تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د قربانۍ یا اختري د حیوان مسائل
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  August 5, 2018
  0
سرچینه: تعلیم الاسلام ویب پاڼه 2017-08-28
 
 د قربانۍ حيوان
 په قربانى کي پسونه ، وزګړي ، غواوي او اوښان حلاليږي ، نر او ماده فرق پکښي نه لري ګاميښي د غوايو په جنس کي شمېرل کيږي . 
 
د پورتنيو حيوانانو څخه ماسيوا نور حيوانان په قرباني کۍ نه صحيح کيږي ، همدا ډول وحشي پسونه او غوايي هم په قرباني کي نه صحيح کيږي .
 
پسه او وزګړى يو نفر قرباني کولاى سي ، په غوايي او اوښ کي تر اوو نفرو شريکان کېدلاى سي ، خو د هر يوه ونډه بايد تر اومي کمه نه وي .
 
غوا او اوښ تر اوو تنو کم کسان هم په برابر شراکت يا د ونډو په حساب حلالولاى سي ، د مثال په ډول دوه کسان کولاى سي چي اوښ حلال کړي نيم قيمت يې يو او نيم قيمت يې بل ورکړي ، داسي هم کولاى سي چي دوې برخي يې د يوه شريک او پنځه برخي يې د بل شريک وي .
 
د قربانۍ سن
د قربانۍ حيوان به د عمر له مخي ثَنِي وي ، په اوښانو کي ثَنِي هغه پنځه کلن اوښ ته وايي چي پښه يې په شپږم کال کي وي ، په غوايو کي دوه کلن غوايى چي په پښه يې په دريم کال کي وي ثَنِي بلل کيږي ، په پسونو او وزګړو کي يو کلن چي پښه يې په دوهم کال کي وي ثَنِي بلل کيږي ، البته په پسونو کي د شپږو مياشتو غټ ورى لا هم په قربانۍ کي صحيح کيږي .
 
 د قربانۍ عيبونه
د قربانۍ د حيوان دوه ډوله عيبونه دي ، يو يې هغه عيبونه دي ، چي د هغو لکبله يې قرباني نه صحيح کيږي بل يې هغه عيبونه دي چي د هغو لکبله يې قرباني کول کراهيت پيدا کوي .
 
لاندي څلور عيبونه د علماوو په اتفاق د قربانۍ مانع ګرځي : 
 
١_ ړوندتيا : په سترګه ړوند حيوان په قرباني کي نه صحيح کيږي .
 
٢_ ګوډتيا : ښکاره ګوډ حيوان چي د  حلالېدلو تر ځايه پخپله نسي تلاى هم په قرباني کي نه صحيح کيږي .
 
٣_ ډنګرتيا : داسي ډنګر حيوان چي په هډو کي يې ماغزه وچ سوي وي يعني يو مخ ډنګر ، پوست او هډوکي وي هم په قرباني کي نه صحيح کيږي .
 
٤_ غوږ پرې : داسي حيوان چي د غوږ نيمه برخه يې پرې سوې وي هم په قربانۍ کي نه صحيح کيږي .
 
فقهاء پر پورتنيو عيبونو نور عيبونه هم قياس وي چي هغه همدا ډول يا تر دې لا هم زيات عيب ګڼل کيږي لکه په دواړو سترګو ړوند حيوان ، پښه يا لکۍ پرې حيوان ، دا ډول غاښ وتلى حيوان چي يو غاښ يې لا هم په خوله کي پاته نه وي ، مورزاده بې غوږى حيوان ، دا ډول حيوان چي پزه يا د تيو سرونه يې پرې سوي وي ، پورته ياد سوي حيوانان هم په قرباني کي نه صحيح کيږي ، ځکه دا هم ټول غټ غټ عيبونه دي .
 
کوچني عيبونه
د قرباني د پاره تر ټولو غوره روغ رمټ حيوان دى خو دا چي په حيوانانو کي څه ناڅه عيبونه وي ، نو ځکه کوچني عيبونه د قرباني مانع نه ګرځي  . 
 
خو دا چي کوم عيب غټ او کوم عيب کوچنى دى ،  پدې اړوند د امام ابوحنيفه رحمة الله علیه څخه څلور ويناوي رانقل سوي دي ، يو قول يې چي هغه د امام  ابويوسف او امام  محمد قول هم دى دا دى : وايي که د غوږ زياته برخه يې پاته وه يعني د غوږ د نيمايي څخه يې لا هم لږ برخه پرې وه دا کوچنى عيب بلل کيږي ، قرباني يې صحيح ده البته کراهيت لري .
 
د لکۍ يې هم دا ډول حکم دى ، که تر نيمايي زياته برخه يې پاته وه نو قرباني يې د کراهيت سره صحيح ده ، خو که د غوږ يا لکۍ نيمه برخه يې پرې وه بيا يې قرباني صحيح نه ده . 
 
کوک : مورزاده کوچنى غوږي حيوان ته کوک وايي ، د کوک پسه قرباني صحيح کيږي پدې شرط چي د غوږ زياته برخه يې پرې سوې نه وي . 
 
هغه حيوانان چي غوږونه يې سوري وي يا يې د غوږ د څوکې ، يا د يوه او بل اړخ څخه څه څه اندازه پرې سوي وي ، لکه دروږي پسونه يا يې غوږ په غيچي څيري سوى وي خو ټوټې يې په ځړيږي ، د هغه قرباني کول کراهيت لري ، خو که د غوږو پرې سوي برخي يې نيمايي ته رسېدلي نو بيا يې قرباني نه صحيح کيږي .
 
د ښکر ماتي حيوان قرباني صحيح ده ، البته که ښکر يې بيخي په بيخ کي مات سوى وو او دماغ ته رسېدلى وو نو بيا يې قرباني نه صحيح کيږي .
 
غوره قرباني
د قرباني د پاره تر ټولو غوره حيوان چاغ ، ابلک ښکرور ، خصي مږ دى ، ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم به همدا ډول پسه قرباني کاوه ، د اکثرو په آند منده تر خصي افضل ګڼل کيږي ، ځکه په ځينو رواياتو کي د رسول الله صلی الله علیه وسلم د قربانۍ په صفت کي فحيل راغلى دى فحيل ومنده ته وايي .
 
 د قربانۍ وخت
 
د قربانۍ د حلالو وخت د لوى اختر د لومړۍ ورځي څخه بيا د دريمي ورځي تر لمر لوېدو پوري دى . 
 
د ښار د هستوګنو او هم د هغو ځايونو د هستوګنو کوم چي هلته د اختر لمونځ ادا کيږي د قربانۍ وخت د اختر د لمانځه څخه وروسته دى ، دا کسان که د اختر تر لمانځه دمخه قرباني وکړي په قرباني کي نه شمېرل کيږي ، البته د صحرا خلک کوم چي د اختر لمونځ ورباندي نسته هغوى د اختر د اولي ورځي د سپېدو څخه وروسته هم قربانى حلالولاى سي .
 
د قربانۍ د حلالو د پاره د هغه ځاى وخت معتبر دى کوم چي هلته حلاليږي ، د ښار هستوګن که خپله قربانۍ صحرا ته وليږي نو وکيل يې د اولي ورځي د سپېدو څخه وروسته هم حلالولاى سي ، ځکه هلته د اختر لمونځ نه ادا کيږي .
 
د صحرا هستوګن که خپله قرباني ښار ته وليږي وکيل يې د اختر تر لمانځه دمخه نسي حلالولاى ځکه په ښار کي د اختر لمونځ ادا کيږي .که په يو وطن کي اختر يوه ورځ دمخه وي او هستوګن يې خپله قرباني داسي وطن ته وليږي ، چي هلته اختر يوه ورځ وروسته وي ، د همدې کس وکيل کولاى سي چي د اختر په دريمه ورځ يې قرباني حلاله کړي ، که څه هم دا ورځ د مُوَكِّلٌ په وطن کي د اختر څلورمه ورځ کيږي .
 
ماخذ: فقه المبتدي، دوهم ټوک
مؤلف: مولوي محمد عمر خطابي 
 
اړونده لیکني: 
د لوی اختر او قربانۍ مسایل
د اضحیې یا قربانۍ ضروري احکام
غوره قرباني، ذبحه د اهل کتاب ذبحه
 

 

سرته