تازه سرليکونه
د (احکام) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د تشریق تکبیرونه او د اختر لمونځ
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  August 28, 2017
  0

 رالېږونکی: خیال محمد خادم / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

د تشریق تکبیر :
(( الله اکبر ، الله اکبر لا اله الا الله والله اکبر الله اکبر ولله الحمد))
د عرفې  یعني د نهم تاریخ د سهار څخه د دیارلسمي ورځي تر مازیګر پوري (۹-۱۳) له هر لمونځ څخه وروسته په لوړ آواز سره دا تکبیر یوار ویل واجب دي . فتوی پر دې ده چي په دې کي په جماعت سره لمونځ کوونکی او یوازي لمونځ کوونکی دواړه پدې کي برابر دي همدغسي پر سړي او ښځي دواړو باندي واجب دي. البته ښځه دي ئې په کرار آواز لولي او نارینه دي ئې په لوړ آواز لولي. ( شامي)
 
یادونه: دغه تکبیرات باید په متوسط آواز سره وویل سي ډیر خلګ په دې کي غفلت کوي او بالکل ئې نه لولي او یا ئې ډېر په کرار لولي ددې اصلاح ضروري ده.
 
 
 

د
 لوی اختر مسنون اعمال
 
د لوی اختر په ورځ دغه کارونه مسنون دی:
 
• سهار وختي له خوبه پاڅېدل
• غسل کول او مسواک وهل
• پاک او صفا لباس اغوستل
• خوشبو لګول
• د اختر له لمانځه څخه د مخه څه نه خوړل
• عید ګاه ته د تللو په وخت کي په لوړ آواز تکبرونه ویل.
 
د  اختر لمونځ
د اختر لمونځ دوه رکعته دی خو له نورو لمونځونو سره ئې صرف دومره فرق دی چي پدې لمانځه کي په هر رکعت کي دننه درې درې تکبرونه زیات دي.
 
په لومړي رکعت کي تر سبحانک اللهم وروسته او له قرائت څخه مخکي او په دویم رکعت کي د قرائت څخه وروسته په د غو زوایدو تکبرونو کي تر غوږونو پوري د لاسونو رسول ضروري دي.
 
لومړی رکعت:  په لومړي رکعت کي (تر تکبیر اولی وروسته) دي د دوو تکبرونو څخه وروسته لاسونه ایله کړي د دریم تکبر څخه وروسته دي لاسونه وتړي.
 
دویم رکعت: په دویم رکعت کي دي له درو سرو تکبرونو وروسته لاسونه کښته ونیسي او په څلورم تکبر کي دي رکوع ته ولاړ سي .
 
 د اختر تر لمانځه وروسته د خطبې اوریدل سنت دي. 
 
ماخذ: د لوی اختر او قربانۍ احکام (د جواهر الفقه څخه ، علامه مفتي محمد شفیع رحمه الله)
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته