تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د خطر زنګ ! اروپا ته د مسلمان مهاجرينو ور تګ
  تعلیم الاسلام
  October 10, 2015
  0

 

لیکنه: نعمت الله شاکر/تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
اروپا ته د مسلمان مهاجرينو ور تګ به د اسلامي امت لپاره خطر ناک عواقب ولري.
 
۱: مهاجر مسلمانان د لاري په اوږدو کي د جسمي او اقتصادي زيانونو تر څنګ احتمال لري معنوي او حتی اخلاقي زيانونه تحمل کړي. 
 
۲: مهاجر مسلمانان په کوربه هيوادونو کي د خپلو مصارفو لپاره اړ دي، چي کار وکړي، نو هلته به د خاصو شرائطو منلو ته اړ کيږي او کار به کوي. د کفارو خاصتاً اروپايي ارګانونو شرائط هغه چاته معلوم دي، چي په اړه يې عميق معلومات لري.
 
۳: ممکن پدغو مهاجرو مسلمانانو کي ځيني خاص کسان د خپلو هيوادونو پر ضد تربيه سي او خپلو هيوادونو ته د کوربه هيوادونو د استخباراتي او نورو خدماتو په اړه استخدام سي. 
 
۴: د مهاجرو مسلمانانو په هيوادونو کي به د وضعي خراپېدل د بېکارۍ سبب سي، بېکاري به بد امنۍ سبب سي او دغه وضعيت به  زمينه مساعده کړي، چي هلته د کفري هيوادونو څخه د مرستندويه (صحي، ساختماني تعليمي او خلکو ته د کار په نامه) مؤسساتو په نامه د انحراف مراجع ځای پر ځای سي او خلکو ته د کار او مرستي تر نامه لاندي به داسي کارونه وکړي، چي بيا به يې جبیره نسي کېدلای. د خلکو عقيدوي او عملي انحراف، د کفري عقاېدو، عيسويت او يهوديت تبليغ او اخلاقي فساد را منځ ته کول، د ښځو بې بندو باري او د ښځو د حقوقو د دفاع او ساتني په پلمه به په فاميلونو کي داسي ګډوډي را منخ ته کړي، چي د فراق، فحاشۍ او نورو بدو عواقبو سبب به سي. 
 
دا چي ولي اروپايي هيوادونه دومره کډوالو ته اجازه ورکوي، خيمې او د اوسېدلو ځايونه ورته تهيه کوي او د هغوی د چارو د تنظيم لپاره مصارف کوي سازمانونه او مؤسسې جوړوي. پدې د هر عاقل کس فهم رسيږي، نو مسلمانانو ته پکار ده، چي په لومړي قدم کي په خپلو هيوادونو کي و اوسيږي د هري فتنې او فساد پر ضد منقولانه او معقولانه عکس العمل وښيي. که داسي نسي کولای نو اسلامي هيوادونو ته دي هجرت وکړي.
 
که څوک دا دليل وايي، چي رسول اکرم صلی الله عليه وسلم د کفارو تر تسلط لاندي مځکي ته هجرت وکړ، نو دا خو معلومه ده، چي د هغه صلی الله عليه وسلم هدف د دين خپرول وو، د اوسني مهاجرينو هدف ژوند تېرول دي. او بل دا چي په هغه وخت کي د مځکي پر مخ اسلامي هیواد نه وو اوس الحمد لله په لسګونو اسلامي هيوادونه سته . 
 
د اسلامي هيوادونو واکمنان دي نور د غفلت او عيش له خوبه راوپاڅيږي خپل اسلامي مسئوليتونه دي درک کړي د اسلام او مسلمانانو د نفوذ لپاره دي قوي او معقول پلانونه جوړ کړي د نړۍ د ټولو مسلمانانو د وحدت او اتحاد فکر دي عملي کړي د مسلمانو مهاجرينو لپاره دي په خپلو هيوادونو کي د پناه ځايونه تهيه کړي. که نه وي بيا به هم اوسني مهاجرين پښيمان وي هم به واکمنان پښيمان وي هم به مقيم مسلمان اولسونه پښيمان وي؛ خو پښيماني به هيڅ ګټه نه کوي.  
 
د کفارو په منځ کي اوسېدل (الحدیث)
-------------------------------------
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:
أنَا بَرِيءٌ مِنْ كُلِّ مُسْلِمٍ يُقِيمُ بَيْنَ أَظْهُرِ الْمُشْرِكِينَ. رواه ابوداود و الترمذي
ژباړه: زه د هر هغه مسلمان څخه بېزاره یم چي د مشرکانو په منځ کي اوسیږي.
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته