تازه سرليکونه
د (پښتو کتابونه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د منطق علم
  تعل
 
  0

 منطق

کتاب : مرقات المرات
ژباړه، اختصار او اوډنه: نعمت الله "شاکر" / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
تعريف العلم المنطق :
آلة قانونية تعصم مراعاتها الذهن عن الخطاء فی الفکر .
د منطقو د علم تعریف: د منطقو علم قانوني آله ده چي زده کول او مراعاتول يې ذهن د فکري خطا څخه ژغوري .
 
موضوع العلم المنطق :
التصورات والتصديقات المعلومة لکن لا مطلقاً بل من حیث أنها موصلة إلی مجهول التصوري والتصديقي .
دمنطقودعلم موضوع معلوم تصورات اوتصدیقات دي خومطلق نه بلکي پداسي حيث چي مجهولو تصوراتو اوتصديقاتو ته ورسيږي .
 
غرض العلم المنطق :
صيانة الذهن عن الخطاء فی الفکر .
د منطقو دعلم غرض او هدف د فکري خطا څخه د ذهن ژغورل دي .
مَنْطِقٌ : که مصدر ميمي وي – نو په مطلق نطق سره دی . 
مَنْطَقٌ : اسم ظرف - ځای د نطق .
مِنْطَقٌ : اسم آله – د نطق آله او وسيله .
 
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
الحمد لله الذي أبدع الأفلاک والأرضين والصلاة علی من کان نبيّا وآدم بین الماء والطين ، وعلی آله واصحابه اجمعین حمد او ثنا خاص د الله  د ذات سره ښايې چي اسمانونه او ځمکي يې بېله دې چي مخکي يې مواد موجود وي پيدا کړي دي ، درود اوسلامتيا دي پر هغه چا (محمد  ) وي چي دی نبي وو او حضرت آدم  علیه سلام لا د اوبو او خټو تر منځ وو ، او درود اوسلامتيا دي دهغه پر آل او اصحابو او ټول اُمت وي . وبعده 
فهذه عدةُ فصولٍ في علم الميزان لابُدَّ من حفظها و ضبطها لمن أراد أن یتذکر من أولی الاذهان وعلی الله التوکل وهوالمستعان  
دغه څو فصلونه د علم الميزان یا علم المنطق دي ، هغه څوک چي  د ذهن د خاوندانو څخه يادونه کوي ددغه علم د زده کړي او حفظ څخه چاره نه لري ، پرالله  توکل دی او دهغه څخه مرسته غواړو .
مقدمة : إعلم أن العلمَ يطلق علی معانٍ  
د منطق علم پر پنځو معانیو دلالت کوي يا د پنځو معانيو اطلاق پر کيږي ، که څه هم د دې علم لپاره علماوو ۱۳ معاني ټاکلي دي خو اساسي يې ۶ دي چي مصنف ۵ ورڅخه غوره کړي دي :
1. أحدها حصول صورة الشئٍ في العقل ( ديوشي صورت حاصليدل په عقل کي ) . 
2. ثانیها الصورة الحاصلة من الشئ عند العقل ( دهغه شي حاصل سوی صورت به عقل ته راتلل وي  . 
3. ثالثها الحاضر عند المدرک ( هغه شی به د درک کوونکي په حضور کي حاضر وي ).
4. رابعها قبول النفس لتلک الصورة ( نفس به د هغه صورت قبولوي یعني نا مقبول شی به نه وي ). 
5. خامسها الاضافة الحاصلة بين العالم والمعلوم ( د هغه شي او معلومات کوونکي تر منځ به معيينه فاصله وي ) .
6. امام رازي  فرمايې : علم بديهي دی تعريف ته ضرورت نسته .
7. ابوحامد   فرمايې : علم نظري دی خو متعسر التعريف دی يعني تعريف يې سخت او نا ممکنه دی .
8. جمهور حکماء فرمايې : نظري دی خو تعريف يې ممکن دی .
وينقسم علی قسمين احدهما يقال لها التصور ، وثانيهما يعبّر عنه بالتصديق 
اودغه علم پردوه ډولونو ويشل کيږي ۱ يې تصور او ۲ يې تصديق بلل کيږي :
1. ألتصور : فهو الإدراک الخالي عن الحکم والمراد بالحکم نسبة امر الی امر آخَر ايجاباً او سلباً وإن شئت قُلتَ ايقاعاً او انتزاعاً ، وقد يفسر الحکم بوقوع النسبة او لا وقوعها کما اذا تصورت زيداً وحده او وحده قائماً وحده من دون أن تثبت القيام لِزيدٍ او تسلبه عنه
تصور د حکم څخه خالي إدراک دی ( مثلاً د يوچا نوم زید ، محمود دي خو نور حکم نه وي په کښي چي زید څه وکړه یا په محمود څه وسوه ) ، د حکم څخه مراد د يوه کار نسبت و بل کار ته کول وي اثبات وي  يا نفي ، که مو خوښه وی واقع کیدل يا ورڅخه خلاصول واياست او دحکم کولو تفسير د یوه کار پر واقع کیدلويا نه واقع کيدلو دلالت کوي ؛ لکه ته چي فقط د زيد تصور وکړي يا صرف د ولاړي تصور وکړي بېله دې چي دغه ولاړه زيد ته ثابته کړي او ووايې چي زيد ولاړ دی يا يې ورڅخه سلب کړي چی زيد ندی ولاړ . 
 
2. التصديق : فهو الإدراک مع الحکم فهو علی قول الحکماء عبارة عن الحکم المقارن للتصورات فالتصورات الثلثة شرط لوجود التصديق ومن ثَم لا يوجد تصديق بلا تصور .
تصديق د تصور خلاف دی ځکه تصديق هغه إدراک ته چي حکم ورسره وي ويل کيږي ، تصديق د علماوو په نزد د تصوراتو او حکم سره پیوست دی ، دوی وايې د تصديق د وجود لپاره  درې ګوني تصورات شرط دي نو نتيجه داسوه چي تصديق بېله تصوره نه سي موجوديدلای .
والامام الرازي يقول : انه عبارة عن مجموع الحکم وتصورات الأطراف 
امام رازي  وايې : تصديق د حکم او د تصوراتو د اطرافو څخه عبارت دی . 
فاذا قلت زيد قائم و أذعنت بقيام زید يحصل لک علوم ثلاثة أحدها علم زید وثانيها إدراک معنیٰ قائم وثالثهاعلم المعنیٰ  الرابط الذي يعبّر عنه في الفارسية (بهست) في الايجاب و نيست في السلب  و هي ونهين في الهندية ويقال لهذا المعنیٰ الحکم تارة والنسبة الحکمية اُخریٰ 
کله چي ته ووايې چي زيد ولاړ دی ته د زيد پر ولاړه ذعن لري ، تا ته به درې علمونه حاصل سي يو : دزيد ، بل : دولاړي درک ، دريم : دهغي رابطي په معنیٰ چي هغه د منسوبيدلو په حال کي په فارسي هست په پښتو ( دی ) ، او د سلب پروخت په نیست او( ندی ) تعبیر کيږي دغه د حکم په معنیٰ  دی او نسبت حکمي هم بلل کيږي . 
 
فاذا أتقنت ما علمناک فاعلم أن الحکيم يزعم أن التصديق ليس إلا إدراک المعنیٰ  الرابطي والإمام يزعم أن التصديق مجموع الإدراکات الثلاثة اعنی تصور المحکوم عليه وتصور المحکوم به وإدراک النسبة الحکمية المسمی بالحکم .
 
کله چي دي پدې پوه کيدلو يقين سو نو اوس پدې هم پوه سه  چي جمهور حکماء داسي وايې : د رابطې معنا یاحکم څخه پرته تصديق نسته خو امام رازي  فرمايې : تصديق د درې ګونو ادراکاتو يا تصورات ثلاثه مجموعه ده ، يعني د محکوم عليه ياموضوع تصور، د محکوم به يا محمول تصور ، او د نسبت حکمي إدراک چي په حکم هم مسمیٰ دی  .
 
تصديق :
1. د جمهوروحکماوو په نزد بسيط دی .
2. د امام رازی  په نزد مرکب دی .
تصور :
1. د جمهوروحکماوو په نزد د تصديق شرط دی .
2. د امام رازی  په نزد د تصديق شطر دی .
حکم :
1. د جمهوروحکماوو په نزد حکم تصديق دی . 
2. د امام رازی  په نزد حکم د تصديق برخه ده .
د تصديق درې شرطونه : ۱ ـ موضوع ۲ ـ محمول ۳ ـ نسبت تام خبري
 
اذعان: هو اعتقاد علی نسبة تامة خبرية  إيجاباً أو سلباً علی احد الطرق الاربعة هم اليقين و الجهل مرکب والتقليد والظن.
اذعان : پر نسبت تام خبري د کيدلو يا نه کيدلو د څلورو لارو څخه پر يوه لاره اعتقاد کول دي ، څلور لاري عبارت دي : د يقين ،جهل مرکب ، تقليد او ظن څخه .
يقين : الاعتقاد الجازم الراسخ المطابق للواقع (هغه کلک او دوام داره او پر واقعيت بناء اعتقاد چي د معترض په دلايلو په کښي شک نه ايجاديږي ) .
جهل مرکب : الإعتقاد الجازم الراسخ غیرمطابق للواقع      ( هغه کلک او دوام داره اعتقاد چي د معترض په دلايلو په کښي شک نه ايجاديږي خو د واقعيت سره مطابقت ونه لري ) . 
تقليد : هو الإعتقاد الجازم غیرالراسخ      (کلک اعتقاد خو دوامداره نه وي ) .
ظن : الإعتقاد علی جانب الراجح          ( پر راجح طرف اعتقاد کول ).
جزم : عدم التردد : ( هغه حالت ته ويل کيږي چي د معترض په دلايلو شک نه په کښي ايجاديږي ) .
رسوخ : عدم الزوال : ( زوال نلری )
فصل : التصور قسمان : ۱ - ألبديهی ۲- ألنظری.
(1) بديهي (ألضروري ) : حاصل بلا نظر و کسب کتصورنا ألحرارة والبرودة ویقال له ألضروري أيضاً .
(2) نظری (ألکسبي ): یحتاج إلی الفکر والنظر کتصور نا ألجن والملائکة ، فإنا محتاجون في أمثال هذه التصورات إلی تجشم ( تعمق ) فکر وترتيب نظر ویقال له ألکسبي أيضاً . 
 
تصور دوه ډوله دی : ۱ : بديهي ، ۲ : نظري .
۱ : بديهي ( ضروري ) تصور : هغه تصور چي بېله ليدلو او زده کړي حاصليږي لکه زموږ تصور د ګرمۍ او يخني په اړه  دغه ته تصور بديهي ويل کيږي ځکه هر څوک محسوسولای سي چي ګرمي ده او يا يخ دی نه د دلايلو او نه د ليدلو اړتيا او غوښتنه کيږي .
 ۲ : نظري ( کسبي ) تصور : دغه ډول تصور ، فکر او نظر ته اړتيا لري ، لکه زموږ تصور د پيريانو او ملائکو په اړه ځکه موږ اړيو چي دداسي تصوراتو په مثالونو کي ژور فکر وکړو او خپل نظر ورکړو . 
والتصديق أيضاً قسمان : ۱ – ألبديهی ۲ – ألنظري .
1) ألبدیهی : ألحاصل من غیر فکروکسب مثلاً : ألکل أعظم من الجزء أو ألإِثنان نصف الأربعة و نحو ذلک.
2) ألنظري : ألمفتقر إلی فکر وکسب مثلاً : ألعالم حادث أو صانع موجود  ونحو ذلک .
همداسي تصديق دوه قسمه دی : ۱ : بديهي ، ۲ : نظري .
۱ : بديهي تصديق : د فکر او کسب پرته حاصليږي لکه هر کل تر خپل جز لوی دی ، يا دوه د څلورو نيمايې دي دلته د فکر اوکسب ضرورت نسته .
۲ : نظري تصديق : فکر کولو او کسب ته په کښي اړتيا سته لکه : عالم حادث دی ، او صانع ( جوړوونکی ) موجود دی او داسي نور .
فائدة : واذا علمت ما ذکرنا أن النظريات مطلقا تصوريا کانت أو تصديقیا مفتقرة إلی نظر و فکر فلا بد لک أن تعلم معنیٰ النظر ، فأقول النظر فی إصطلاحهم عبارة عن ترتيب أُمور معلومة ليتأدی ذلک الترتیب إلی تحصيل المجهول ، اذا رتبت المعلومات الحاصلة لک من تغیر العالم وحدوث کل متغيّر و تقول العالم متغيّر وکل متغیّر حادث فحصل لک من هذا النظر والترتيب علم قضية اُخری لم يکن حاصلاً لک قبل وهي العالم حادث .
 
ګټه : موږ چي څه وویل نو ته به پوه سوې يې ! چي مطلق نظريات که هغه تصوري وي که تصديقي  وي ، نظر او فکر ته په کښي اړتيا سته ، نو د نظر د تعريف او معنیٰ  څخه هم چاره نسته ، نو وايو چي نظر د علماوو په اصطلاح د معلومو کارونو پداسي طريقه د ترتيبولو څخه عبارت دی چي مجهول څرګند سي ، کله چي معلوم شيان ترتيب کړي تاته د عالَم تغير حاصليږي ، وايو چي هر نوی شی تغير منونکی وي نو ويلای سي چي عالم متغير دی او هر متغیر حادث دی ، ددې نظر او ترتيب څخه د يوې بلي قضيې علم درته حاصل سوچي پخوا نه په پوهیدلي هغه دادی چي عالم حادث دی.
فصل : ایاک وأن تظن ان کل ترتيب يکون صواباً موصلا الی علم صحيح ، کيف ؟
ولوکان الأمرکذلک ما وقع الاختلاف والتناقض بين ارباب النظرمع أنه قد وقع ، فمن قائل یقول العالم حادث ويستدل بقوله العالم متغيّر وکل متغيّرحادث فالعالم حادث . 
تاسي شايد داسي فکر وکړئ چی هر ترتيب چي علم اوپوهي ته د رسيدلو لاره وي هغه به صحیح وي ، خوڅنګه ؟
که داسي وای نو بيا د نظر د خاوندانو تر منځ به اختلاف او د نظر بیلوالی نه وای ، پداسي حال کي چی دنظر اختلاف سته ، که څوک ووايې چي عالم حادث دی او دليل دا ووايې چي عالم بدلون منونکی دی او هر بدلون منونکی حادث دی نو ځکه عالم هم حادث دی . 
ومن زاعم يزعم أن العالم قديم غير مسبوق بالعدم ويبرهن عليه بقوله العالم مستغن عن المؤثر وکل ما هذا شانه فهو قديم ، ولاأظنک شاکاًّ ( متردد) فی أن أحد الفکرين صحیح حق والاخر فاسد غلط .
که څوک دا ګمان وکړي چي عالم قديم دی دده څخه مخکي شی نه وو، پر هغه باندې ددې دليل ضرورت سته چي عالم د مؤثروالي ( تغير ) څخه پاک دی ؛ ځکه د قديم لپاره دا شرط دی چي هغه به تغييرنه منونکی وي ، او زه پر تاسو دا ګمان نه کوم چي تاسي به پدغو دواړوفکرونوکي په شک او تردد کي ياست ځکه چي لمړی فکر چي د عالم حدوثيت دی صحیح دی او دوهم فکر چي د عالم د قديميت نظر دی فاسد او غلط دی .   
واذاکان قد وقع الغلط في فکر العقلاء فعُلم من ذلک أن الفطرة الانسانية غیرکافية في تمييز الخطاء من الصواب وامتیاز القشر عن اللباب فجائت الحاجةُ فی ذلک الی قانون عاصم عن الخطاء فی الفکر يُبيِّن فیه طرق اکتساب المجهولات عن المعلومات ، وهذا القانون هوالمنطق والمیزان .
که داسي وي نو د عاقلانو فکرونه هم کله کله غلط وي ددې څخه پوهيږو چي انساني فطرت په کافي اندازه صحيح او غلط نسي سره بیلولای ،همداسي پوست اوغوښه نسي سره بيلیدلای ؛ نو د يوه داسي قانون ضرورت محسوسيږي چي فکر د خطا څخه وساتي ، چي په هغه سره مجهولي او معلومي لاري وپیژندل سي هغه قانون د منطقو اوميزان علم دی  . 
 أما تسمية بالمنطق فلتاثيرهُ فی النطق الظاهری أعنی ألتکلم اذالعارف به يقوی علی التکلم بما لا یقوی عليه الجاهل ، وکذا فی النطق الباطني أعنی ألإدراک لأن المنطقی يعرف حقائق الأشياء و يعلم أجناسها و فصولها و أنواعها و لوازمها و خواصها بخلاف الغافل ... 
داچي ولي په منطق نومول سوی دی ځکه چي پر نطق ظاهري يې تاثير موجوديږي يعني د منطقي تکلم به د هغه چا پر تکلم قوي وي چي هغه منطقي نه وي ، همداسي په نطق باطني کي قوي وي يعني منطقي د شيانو حقيقت ښه درک کولای سي او د هغه په جنسونو ، فصلونو ، نوعو ، لوازمو ، او خواصو تر هغه چا چي د منطقو څخه بېخبره وي ښه پوهيږي . 
وأما تسميته بالمیزان فلأنه قسطاس للعقل يوزن به الأفکار الصحيحة و يعرف به نقصان ما فی الأفکار الفاسدة واختلال ما فی الأنظار الکاسدة ، ومن ثَم یقال له ألعلم الآلي لکونها آلة لجميع العلوم لاسيما ( خاصتاً ) للعلوم الحکمية .
 
او د ميزان په نامه ځکه دی چي دعقل ترازو دی او پدې سره صحیح فکرونه تلل کيږي او د فاسد فکر نقص او د نظر غلطي په پیژندل کيږي ، ځيني يې علم الآله ګڼي ځکه د ټولو علومو د پاره آله وي خاصتاً د حکمت د علومو لپاره خو بيخي وي   .
 
فائدة : اعلم أن أرسطاطاليس (أرسطو) الحکيم دوَّن هذا العلم بامر الأسکندرالرومی ولهذا یلقِّب بالمعلم الأول ، والفارابي هذَّب هذا الفن وهو المعلم الثاني و بعد اضاعة کتب الفارابي فصَّله ألشيخ أبوعلي بن سينا .
ګټه : پوه سه چي د اسکندر رومي په امر حکيم ارسطاطاليس ( ارسطو ) د منطقو علم تدوين کړی ، نو ځکه د معلم اول پنامه ملقب سو ، فارابي د دې فن تهذیب وکړی ( پاک يې کړي يعني ځيني بې ګټی او یا ضرري مواد يې ځيني وايستل ) نو ځکه هغه معلم الثاني بلل کيږي ، د وخت په تيريولو سره د فارابي کتابونه ضائع سول  ، شیخ ابوعلي بن سينا پرفصلونو ترتیب کړل ( هغه معلم الثالث سو ) .
فصل ولعلک علمت مما تلونا عليک فی بیان الحاجة حد المنطق و تعریفه من أنه علم بقوانین تعصم مراعاتها ألذهن عن الخطاءفي الفکر.
 
ښايې تاسي پوهيدلي ياست څه چي مودرته وويل په بيان د حاجت کي چي د منطقو د علم تعريف درته وسو چي هغه داسي علم دی چي قوانین يې ذهن د فکري خطا څخه ژغوري  . 
فصل موضوع کل علم ما یبحث فيه عن عوارضه الذاتية له کبدن الانسان للطب والکلمة والکلام لعلم النحو ، فموضوع المنطق ألمعلومات التصورية والتصديقية لکن لا مطلقا بل من حیث أنها موصلة الی المجهول التصوري والتصديقي .
 
د هر علم دپاره يوه خاصه موضوع وي چي پر ذاتي عوارضو يې بحث کيږي ، لکه په طب کي چي د انسان بدن يا په نحو کي کلمه او کلام موضوع وي نو له همدې امله د منطقو د علم موضوع تصوري او تصديقی معلومات دي او دا معلومات مطلق نه بلکي پدې توګه دي چي وصل سي تصوري او تصديقي مجهول ته  .   
 
فائدة : ان لکل علم وصناعة غاية والا لکان طلبه عبثاً والجدُّ فيه لغواً و غاية علم الميزان الاصابة فی الفکر وحفظ الرای عن الخطاء فی النظر .
ګټه : حقيقت دادی چي د هر علم او صنعت لپاره يو مقصد او هدف وي که مقصد او هدف نه وي نو بیا دهغه طلب او په هغه کي کوشش کول عبث کار دی نو د علم الميزان د زده کړي مقصد صحيح فکر کول اوخپل  فکر د خطا څخه ژغورل دي  . 
 
فصل : لاشغل للمنطقي من حیث انه منطقي ببحث الألفاظ ، کيف؟ وهذا البحث بمعزل عن فرضه وغايته ومع ذلک ، فلا بدَّ له من بحث الألفاظ الدالة علی المعاني ؛ لأن الافادة  والاستفادة موقوفة عليه ولذلک يقدم بحث الدلالة والألفاظ في کتب المنطق   فیکون مباحث الالفاظ من اللواحق لا من المقاصد .
( منطقي د الفاظو په بحث نه مصروفه کيږي ځکه دغه بحث يې د خپل مسئوليت او هدف څخه ليري کوي خو بيا هم د الفاظو او دهغو د معانيو د بحث څخه  چاره نسته ځکه ځان او بل ته ګټه رسول پر دغه موقوف دي نو له همدې امله د منطقو په کتابونو کي د  دلالت او الفاظ بحث مخي ته راځي ، یعني د الفاظو بحث ضمني بحث دی مقصودي ندی ). 
 
فصل في الدلالة : ألدلالة لغة هو الارشاد أی راه نمودن ، وفي الاصطلاح : کون الشیء بحيث يلزم من العلم به ألعلم بشیءآخر .فالشئ الاول هو الدال و الثانی هوالمدلول .
دلالت په لغت کي لارښووني ته وايې او په اصطلاح کي هغه شی دی چي بل شی په پيژندل کيږي .
 اول شي ته دال او دوهم ته يې مدلول ويل کيږي  .
والدلالة قسمان : لفظية و غير لفظية . (دلالت دوه قسمه دی : لفظي او غیر لفظي ) لفظ : ما يتکلم به الانسان 
أللفظية : مايکون الدال فيه اللفظ .    ( لفظي هغه دی چي دال په کښي لفظ وي )
غير اللفظية : ما لا يکون فيه اللفظ .  (غیر لفظي هغه دی چي دال په کښي لفظ نه وي)
 وکل منهما علی ثلاثه أنحاء :          ( هر يو يې پر درې قسمه دی ) :
 أحدها : ۱ - أللفظية الوضعية ، ۲ – أللفظية الطبعية ، ۳ – أللفظية العقلية . 
1. أللفظية الوضعية : کدلالة لفظ زيد مسمَّاه أعني الاسم زيد موضوع علی زيد . 
لفظي وضعي : لکه زيد چي په خپل نوم مسمی دی ، يعني د زيد نوم پر زيد ايښوول سوی دی .
2. أللفظية الطبعية : کدلالة لفظ ( أُح أُح )  بضم الهمزة وسکون الحاء المهملة ، و قيل : بفتحها ـ علی وجع الصدر ؛ فان الطبيعة تضطر باحداث هذااللفظ عند عروض الوجع في الصدر .
( لفظي طبعي :لکه د اُح اُح لفظ چي د سینې پر درد دلالت کوي ځکه کله چي په سینه کي درد پیدا سي  طبيعت داسي لفظ ته  اړ دی ) .
3. أللفظية العقلية : کدلالة (ديز) المسموع من وراء الجدر علی وجود اللافظ . 
( لفظي عقلي : لکه د ديز لفظ چي د دیوال د شا څخه واوريدل سي نو دا لفظ د لافظ پر وجود دلالت کوي ) . 
ثانيها : ۱ - غيراللفظية الوضعية ، ۲ – غيراللفظية الطبعية ، ۳ – غيراللفظية العقلية .
1) غيراللفظية الوضعية : کدلالة الدوال الاربعة علی مدلولاتها  هی النصب علی الطريق ؛ لإدراک بعدالمسافة  و الخطوط والاشارات والعقود أی عقود الانامل التي تدل علی الأعداد . 
غير لفظي وضعي لکه دلالت د دوال الاربعه وو چي پر خپلو مدلولاتو يې کوي هغه دادي اول : هغه لوحې چي پر لويو لارو نصب سوي وي د لارو مسافت او فاصلې ورڅخه معلوميږي ، دوهم : خطوط هغه خطوط چي پر سړکونو لیکل سوي وي چي په هغه سره مختلف ځايونه معلوميږي لکه راسته طرف ميدان هوايې ، چپه طرف صنعتي ښارګوټی او داسي نور ،دريم : ترافيکي اشارې ، څلورم : عقود يعني په ځيني بازارونو کي دلالان د ګوتو د عددونو په طریقه بایع او مشتري د مبیعې په قيمت پوه کوي .
2) غيراللفظية الطبعية : کدلالة صهيل الفرس علی طلب الماء والکلأ . 
( غير لفظي طبعي : لکه د آس ششنی پر دې دلالت کوي چی اوبه یا واښه غواړي ) .
3) غيراللفظية العقلية : کدلالة الدخان علی النار . 
( غیر لفظي عقلي : لکه د دود دلالت پر اورباندي ) .
فهذه ست دلالات ، والمنطقي انما يبحث عن الدلالة اللفظية الوضعية ؛ لأن الافادة للغير والاستفاده من الغير انما یتيسر بها بسهولة ، بخلاف غيرها ؛ فان الافادة والاستفادة بها بغیرالدلالة اللفظیة الوضعیة لا يخلو عن صعوبة . هذا . 
دغه شپږ دلالات سوه ، خو منطقي د دلالت لفظي وضعي څخه بحث کوي ځکه په هغه سره ځان او بل ته ګټه رسول د نورو ډولونو په نسبت اسانه دي او ددې څخه پرته ځان اوبل ته ګټه رسول د سختی څخه خلاص نه دي  دا ياد ساتئ  . 
 
فصل : وينبغي أن يعلم أن الدلالة اللفظية الوضعية التي لها العبرة في المحاورات والعلوم علی ثلاثة الأنحاء : 
ښايې پدې به پوهيږئ چي د دلالت لفظي وضعي هغه ډولونه چي په علومو او محاوراتوکي معتبردی پر درې قسمه دي :
 احدها : ألدلالة ألمطابقية : وهي أن يدل اللفظ علی تمام ما وضع ذلک اللفظ له ، کدلالة الانسان علی مجموع الحيوان والناطق .
يو د هغو څخه دلالت مطابقي دی چي لفظ پر ټول موضوع لهُ (مدلول) دلالت وکړي لکه دلالت د انسان پر مجموع حیوان ناطق باندي  .
ثانیها : ألدلالة التضمنية : وهي أن يدل اللفظ علی جزء المعنیٰ  الموضوع لهُ کدلالته علی الحيوان فقط أوالناطق فقط . 
دوهم د هغو څخه دلالت تضمني دی چي لفظ د معنا موضوع لهُ يا د مدلول پرجزء باندي دلالت وکړي لکه دلالت د انسان پر صرف حيوان باندي يا دلالت د انسان پر فقط ناطق باندي  .
ثالثها : ألدلالة التزامية : وهي أن لايدل علی الموضوع له ولا علی جزئه ، بل علی معنیٰ  خارج لازم للموضوع له ، واللازم هو ما ينتقل الذهن من الموضوع له إليه  کدلالة الانسان علی قابل العلم و صنعة الکتابة وکدلالة لفظ العمی علی البصر . 
دريم د هغو څخه دلالت التزامي دی چي هغه نه پر موضوع لهُ دلالت کوي او نه د موضوع لهُ يا مدلول پر جزء دلالت کوي بلکي پر يوه خارجي معنی دلالت کوي چي د موضوع له سره لازم وي او لازم هغه دی چي ذهن موضوع له يا مدلول ته انتقال سي يعني مدلول په ذهن کي ورو ګرځي لکه دلالت د انسان پر قابل العلم او یا صنعة الکتابة باندي او یا هم د ړانده لفظ چي د سترګو پر نابينايې دلالت کوي  . 
په عمومي ډول لازم پر دوه ډوله دی : 
۱ـ لازم غير بيين 
۲ـ لازم بيين
د لازم غيربيين مثال : العالم ( ملزوم ) حادث (لازم ).
لازم بيين بيا پر دوه ډوله دي : 
۱ـ لازم بيین بالمعنی الاخص : مثلاً عمی ( ملزوم ) بصر(لازم) .
۲ـ لازم بيین  بالمعنی الاعم : دهريوه ( لازم اوملزوم ) تصور به عليحده کيږي مثلاً ۸ ( ملزوم ) جفت ( لازم )
 
فصل الدلالة التضمنية والالتزامية لا توجدان بدون المطابقة وذلک لان الجزء لايتصور بدون الکل وکذا اللازم بدون الملزوم والتابع لایوجد بدون المتبوع والمطابقة قد توجد بدونهما لجواز أن يوضع اللفظ لمعنیٰ بسيط لا جزء له ولا لازم لهُ ، 
دلالت تضمني او دلالت التزامي د دلالت مطابقي څخه پرته نسي موجوديدلای دا پدې سبب چي جزء د کل څخه پرته نه متصور کيږي او همداسي لازم د ملزوم څخه پرته او تابع د متبوع څخه پرته نه سي موجودیدلای ، اما مطابقت د دوی څخه پرته موجودیدلای سي ځکه اجازه سته چي لفظ د بسیطي معنا لپاره وضع سي نه د هغه جزء وګرځي او نه يې هم لازم وبلل سي  . 
فإن قُلتَ لا نسلم أن يوجد معنیٰ  لا لازم له فإن لکل معنیٰ  لازماً ألبتة وأقله إنه ليس غيره ، قلنا ألمراد باللازم هواللازم البين الذي ينتقل الذهن من الملزوم إليه ، و قولک ليس غيره ليس من اللوازم البينة لانا کثير اما نتصورالمعاني ولا یخطر ببالنا معنی الغير فضلاً عن کونه ليس غيره . 
که ته ووايې چي دا نه منم چي يوه معنا دي بغير د لازم څخه موجوده سي ؛ ځکه د هري معنا لپاره لازم حتمي دی حتی که نور هيڅ نه وي دا خوحتمي دی چي ليس غيره يعني بل شی ورسره نسته ! ، موږ وايو چي د لازم څخه مراد هغه ښکاره لازم دی چي ذهن هغه ملزوم ته انتقال سي ، او دا ستا ليس غيره ښکاره لازم ندی ، ځکه ډير داسي معاني موجوديدلای سي چي د انسان فکر يې غير ته نه متوجه کيږي .
فصل أللفظ الدال إما مفرد و إما مرکب فالمفرد ما لايقصد بجزئه الدلالة علیٰ جزء معناه کدلالة همزة الاستفهام علیٰ معناه و دلالة زید علیٰ مسماه و دلالة عبدالله علی المعنیٰ العَلمي ، والمرکب ما یقصد بجزئه الدلالة علیٰ جزء معناه کدلالة زید قائم علیٰ معناه و دلالة رامي السهم علیٰ فحواه .
د دلالت لفظ به يا مفرد وي او یا به هم مرکب وي ، مفرد هغه دی چي جزء د لفظ پر جزء د معنیٰ مقصود نه وي لکه د استفهام همزه ، يا د زيد نوم که چیري تجزيه سي د مسمیٰ پر جزء دلالت نه کوي لکه زا ، یا او دال يا د عبدالله نوم که تجزيه سي د هغه پر عَلمي نوم دلالت نه کوي ، د منطقيينو په نزد دغه مفرد لفظ دی ،  او مرکب لفظ هغه دی چي جزء د معنیٰ يې پر جزء د لفظ مقصود وي لکه زيد ولاړ دی او یا دلالت  د غشي ويشتونکي پر خپل هدف يعني که دغه هر لفظ تجزيه سي  دلفظ د جزء پر معنیٰ دلالت کوي .
 
ثم المفرد علیٰ إنحاء ثلاثة لأنه إنکان معناه مستقلاً بالمفهومية أی لم يکن في فهمه محتاجاً إلیٰ ضم ضميمة فهو إسم ، إن لم يقترن ذلک المعنیٰ بزمان من الازمنة الثلاثة ، و کلمة إن اقترن به وإن لم یکن معناه مستقلاً فهو آداة في عرف المیزانيين و حرف في إصطلاح النحويين هذا .
او مفرد لفظ پر درې ډوله دی : هغه لفظ چي مستقله معنا لري یعني په فهمولو کي يې د بلي ضميمې اړتيا نه وي او دهغه په معنا کي د درو زمانو څخه د يوې زماني سره تړلی نه وي هغه اسم دی لکه بکر او زيد ، او که د يوې زمانې سره تړلی وي هغه کلمه ده ، او که يې مستقله معنا نه درلوده هغه د منطقيينو په عُرف کي آداة بولي ، او دا لفظ د نحویینو په اصطلاح کي حرف بلل سوی دی دا ياد ساتئ ! .  
 
فصل ‏‏إعلم أنه قد ظن بعضهم إن الکلمة  عند أهل الميزان هي ما يسمیٰ في علم النحو بالفعل وليس هذا الظن بصواب ، فإن الفعل أعم من الکلمة ألا تریٰ أن نحو أَضْرِبُ ، و نَضْرِبُ و أمثاله فعلٌ عند النحاة و ليس بکلمة عند المنطقيين لأن الکلمة من أقسام المفرد و نحو أَضْرِبُ مثلاً ليس بمفرد بل هو مرکب لدلالة جزء اللفظ علیٰ جزء المعنیٰ فإن الهمزة تدل علی المتکلم و ض ر ب علی المعنی الحدث .
پوه سه چي ځيني داسي ګمان کوي چي اهل ميزان ( منطقيينو) د نحويينو فعل دکلمې په نامه نومولی دی خو دا ګمان صحيح ندی ، ځکه فعل تر کلمې عام دی ، تاسو وګورئ مثلاً : په أضربُ ( زه وهل کوم )  او نَضربُ ( موږ وهل کوو) او داسي نور دا فعلونه دي خو د منطقيينو په نزدکلمې ندي ، ځکه کلمه د مفرد له اقسامو څخه ده خو أضربُ مفرد ندی بلکي هغه مرکب دی ، پدې دليل چي جزء د لفظ پر جزء دمعنا دلالت کوي همزه پر متکلم او ضرب د کار پر کولو دلالت کوي .
 
فصل قد يُقَسَّم المفرد بتقسيم اٰخر و هو إن المفرد إما أن يکون معناه واحداً أو يکون کثيراً أو الذي له معنیٰ واحد علیٰ ثلاثة إضرب لأنه لا يخلوا إما أن يکون ذلک المعنیٰ متعييناً مشخصاً أو لم يکن .
لفظ په عمومي ډول پر دوه قسمه دی : 
۱ـ مفرد .
۲ـ مرکب .
مفرد لفظ بيا پر دوه ډوله دی : واحدالمعنیٰ (يوه معنا لرونکی )  او کثیرالمعنیٰ (ډيري معناوي لرونکی ) .
هغه مفرد چي واحدالمعنیٰ وي پر درې ډوله دي : 
۱ـ جزئي ،  ۲ ـ متواطئ او ۳ ـ  مشکک .
هغه معنا به يا معيينه او مشخصه وي او يابه معيينه اومشخصه معنا نه وي . 
الأول : يسمیٰ عَلَما کــــ ( زيد وهذا وهو ) والاولیٰ أن يسمی هذا القسم بالجزئي الحقيقي .
 اول : دا ډول يې په عَلم مسمیٰ دی لکه زيد او دغه او دی ، ښه دادی چي دغه قسم ته جزئي الحقیقي وويل سي .
والثاني : أی مالا يکون معناه الواحد مشخصاً بل يکون له أفراد کثيرة ، هو ضربان : أحدهما : أن يکون صدق ذلک المعنی علیٰ سائر أفراده عليٰ سبيل الاستواء من غير أن يتفاوت بأولية أو أولوية أو أشدية آو أزدية و يسمی هذا القسم بالمتواطئ لتواطؤ أفراده و توافقها في تصادق ذلک المعنی العام ، کالإنسان بالنسبة إلی زيد و عمرو  و بکر . 
دوهم : هغه چي يوه مشخصه معنا ونه لري بلکي ډير افراد په کښي شامل وي هغه بيا پر دوه ډوله دی : 
۱ ـ دغه معنا يې پر ټولو افرادو يو شان صدق وکړي بېله دې چي دهغه اوليت (دکلي هغه ځينی افراد چي د خپلونورو افرادو لپاره د ثبوت علت وي لکه وجود ؛ په حقيقت کي زيد د خپل زوی عمرو د ثبوت لپاره علت دی ) ، اولويت ( د کلي ثبوت دی د ځيني افرادو لپاره کله چی د هغه کلي ذات وليدل سي ، او د نورو افرادو دپاره چي بل ته وکتل سي لکه رڼا ، نو ځکه دلمر دپاره په کتلو سره د هغه ذات او همداسي مځکه په کتلو دهغه د غير سره )، اشديت ( دفردينو څخه د يوه شدت د بل په نسبت ډير وي او په بل کي لږ وي لکه سپين والی چي په واوره کي د فيل تر غاښ ډير وي ) ، او ازديت ( چی په فردينو کي يو د بل په نسبت زياد وي او هغه بل د نقصان له حيثه وي ) په نظر کي ونيول سي دغه قسم ته متواطئ ويل کيږي ځکه پر افرادو يې عموماً دغه معنا يو ډول صدق کوي لکه انسان نسبت زيد ، عمرو او بکر ته . 
وثانيهما : أن لا يکون صدق ذلک المعنی العام في جميع أفراده علی وجه الاستواء ، بل يکون صدق ذلک المعنیٰ علیٰ بعض الإفراد بالأولية أو الأشدية أو الأولوية  و صدقها علیٰ بعض الاٰخر باضداد ذلک کالوجود بالنسبة إلی الواجب جلَّ مجده و بالنسبة إلی الممکن ، وکالبیاض بالنسبة إلی الثلج و العاج ، ويسمی هذا القسم مشکّکاً ؛ لأنه يوقع الناظر في الشک في کونه متواطياً أو مشترکاً .
۲ـ هغه چي په عام ډول يې معناپر ټولوافرادو يوشان صدق ونکړي بلکي پرځيني افرادو يې د اوليت،اشديت او اولويت په نظر کي نيولوسره صدق وکړي اوپربعضونورو يې دهغه پرضد ( اوليت ، اشديت يا اولويت نه وي ) صدق وکړي لکه د واجب الوجود موجوديت ، يا نسبت ممکن ته ، يا سپينوالي نسبت واوري او دفيل غاښ ته ، دغه قسم ته مشکک ويل کيږي ځکه کتونکی په شک کي لويږي چي دا متواطئ دی که مشترک .  
 
فصل : المتکثر المعنیٰ : له أقسام عديدة ، وجه الحصر أن اللفظ الذي کثر معناه إن وضع ذلک اللفظ لکل معنیً إبتداءً بلا تخلل نقل بأوضاع متعددة علیٰ حدة يسمی مشترکاً کالعين وضع تارة للذهب ، و تارة للباصرة ، و تارة للرکبة ، و تارة للمنبع الماء . 
کثير المعنیٰ څوډولونه لري ، دحصر وجه يې داده ؛ هغه لفظ چي معناوي يې ډيري وي اودهر لفظ دپاره په ابتداءکي کښيښوول سي په پوره ډول بېله کوم خلله د مختلفو شیانو لپاره په عليحده يا مستقل ډول نقل سي ، هغه مشترک بلل کيږي ، لکه د عین لفظ چي کله د سرو زرو لپاره ، کله د سترګي لپاره ، اوکله د زنګانه د سترګي ، او دچينې لپاره هم کارول کيږي . 
وإن لم يوضع لکل إبتداء بل وضع أولا لمعنیً ، ثم إستعمل في معنی ثانٍ ؛ لأجل مناسبة بينهما ، إن اشتهر في الثاني و ترک موضوعه الأول یسمی منقولاً .
اوکه په ابتداء کي دډیرولپاره نه وو ايښوول سوی بلکي په ابتداء کي د يوې معنا دپاره ايښوول سوی وو ، او وروسته په دوهمه معنا کي کارول کيدی ، ددې لپاره چي ددوی مناسبت وسي نو که په اول کي ترک سوی وو او په دوهم کي مشهور سوی وو دغه ته منقول ويل کيږي .
والمنقول بالنظر إلی الناقل  ينقسم إلی ثلاثة أقسام :
1. أحدها : ألمنقول العرفي بإعتبار کون الناقل عرفاً عاماً ؛ مثلاً : کلفظ الدابة ، کان في الأصل موضوعاً لما يدبَّ علی الأرض ، ثم نقله العامة للفرس او لذات القوائم الأربع . 
منقول نظر ناقل ته پر درو ډولونوويشل سوی دی : 
اول يې عرفي منقول دی په اعتبار د عرف عام چي د ناقل له حيثه وي ، لکه د دابې لفظ چي په اصل کي د هر هغه چا لپاره چي پر ځمکه به ګرځیدل ايښوول سوی وو ، خو وروسته په عمومي ډول دا لفظ د آس او نورو هغو حيواناتو لپاره چي پر څلورو پښو ځي هغو ته دا نوم نقل سوی دی ؛ يعني د آس او نورو چارپايانو لپاره استعماليږي ) .
2. ثانيها : ألمنقول الشرعي بإعتبار کونه أرباب الشرع ؛ مثلاً :کلفظ الصلاة ، کان في الأصل بمعنی الدعاء ثم نقله الشارع إلی أرکان مخصوصة . 
دوهم يې منقول شرعي دی په اعتبار د شريعت د خاوندانو لخوا لکه : د صلاة لفظ چي په اصل کي د دعاء په معنا وو خو وروسته شارع ( شريعت جوړوونکي ) ارکان مخصوصه ته دغه نوم نقل کړی  .
3. ثالثها : ألمنقول الإصطلاحي بإعتبارکونه عرفاً خاصاً وطائفة مخصوصة : مثلاً : کلفظ الاسم ، کان في اللغة بمعنی العلوّ ، ثم نقله النحاة إلی کلمة مستقلة في الدلالة غير مقترنة بزمان من الأزمنة الثلاثة .
دريم يې منقول اصطلاحي دی چي د مخصوصي طائفې لخوا پر خاص عرف وکارول سي لکه د اسم لفظ چي په لغت کي د علوّ په معنا وو ، وروسته نحويينو يوې مستقلي معنا ته نقل کړی چي هغه پر داسي کلمه دلالت کوي چي هغه کلمه د درو زمانو څخه و هيڅ يوې زمانې ته احتياج نه وي .
و إن لم يشتهر في الثانی ولم یترک الأول ، بل يستعمل في الموضوع الأول مرة و في الثاني أخریٰ ، يسمّی بالنسبة إلی الأول حقیقة و بالنسبة إلی الثانی مجازاً ؛ کالأسد بالنسبة إلی الحيوان المفترس والرجل الشجاع ، فهو بالنسبة إلی الأول حقيقة  ، وبالنسبة  إلی الثاني مجاز.
که په دوهم کي مشهور نه وو او په اول کي نه ترک کيدی ، بلکي په موضوع الاول کي خو استعماليږي اما په دوهم کي هم کله کله استعماليږي ، دا نسبت لمړي ته حقيقت بلل کيږي او نسبت دوهم ته مجاز بلل کيږي ،لکه زمری چي په اصل کي هغه څيروونکي حيوان ته ويل کيږي ، اوکله کله دلاوره انسان ته هم زمری ويل کيږي ، نو دا په لمړي نسبت کي حقيقت دی ، او په دوهم نسبت کي مجاز دی .
  
فصل : إن کان اللفظ متعدداً والمعنی واحداً يسمی مرادفاً کالأسد والليث ، والغيم والغيث.
ألمرکب قسمان : 
أحدهما : ألمرکب التام ، وهو مايصح السکوت عليه کزيد قائم .
ثانيهما : ألمرکب الناقص ، هو ما ليس کذلک .
فصل دی : که لفظ متعدد وو او معنا يې يوه وه دا مترادف الفاظ بلل کيږي لکه په عربي ژبه کي اسد او لیث دواړه د زمري په معنا کارول کيږي ، او يا غيم او غيث په عربي ژبه کي د وريځي په معنا کارول کيږي . 
مرکب په خپل ذات کي دوه ډوله دی : 
۱ـ مرکب تام : هغه مرکب دی که ويونکی پر هغه سکوت وکړي هغه صحيح يا پوره جمله وي لکه زيدولاړ دی .
۲ـ مرکب ناقص : هغه مرکب دی چي د تام مرکب په څير نه وي .
ألمرکب التام ضربان : 
أحدهما : ألخبر والقضية ، وهو ماقصد به ألحکاية و يحتمل الصدق والکذب ، و يقال لقائله : إنه صادق أوکاذب ، نحو ألسماء فوقنا ، والعالم حادث ، فإن قيل : قولنا :”  لا إله إلا الله “ قضية وخبر مع أنه لا يحتمل الکذب ؟ قلت ُ : مجرد اللفظ يحتمله و إن کان بالنظر إلی خصوصية الحاشيتين ( متکلم او کلام ) غير محتمل للکذب .
ثانيهما : ألإنشاء ، وللإنشاء أقسام : أمر ، نهيٌ ، تمنٍّ ، ترجٍّ ، إستفهامٍ  و نداءٍ .
مرکب تام دوه قسمه دی :
۱ـ) دمرکب تام يو ډول خبر او قضيه بلل کيږي ، چي په هغه سره د يوې قصې بيانول مقصود وي نو د هغه قصې هم صدق احتمال لري او هم يې کذب احتمال لري ؛ او ويونکي ته يې صادق يا کاذب ويل کيږي ، لکه څوک چي ووايې اسمان تر موږ لوړ دی ، يا ووايې عالم حادث دی ، که څوک ووايې چي زموږ دغه قول لا اله الا الله قضيه او خبر دی سره ددې چي پدې کي د کذب احتمال نسته ، موږ ورته وايو مجرد لفظ حمل کيږي خو نظر دحاشييتينو خصوصيت ته په کتلو سره دا پر کذب نه محمول کيږي . شرح : هر لفظ يا مرکب تام پر صدق او کذب نه محموليږي بلکي د هغه حاشييتينو ته کتل کيږي چي دلته د حاشییتينو څخه مراد دوې حاشيي دي چي يوه حاشيه يې متکلم دی هغه ته کتل کيږي که هغه پخپلو قولونو کي صادق الابد وو ، نو هره خبره يې صدق ده ، او بله حاشيه کلام يعني هغه مرکب تام دی چي هغه ته کتل کيږي که د هغه په صدق کي شک نه وو نو هغه هم د کذب احتمال نه لري .
۲ـ)  دمرکب تام دوهم ډول انشاء بلل کيږي ، انشاء څو ډوله دي :  أمر ، نهي ، تمنّي ، ترجّي ، إستفهام  و نداء .  
 
فصل : ألمرکب الناقص علیٰ أنحاء :
منها : ألمرکب الإضافي ، کــــــ”  غلام زيد “ . 
و منها ألمرکب التوصيفي  ،کـــــ ”  ألرجل العالم “ 
و منها ألمرکب التقييدي  ، کـــــ ”  في الدار “ و هٰهنا  قد تم بحث الألفاظ ، والآن نرشدک إلی بحث المعانی .
مرکب ناقص څوډولونه لري : 
۱ـ مرکب الإضافي دی لکه د زيد مريی .
۲ـ مرکب التوصيفي دی لکه سړی عالم دی . 
۳ـ مرکب التقييدي دی لکه په کور کي .
دلته د الفاظو بحث خلاص سو نو اوس د معانيو بحث درته ښيو :
 
فصل : ألمفهوم أی ما حصل في الذهن قسمان :
أحدها : جزئي : فهو ما يمنع نفس تصوره عن صدقه علیٰ کثيرين ، کزید ، وعمرو ، وهذا الفرس ، و هذا الجدار وغیره .
ثانيها : کلي : فهو ما لايمنع نفس تصوره عن وقوع الشرکة فيه و عن صدقه علیٰ کثيرين کالإنسان والفرس و قد یفسر الکلی والجزئی  بتفسیرین آخرين : أما الکلي فهو ما جوز العقل تکثره من حيث تصوره .
و أما الجزئی : فهو ما لايکون کذلک . 
هغه مفهوم چي په ذهن کي حاصليږي دوه ډولونه لري : 
۱ـ جزئي : دا هغه مفهوم دی چي نفس تصور يې د ډیرو پر صدق منع کوي لکه زيد ، عمرو او داسي نور، دغه قسم ته جزئي ويل کيږي . چي په نحو کي ورته اسم خاص ويل کيږي .
۲ـ کلي : دا هغه مفهوم دی چي نفس تصور يې د ډیرو پر صدق نه منع کوي لکه انسان ، آس او نور ، دا حقيقت دی چي کلي او جزئي په نورو معناوو هم کاريږي خو دومره ويلای سو چي کلي هغه دی چي عقل د تصور له اړخه د هغه د ډيرښت اجازه ورکوي . په نحو کي دې قسم ته اسم عام ويل کيږي .
خو جزئي داسي ندی . 
 
فصل : ألکلي أقسام :
أحدها : ما يمتنع وجود أفراده فی الخارج ،کاللاشیء واللاممکن واللاموجود.
ثانيها : مايمکن أفراده ولم توجد و کالعنقاء وجبل من الياقوت .
ثالثها : ما أمکنت أفراده ولم توجد من أفراده إلا فرد واحد ، کالشمس .
رابعها : ما وجدت له أفراد کثيرة إما متناهية کالکواکب السيارة، فإنها سبع : ألشمس والقمر والمريخ والزهرة والزحل وعطارد والمشتري ، أو غير متناهية کأفراد الإنسان والفرس والغنم والبقر .
د کلي ډولونه : 
۱ـ هغه چي په خارج کي يې د افرادو وجود ممتنع وي ، لکه هيڅ نسته  او يا امکان نه لري  او ياهم ندی موجود .
۲ـ هغه ډول چي په خارج کي يې افراد وي خو موجوديدلای نسي لکه عنقاء مرغه او يا د ياقوتو غر .
۳ـ هغه ډول چي افراديې ممکن وي خو د افرادو څخه يې فقط یو فرد موجود وي لکه لمر .
۴ـ هغه ډول چي افراد يې ډير وي خو پر دوه ډوله وي : 
۱ )  ډول يې متناهي وي لکه سيارې چي اووه وي : لمر ، سپوږمۍ ؟ مريخ ، زهره ، زحل ، عطارد ، مشتري ، او 
۲ ) ډول يې غير متناهي دي لکه : انسان ، آس ، پسه او غوايی .
وقد أورد علیٰ تعريف الکلي والجزئي سؤال ، تقريره : أن الصورة الحاصلة من البيضة المعينة ، والشج المرئي من بعيد ، ومحسوس الطفل في مبدأ الوِلادة کلها جزئيات مع أنه يصدق عليها تعريف الکلي ؛ لأن في هذه الصور فرض صدقها علیٰ کثيرين غير ممتنع ؟
د کلي او جزئي پر دغه تعريف اعتراض وارديږي پوښتنه داده : د ټاکلي هګۍ ، ليري ليدل سوی موجود او د نوي زوکړي کوچني احساس ټوله جزئيات دي ، سره ددې چي پر دغو د کلي تعريف صدق کوي ؛ نو پدغه صورت کي خو صدق دکثيرينو غير ممتنع دی .
د اعتراض وضاحت : که يوه ټاکلي هګۍ په ذهن کښي ونیول سي د تعين په اساس خو د جزئي په تعريف کي داخليږي خو که بله هګۍ پر دغه ټاکلي ځای کي کښيښوول سي ذهن د اولي هګۍ يقين لري ، همداسي که ليري يو شی وليدل سي نو ذهن هغه کله انسان کله بل شی بولي چي په آخر کي به هغه یا انسان يا بل شی وي ، همداسي نوی زوکړی کوچنی پر هر تيريدونکی يا ناست کس د مور ګمان کوي پداسي حال کي چي دده خو يوه مور وي ، نو دلته خو صدق د کثيرينو فرضول غيرممتنع وي يعني دغه دکلي تر تعريف لاندي جزئي دی ځکه د ډيروصدق پرکيدلای سي .
والجواب : أن المراد بصدق المفهوم في تعريف الکلي هو الصدق علیٰ وجه الاجتماع ، وهذه الصور – أعني صورة البيضة المعينة وغيرها – إنما يصدق علیٰ کثيرين بدلاً لا معاً ؛فإن الوحدة مأخوذة في هذه الصورة ضرورة أنها مأخوذة من مادة معينة جزئية ، ولو لا فيها إعتبار التوحد لکانت کلية من غير لزوم إشکال ، هذا .
ددې اعتراض جواب دادی : چي دکلي مفهوم په اجتماعي ډول صدق وکړي يعني هغه مفهوم په یو وخت کي پر ډيرو صدق وکړي ، پداسي صورتونو کي يعني د ټاکلي هګۍ صورت او نور چي ذکر سول ، پر ډیرو صدق کوي خو بنا پر بدليت صدق کوي په اجتماعي حيثيت صدق نه کوي ؛ ځکه پدې صورتونوکي يو ټاکلی صورت اخيستل حتمي دي ، که پدې کي يووالي ته اعتبار نه وای نو بيا خوبالکل د کلي تر تعريف لاندي وو ، دا ياد ساتئ !
د جواب وضاحت : دلته چي د انسان ذهن يوې ټاکلي هګۍ ته ځي 
او يا څوک ليري شی وويني ، او دی فکر وکړي چي شايد ليدل سوی شی انسان وي ، يا شاید ډبره وي يا شاید کوم حیوان وي .
اويانوی زيږیدلی کوچنی پر هر نژدې کس د مور ګمان کوي ، دا ټول په يوه وخت کي نه سره جمع کیږي ، مثلاً هغه هګۍ به يا ټاکلي هګۍ وي يابه بله هګۍ وي .
داسي نسي کيدلای چي په یوه وخت کي دي دغه يوه هګۍ هم هغه ټاکلي هګۍ وي او هم دي بله هګۍ وي .
يا هغه ليري ليدل سوی شی په يوه وخت کي هم انسان وی هم ډبره او هم يو حیوان وي .
او هم کوچني ته نژدې کسان دي ټول دده ميندي وي نو چي په ټولوکي يو شی مطلوب دی او بل شی نسي کیدلای نو جزئي بلل کیږي . 
 
 
 
فصل في النسبة بين الکليين : إعلم أن النسبة بين الکليين تتصور علیٰ إنحاء أربعة :
 
۱. لأنک إذا أخذت کليين فإما أن يصدق کل منهما علیٰ ما يصدق عليه الآخر فهما متساويان ؛ کالإنسان والناطق ؛ لأن کل إنسان ناطق ، وکل ناطق إنسان ، أو يصدق أحدهما علیٰ کل ما يصدق عليه الآخر ، ولا يصدق الآخر علیٰ جمیع أفراد أحدهما ،
د کليينو تر منځ دنسبت بحث :
د کليينو تر منځ نسبت پر څلورو قسمونو ويشل کيږي :
۱ـ هغه دوه کلي چي د هر يوه افراد د بل پر ټولو افرادو صدق وکړي دغه دوه کلي متساوي بلل کيږي ؛ لکه د انسان او ناطق تر منځ نسبت ؛ مثلاً دوه کلي چي يو يې انسان دی او بل يې ناطق دی ؛ که انسان په A   او ناطق په B سره ونوموو د A کلي افراد د B کلي پر ټولو افرادو صدق کوي او د B کلي افراد د A پرټولو افرادو صدق کوي ؛ ځکه هر انسان ناطق دی او هرناطق انسان دی او هر يو ددوی څخه د بل کلي پر ټولو افرادو صدق کوي .
۲ .  لايصدق شیء منهما علیٰ شیء مما يصدق عليه الأخر فهما متباينان .
۲ـ هغه دوه کلي چي د يوه افراد د هغه بل پر يوه فرد هم صدق نه کوي دغه کلي متباين دي ؛ لکه د انسان او آس تر منځ نسبت ، ځکه هيڅ انسان آس ندی او هيڅ آس انسان نه بلل کيږي .
۳ . فبينهما عموم وخصوص مطلقاً ؛ کالانسان والحيوان ، فيصدق الحیوان علیٰ کل ما یصدق عليه الانسان ، ولا يصدق الإنسان علیٰ کل ما يصدق عليه الحيوان ، بل علیٰ بعضه أويصدق بعض کل واحد منهما علیٰ بعض مايصدق عليه الآخر .
۳ـ انسان او حيوان هغه دوه کلي دي چي په خپل منځ کي عموم او خصوص مطلق نسبت لري ځکه حيوان د انسان پر ټولو افرادو صدق کوي ، خو انسان د حیوان پر ټولو افرادو صدق نه کوي بلکي پرځيني افرادو يې صدق کوي .
۴ .  فبينهما عموم وخصوص من وجه؛ کالابيض والحيوان ، ففي البط يصدق کل منهما ، وفي الفيل يصدق الحیوان فقط ، وفي الثلج والعاج يصدق الأبيض فقط . 
۴ ـ عموم او خصوص من وجه دی ؛ لکه د سپين او حیوان تر منځ نسبت ، په هيلۍ کي دواړه صدق کوي په فيل کي فقط حيوانيت سته سپينوالی نسته او په واوره او د فيل په غاښ کي سپينوالی سته حيوانيت نسته پکښي .
 
فهذه أربع نسب : ۱. التساوي ، ۲ . التباين ، ۳ . عموم والخصوص مطلق ، ۴ . عموم والخصوص من وجه . فاحفظ ذلک!
دغه څلور نسبتونه دي چي يويې تساوي ، دوهم يې تباين ، دريم يې عموم والخصوص مطلق ، او څلورم يې عموم والخصوص من وجه بلل کيږي دا ياد کړئ !
 
فصل وقد يقال للجزئي معنیٰ آخر ، وهو ما کان أخص تحت الأعم ؛ فإن الإنسان علیٰ هذا التعريف جزئي ؛ لدخوله تحت الحيوان ، وکذا الحيوان ؛ لدخوله تحت الجسم النامي ، وکذا الجسم النامي ؛ لدخوله تحت الجسم المطلق ، وکذا الجسم المطلق ؛ لدخوله تحت الجوهر . والنسبة بين الجزئي الحقيقي وبين هذا الجزئي المسمّی بالجزئي الإضافي عموم وخصوص مطلقاً ؛ لإجتماعها في (( زيد )) مثلاً ، وصدق الإضافي بدون الحقيقي في (( الإنسان )) ؛ فإنه جزئي إضافي و ليس بجزئي حقيقي ؛ لأن صدقه علیٰ کثيرين غير ممتنع .
جزئي په بله معنا هم بلل کيږی ؛ هغه داده چي خاص تر عام لاندي دی يا خاص د عام له جملې څخه دی : نو انسان د جزئي په تعريف کي د حیوان له جملې څخه دی ، همداسي حيوان د ودي کوونکو له جملې څخه دی ، همداسي ودي کوونکي له جسم مطلق څخه دي ،همداسي جسم مطلق د جوهر له جملې څخه دی .
((جوهر قائم  بذاته دی )) .
 
د جزئي حقيقي او دغه جزئي ترمنځ دغه نسبت د جزئي اضافي عموم او خصوص مطلق پنامه دی ؛ مثلاً فقط په زيد کي ټول جمع سوي دي ، او صدق اضافي د حقيقي څخه پرته په انسان کي دی ځکه هغه جزئي اضافي دی جزئي حقيقي ندی ، نو ځکه يې پر ډيرو باندي صدق غیر ممتنع دی ؛ ځکه زید هم انسان دی ، هم حیوان دی ، هم جسم نامي دی ، هم جسم مطلق دی ، هم جوهر دی خو هر انسان زيد ندی . 
 
فصل الکليات خمس : ألأول جنس و هو کلي مقول علیٰ کثيرين مختلفين بالحقائق فی جواب ما هو کالحیوان فإنه مقول علی الإنسان والفرس والغنم إذا سئل عنها بماهی و یقال الإنسان والفرس ما هما فالجواب حیوان .
کليات پر پنځه ډوله دي : اول کلي يې جنس دی چي ډیرو مختلفو حقائقو ته ويل کيږي ، په جواب کي يې دا څه دي کاريږي  لکه حيوان ؛ ځکه حيوان انسان ، آس او پسه ته ویل کیږي که پوښتنه وسي چي دا څه دي ، اوکه وويل سي انسان او آس دواړه څه دي؟ نو جواب يې حیوان دی ځکه دلته ددوی جنس پوښتل سوی دی ، او که د يوه پوښتنه وسي نو بيا د هغه نوع پوښتل سوی دی . 
 
فصل ألثاني النوع وهو کلي مقول علیٰ کثیرين متفقين بالحقائق في جواب ما هو و للنوع معنیٰ آخر و یقال له النوع الإضافي وهو ماهیة یقال علیها و علیٰ غیرها الجنس فی جواب ما هو بین النوع الحقیقی والنوع الإضافي عموم وخصوص من وجه لتصادقها علی الإنسان و صدق الحقیقي بدون الإضافي فی النقطة و صدق الإضافي بدون الحقیقي فی الحيوان .
دوهم ډول يې نوع ده او دا هغه کلي دی چي ډيرو متفقو حقائقوته ویل کیږي ، د داڅه دي په جواب کي ويل کيږي ، او د نوع لپاره بله معنا هم سته هغه ته نوع اضافي ویل کیږي ، دا يې ماهيت دی نو پر دغه او ددې څخه پرته پر نورو په جنس سره جواب ورکول کیږي ، او دنوع حقيقي او نوع اضافي ترمنځ نسبت عموم اوخصوص من وجه دی ځکه پر انسان دواړه صدق کوي ، پر نقطه حقیقي صدق کوي اضافي صدق نه کوي او پر حیوان اضافي صدق کوي او حقيقي صدق نه پرکوي . 
نوت : 
جزئي حقيقي : اسم خاص دی او جزئي اضافي اسم عام دی . نوع حقيقي  :  خاص نوع لکه انسان .
نوع اضافي : جنس ورڅخه مراد دی لکه حيوان ، دلته انسان دحيوان له جنسه دی خو حيوان د انسان له نوعي څخه ندی .
 
فصل فی الترتيب الاجناس الجنس إما سافل وهوما لايکون تحته جنس ويکون فوقه جنس بل إنما یکون تحته النوع کالحیوان فإنه تحته الانسان وهو نوع وفوقه الجسم النامي وهو جنس فالحيوان جنسٌ سافلٌ واما متوسط وهو مايکون تحته جنس و فوقه أيضاً جنسٌ کالجنس النامي فإن تحته الحيوان و فوقه الجسم المطلق ، واماعالٍ و هو مالا يکون فوقه جنس ويسمي بجنس الاجناس أيضاً کالجوهر فإنه ليس فوقه جنسٌ  و تحته الجسم المطلق والجسم النامي و الحیوان .
 
 سرچینه: تعلیم الاسلام ویب پاڼه
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته