تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
معنوي ګرانښت
 
  January 2, 2016
  0

 حاجي عبدالحميد  "ارغندابي"


د اهليت، لياقت او پوهي څښتن متقي متواضع اومؤدب وي؛ 
له هر چا سره په نرمه لهجه او خوږه ژبه خبري کوي؛
هيڅوک نه ازاروي؛ د خپل خالق  جل جلاله  په عبادت او د اولس په خدمت ځان مکلف بولي؛
په دې لاره کي د هيڅ ډول ستومانۍ احساس نه کوي؛
هرڅه ته په دقيق نظر ګوري؛ حقيقت نه پټوي؛ 
پر مظلومانو زړه سوی لري؛ 
د ظالمانوسره د عدالت پر بنسټ چلند کوي؛
د حسد کولوڅخه نفرت کوي؛ 
پراخه حوصله او د ميني ډک زړه لري
او د عمل په ډګر کي تر هر چا ګړندی وي.

 اهل او پوه کس د هيڅ متکبر په وړاندي سر نه ټيټوي؛ 
د خپلي ورسپارل سوي دندي سره د زړه له کومي مينه لري؛ 
خپله وظيفه په صداقت او ديانت ترسره کوي؛ 
ځکه له خپل خالق  جل جلاله  څخه وېرېږي
او د خپل سپېڅلي وجدان څخه شرمېږي. 

داسي څوک ټولنيزو ګټو ته پر ځاني ګټو ترجيح ورکوي؛ 
په کامل فکري تمرکز د پوهي په رڼا کي د ورځنيو مسائلو تحليل کوي؛
ځکه نو داسي کسان په خپل قضاوت کي نه تېر وځي.
دا رنګه شخصيتونه د اولس په منځ کي خاص ګرانښت لري. 
هر څوک ورته د ميني او قدر په سترګه ګوري.
داسي څوک د اسلام، وطن او اولس خدمتګاران دي
او تر هر قدم لاندي يې لېمه قربانوي.

ماخذ: تعلیم الاسلام مجله، ۱۵ ګڼه

سرته