سره دى په ساتنه ، ثواب ورکولو او نصرت کي ،نو الله جل جلاله خپلو دې بنده ګانو ته تسکين رانازل کړ او الله جل جلاله د هغه تائيد وکړ په خپلو هغو لښکرو سره چي تاسي نه ليدلي او الله جل جلاله غالب، قوي او د ډير حکمت والا ذات دى.

شپږم مطلب : توکل د مشورې او مصلحت په مقام کې:
دا چي مؤمن بايد مشوره وکړي دا هم يو الهي امر دى خو د مشورې په هکله بايد په الله جل جلاله باندي توکل وکړي تر څو کومه او د چا مشوره ومني ، الله جل جلاله فرمايي :
فَبِمَا رَحْمَةٍ مِنَ اللَّهِ لِنْتَ لَهُمْ وَلَوْ كُنْتَ فَظًّا غَلِيظَ الْقَلْبِ لَانْفَضُّوا مِنْ حَوْلِكَ فَاعْفُ عَنْهُمْ وَاسْتَغْفِرْ لَهُمْ وَشَاوِرْهُمْ فِي الْأَمْرِ فَإِذَا عَزَمْتَ فَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الْمُتَوَكِّلِينَ (159)سورة آل عمران.


ژباړه: د الله جل جلاله د رحمت په خاطر له دوى سره نرمي کوه او په سخت زړه سره به هرومرو ستا له شاوخوا څخه خلک تار په تار شوي وو، دوى ته عفو وکړه او  له الله جل جلاله څخه ورته مغفرت وغواړه او په کار کي ورسره مشوره کوه ،کله دي چي عزم او اراده وکړه په الله جل جلاله باندي توکل وکړه بېشکه چي الله جل جلاله توکل کوونکي  بنده ګان  خوښوي.

په دې آيت شريف کي مشوره او مصلحت د اسبابو څخه شمېرل شوي دي ،نظرونه او وړانديزونه اسباب دي او صحيح او درست نظرونه او وړانديزونه کولاى شي چي په درست تصميم او عزم نيولو کي مرسته وکړي خو دا بايد هېر نکړو چي که هر څومره پوه او لوى مشاورين ولرو بايد په الله جل جلاله باندي له توکل څخه لاس په سر نشو، په همدې اساس په تصميم نيولو او مشوره کي هم بايد په تر ټولو پوه مشاور الله جل جلاله توکل وکړو.


اووم مطلب : توکل د رزق او روزي په مقام کي:
يوبل مهم او اړين ځای چي هلته بايد مومن بنده په خپل رب پرېکنده او قاطع توکل وکړي هغه د روزي ګټلو يا لاسته راوړو په مقام او ځای کي توکل دی ، الله جل جلاله فرمايي:
...وَمَنْ يَتَّقِ اللَّهَ يَجْعَلْ لَهُ مَخْرَجًا (2) وَيَرْزُقْهُ مِنْ حَيْثُ لَا يَحْتَسِبُ وَمَنْ يَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ فَهُوَ حَسْبُهُ إِنَّ اللَّهَ بَالِغُ أَمْرِهِ قَدْ جَعَلَ اللَّهُ لِكُلِّ شَيْءٍ قَدْرًا (3)سورة الطلاق.


 ژباړه: هغه څوک چي له الله جل جلاله څخه وېرېږي او تقوی ولري الله جل جلاله به د دنيوي لارو څخه يوه لاره ورته پيدا کړي او رزق او روزي به ورکړي له هغه ځايه، چي دی يې گومان هم نه کوي، او هغه څوک چي په الله جل جلاله باندي توکل وکړي همدا ورته کافي ده، په تحقيق سره الله جل جلاله خپل کار او امر ته رسېدونکی دی او بېشکه چي الله جل جلاله هرڅه ته اندازه ټاکلې ده .

حضرت عبدالله ابن مسعود رضی الله عنه د پورته آيتونو  په هکله فرمايي: (إن أكبر آية في القرآن تفويضا [ ومن يتق الله يجعل له مخرجا * ويرزقه من حيث لا يحتسب(.۱
يعنې د الله الله جل جلاله په کتاب کي په هغه ذات باندي د توکل او هغه ته د خپلو امورو د سپارلو په اړه لوی آيتونه همدا دي.


آتم مطلب : توکل د تړونونو او ميثاقونو په مقام کي:
د تړونو، ميثاقونو او معاهدو په برخه کي د توکل په اړه الله جل جلاله ديعقوب عليه السلام د زامنو قول راوړي کله يې چي خپل پلار ته وويل: (فَأَرْسِلْ مَعَنَا أَخَانَا). يعني زمونږ سره زمونږه ورور ولېږه ،يعقوب عليه السلام ورته وويل:
قَالَ لَنْ أُرْسِلَهُ مَعَكُمْ حَتَّى تُؤْتُونِ مَوْثِقًا مِنَ اللَّهِ لَتَأْتُنَّنِي بِهِ إِلَّا أَنْ يُحَاطَ بِكُمْ فَلَمَّا آتَوْهُ مَوْثِقَهُمْ قَالَ اللَّهُ عَلَى مَا نَقُولُ وَكِيلٌ (66)سورة يوسف.


 ژباړه: يعقوب عليه السلام ورته وويل :چی له سره يې له تاسی سره نه ليږم ،تر څو په الله جل جلاله سره محکم عهداو تړون راسره ونکړی چی هغه به بيرته راستنوی ،هسې نه چې چاپيروالی وشي يعنې کوم تاوان تاسی ته ورسيږي ،کله چی يې زامنو کلکه وعده ورکړه بيايې وويل: چې الله جل جلاله په هغه څه چی وايو وکيل او شاهد دی .

ميثاق او تړون دلته کلکي وعدې او ټينګ سوګند ته ويل کيږي، الله جل جلاله فرمايي:
وَقَالَ يَا بَنِيَّ لَا تَدْخُلُوا مِنْ بَابٍ وَاحِدٍ وَادْخُلُوا مِنْ أَبْوَابٍ مُتَفَرِّقَةٍ وَمَا أُغْنِي عَنْكُمْ مِنَ اللَّهِ مِنْ شَيْءٍ إِنِ الْحُكْمُ إِلَّا لِلَّهِ عَلَيْهِ تَوَكَّلْتُ وَعَلَيْهِ فَلْيَتَوَكَّلِ الْمُتَوَكِّلُونَ (67) سورة يوسف.


ژباړه: اويعقوب عليه السلام خپلو زامنو ته له شفقت څخه وويل: اې زما زامنو تاسو مصر ته له يوې دروازې مه ورننوځی، بلکه له بېلابېلو دروازو ورننوزی ځکه زه نشم دفع کولی هيڅ شی د الله جل جلاله له قضا اوقدر څخه، او نه دى حکم او نشته قضا، مگر خاص الله جل جلاله لره ده، په همغه مي توکل کړی دي او په همغه باندي دي، ټول توکل کوونکي توکل وکړي.

دغه راز د نکاح د تړون يا د بيع او اجارې په تړونونو کي هم بايد په الله جل جلاله باندي توکل وکړو الله جل جلاله د نکاح په اړه فرمايي: کله چی دشعيب عليه السلام سره موسی عليه السلام  موافقه وکړه چي آته کاله به يې شپني کوي او د هغه لور به په نکاح اخلي نو په الله جل جلاله يې توکل وکړ، الله جل جلاله يې په اړه فرمايي:

قَالَ إِنِّي أُرِيدُ أَنْ أُنْكِحَكَ إِحْدَى ابْنَتَيَّ هَاتَيْنِ عَلَى أَنْ تَأْجُرَنِي ثَمَانِيَ حِجَجٍ فَإِنْ أَتْمَمْتَ عَشْرًا فَمِنْ عِنْدِكَ وَمَا أُرِيدُ أَنْ أَشُقَّ عَلَيْكَ سَتَجِدُنِي إِنْ شَاءَ اللَّهُ مِنَ الصَّالِحِينَ (27) قَالَ ذَلِكَ بَيْنِي وَبَيْنَكَ أَيَّمَا الْأَجَلَيْنِ قَضَيْتُ فَلَا عُدْوَانَ عَلَيَّ وَاللَّهُ عَلَى مَا نَقُولُ وَكِيلٌ (28)سورة القصص.


 ژباړه: شعيب عليه السلام و موسی عليه السلام ته وويل: که ته زما سره آته کاله مزدوري وکړې زه به يوه له خپلو دوو لورانو څخه تا ته په نکاح درکړم خو که لس کاله راسره تېر کړې دا به ستا احسان وي او زه پر تا د مشقت اراده نلرم که الله جل جلاله اراده وکړه نو ته به ما له صالحو بندګانو څخه ومومې، او موسی عليه السلام ورته وويل: چي همدا عهد زما او ستا تر منځ مقرر شو چي هره يوه  نېټه مي له دې دوو نېټو څخه پوره کړه  پر ما به زيادت نه وي او الله جل جلاله په همغه څه چي مو وويل شاهد او وکيل دی.

حضرت موسی عليه السلام بيا هماغه لس کاله پوره کړل د کومو يې چي وعده کړې وه. حضرت ابن عباس فرمايي:
(قضى أكثرهما وأطيبهما إن رسول الله صلى الله عليه و سلم إذا قال فعل ).۲
ژباړه: بېشکه چي موسی عليه السلام يې همغه زياته او ښه موده پوره او تېره کړه يقينا د الله جل جلاله رسول چي څه وايي همغسې کوي .


له نکاح پرته د پېر او پلور په ټولو مشروعو معاملاتو کي بايد په الله جل جلاله باندي توکل وشي او که نه معا ملاتو کي به خير او ګټه  نه وي.

  
-----------------------------
مأخذونه:
۱: المعجم الکبير :  سليمان بن احمد بن ايوب ابوالقاسم الطبراني ،  ناشر- مکتبة العلوم والحکم - الموصل ،    ج ٩ ،ص ١٣٣، رقم،۸۶۶۱.
۲: صحيح البخاري : کتاب الشهادات ، ج ٢ ، ص ٩٥٣ ، رقم ٢٥٣٨.
۳: ژباړه : دکابلی تفسير څخه.



مخکنۍ ليکنه:  دتوکل پېژندنه او طريقه.

 

سرته