تازه سرليکونه
د (ستاسو ليکنې) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د لقمان حکيم وصیتونه وخپل زوی ته
 
  November 24, 2011
  0


د لقمان حکيم وصیتونه وخپل زوی ته

اې زویه ! په سکوت هيڅکله نه یم پښېمانه شوی.

اې زویه ! له شر څخه ځان وساته ستا عزت به وکړای شي، ځکه شر له شره پیدا کېږي.

اې زویه ! خپله ژبه په  ( اللهم اغفرلي ) عادت کړه ، ځکه خدای لره داسي وختونه دي ، چي د بنده  غوښتونی پکښې نه ردوي.

اې زویه ! د خدای اطاعت سوداګري او تجارت وګرځوه ، ګټي به پرته له تجارته درته راځي.

اې زویه ! خوب او خوراک ډېر مه کوه ، ځکه هرڅوک یې چي ډېر کوي ، د قیامت په ورځ به یې عملونه کم وي.

اې زویه ! په هغه کوهې کي ، چي اوبه ترې چيښې، تیږه مه غورځوه.

اې زویه ! ستا په قسمت کي مرغۍ د بل په قسمت کي تر غوایې ښه ده.

اې زویه ! تر زړه او ژبي خواږه شيان نشته ، کله چي صالح سي ، او که فاسد شي بيا ترې خبیث شيان نسته.

اې زویه!  پر دنیا همېشه تکیه مه کوه ، او زړه مه پرې نښلوه ، ځکه ته دې ته نه یې پیدا شوی.

اې زویه ! له عجیب څیز پرته مه خانده، او له هغه څه چي ګټه نه لري ، مه پوښته.

اې زویه ! څوک چي رحم کوي رحم پرې کېږي ، څوک چي خاموش وي ، په امن کي وي ، څوک چي د خیر خبره کوي ، غنیمت لاس ته ورځي ، څوک چي د خپلې ژبي واک نلري ، پېښمانه کېږي.

اې زویه ! پوهانو او علماوو ته په دواړو زنګونو کښېنه ، او په دواړو غوږونو ورڅخه اوره ، ځکه زړه د علماوو په رڼا ژوند مومي.

اې زویه ! له ډېرو انبیاوو سره مي لیدلي ، چي ډېر ګټور څيزونه مي ور څخه زده کړي:

کله چي په لمانځه کښي یاست ، خپل زړه وساتى .

 کله چي د خلکو په مجلس کي یاست ، خپله ژبه وساتى.

 کله چي د خلکو په کورونو کې یاست ، خپلي سترګي وساتى.

 کله چي د ډوډۍ په خورا ک کي یاست ، د معدې حفاظت وکړى.

او دوه شیان هېڅکله په  ياد  كي مه ساته :

هغه بدي چي خلکو درسره کړې وي  ـــــــ او هغه احسان  چي  د خلکو  سره دي كړى وي.

سرته