تازه سرليکونه
د (انبیاء علیهم السلام) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د انبياؤ عليهم السلام د دعوت فضيلتونه
  تعلیم الاسلام
  August 26, 2015
  0
رالېږونکی: جاوید احمد
 
هغه ځانګړتياوي او فضيلتونه چي د انبياؤ عليهم السلام  په دعوت کي نغښتي دي په لاندي ټکو کي يې را خلاصه کوم :
 
لومړئ: د انبياؤ عليهم السلام  دعوت الهي و يعني د وحي په وسيله منځته راغلى و.
 
دوهم : د انبياؤ عليهم السلام  پر خپل دعوت د خلګو څخه پيسې او مزدوري نه اخيسته بلکي يوازي يې د الله جل جلاله څخه د مزدورۍ او اجرت هيله درلوده.
 
دريم : د انبياؤ عليهم السلام  د دعوت څخه موخه د يوه الله جل جلاله عبادت او بندګي کول وه.
 
څلورم : په دعوت او د دوى مبارکانو په بلنه کي د اسانۍ شتون او نه تکليف وو.
 
پنځم:  د انبياؤ عليهم السلام  د دعوت هدف او موخه څرګنده اوروښانه وه يعني د يوه تاريک هدف لپاره يې کار نه کاوه چي خلګ په شک کي لوېدلي واى.
 
شپږم : په دنيا کي سپېڅلتيا او د دنيا په پرتله واخرت ته زياته پاملرنه کول.
 
اوم : د توحيد عقيدې ته زياته توجه او په غيبو سره د ايمان راوړلو پر موضوع ټینګار.
 
پورتني شيان چي بيان سوه د انبياؤ عليهم السلام  د دعوت مهم فضائل وه چي هر يو به يې ډېر ژر تفصيل واره تربحث لاندي ونيسو.
 
ماخذ: د نبوت او انبیاوو علیهم السلام تاریخ
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته