تازه سرليکونه
د (معاصر علماء) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د علامه وهبه الزحیلي رحمه الله وفات
 
  August 9, 2015
  0

 لیکنه: نوید احمد

په ډېره خواشنۍ سره مو خبر ترلاسه کړی چي د اسلاي نړۍ مشهور عالم علامه وهبه الزحیلي  الشافعي رحمة الله علیه د روان قمري کال ۱۴۳۶ د شوال پر ۲۳ (اګسټ ۸) د شنبه په شپه د ورپيښي مریضۍ لکبله د ۸۳ کالو په عمر په دمشق کي د فاني دنیا څخه رحلت وکړی. انا لله وانا الیه راجعون


شیخ زحیلي رحمة الله علیه د (تفسیر المنیر) په نامه یو زخیم علمي تفسیر لیکلی دی چي پر خپل دې تفسیر يې جایزه هم یوړل او ددې ترڅنګ په څلورو مذاهبو کي یې مشهور او مقبول کتاب (الفقه الاسلام وادلته) لیکلی دی چي په دې او نورو علمي تالیفاتو سره يې د اسلامي نړۍ د علماوو په منځ کي زیات شهرت پیدا کړی.

ولادت
شیخ وهبه زحیلي رحمة الله علیه په ۱۹۳۲ میلادي کال کي د دمشق په شمال کي د دیر عطیة په ښار کي زېږېدلی، پلار یې د قرانکریم عمل کوونکی حافظ ، د نبوي سنتو محب، دهقان او تجار وو.

علمي تحصیل
شیخ وهبه زحیلي رحمة الله علیه د شافعي مذهب پیروان وو چي د دمشق په پوهنتون کي يې دیني علوم په ۶ کالو کي ولوستل او په ۱۹۵۲ کي په لومړۍ درجه بریالی سو. وروسته زحیلي صاحب د دیني علومو د حصول لپاره الازهر پوهنتون ته ولاړ چي بالاخره په ۱۹۵۶ کي هم په لوړه درجه کامیابه سو. 

شیخ زحیلي صاحب په ۱۹۶۳ میلادي کال کي په حقوقو کي دوکتورا واخیستل او موضوع دا وه: ( آثار الحرب في الفقه الإسلامي ـ دراسة مقارنة بين المذاهب الثمانية والقانون الدولي العام)

شیخ زحیلي رحمة الله علیه خپلو زده کړو ته ادامه ورکړه او د مختلفو پوهنتونونو څخه يې علمي رتبې لاس ته راوړې. د ۱۹۶۳ میلادي کال راهیسي د دمشق په پوهنتون کي په تدریس بوخت وو.
شیخ وهبه زحیلي رحمة الله علیه د اسلامي نړۍ د مشهورو اسلامي مراکزو مهم غړی هم پاته سوی دی لکه د سوريې ستره دارالافتاء، په جده کي مجمع الفقه الاسلامي او داسي نور....

علمي اثار
 
شیخ وهبه زحیلي رحمة الله علیه اسلامي امت ته زیات علمي کتابونه په میراث کي پرېښول چي ځیني یې دا دي:

-التفسير المنير في العقيدة والشريعة والمنهج,حائز على جائزة لأفضل كتاب في العالم الإسلامي للعام ۱۹۵۵
-آثار الحرب في الفقه الإسلامي ـ مقارنة بين المذاهب الثمانية والقانون الدولي.
-الأصول العامة لوحدة الدين الحق ((أصول مقارنة الأديان)) مترجم إلى الإنجليزية.
-جهود تقنين الفقه الإسلامي.

-عبادة بن الصامت.
-أسامة بن زيد.
-سعيد بن المسيب.
-عمر بن عبد العزيز.
-الإمام الشافعي.
-حقوق الإنسان في الإسلام، بالاشتراك مع آخرين.
-الإسلام دين الجهاد لا العدوان.
-القصة القرآنية، هداية وبيان.
-الفقه الإسلامي وأدلته, ترجم إلى التركية والماليزية والفارسية.
-تقديم وتحقيق نيل الأوطار للشوكاني.
-تقديم وتحقيق شرح مسلم للنووي.
-حق الحرية في العالم.
-الأسرة المسلمة في العالم المعاصر.
 
 
 
ډېر ځله د بې ګناه مؤمنانو د وژني خبري اورو، زړونه مو غمجن وي خو د یوه عالم وفات یقیناً مؤمنان نور هم دردوي، پداسي حال کي چي اسلامي امت یو بل علمي ستوری د لاسه ورکوي نو د دوی حق پر موږ دا دی چي د علمي اثارو څخه یې کما حقه ګټه واخلو او پخپلو دعاګانو کي يې یاد وساتو، الله عزوجل دي شیخ زحیلي رحمة الله علیه ته مغفرت وکړي، دعا کوو چي په خپل خاص رحمت سره يې ونازوي او د الله تعالی د دربار څخه دا دردمندانه غوښتنه کوو چي اسلامي امت ته نور دغسي متبحر علماء ورکړي. آمین
 
د تعلیم الاسلام ویب پاڼي لخوا
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته