تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د شوال د مياشتي شپږ روژي او ځانګړتیاوي
  تعلیم الاسلام
  June 19, 2018
  0
رالېږونکی: على الله
 
الله  جل جلاله  و خپل بنده ته د عبادت کولو لپاره بيل بيل مواقع او اوقات ورکړي او زمينه يي ورته مساعده کړي تر څو په لږ عبادت ډير ثواب او لويه برخه خپله کړي. او د عظيمو ثوابونو د لاسته راوړلو لپاره يي هڅولى او ننګولى. وار وار يي ورته د لږ عبادت او اطاعت په مقابل کي د جنت وعدي ورکړي؛ هغه جنت چي زيب او زينت، خوشبويي او نعمت، کوثر او شربت، د روح ارام والى او عزت يي د انسان تر تخيول او تصور وتلي. او انسان هم له ايتونو، حديثونو او د علماء د اقوالو څخه د جنت په ماهيت او کيفيت پوه دى غوښتنه يي کوي او اميد يي لري خو د لاسته راوړلو کوښښ يي نه کوي.
 
د الله  جل جلاله  د ستر کلام او د امام المرسلين  صلی الله علیه وسلم  له احاديثو راته عبادات او طاعات نومول سوي او د ادا کيدو راته فرمان سوى دى او د علماؤ او امامانو له ادرسه راته د ادايني طريقه په شفاهي، کتبي او عملي ډول ښودل سوي.
 
د الله  جل جلاله  له طرفه مختلف عبادات او اوقات يي پر موږ خاصه لورينه او مهرباني ده. چي د هغو له جملي نه يي روژه او ورپسي د شوال مياشت د کال په اوږدو کي اوس د يادوني وړ ده؛ تر څه د پاسه دري اتيا (٨٣) کاله قبول سوي عبادت په اندازه يي راته د قدر يوه شپه په لويه او ستره مياشت (روژه) کي راکړي. او بنده يي په لټون او عبادت ګمارلى او فرمايي:
 
اِنَّا  اَنۡزَلْنٰہُ  فِیۡ  لَیۡلَۃِ  الْقَدْرِ ۚ﴿ۖ۱﴾  وَ مَاۤ  اَدْرٰىکَ مَا لَیۡلَۃُ  الْقَدْرِ ؕ﴿۲﴾  لَیۡلَۃُ  الْقَدْرِ ۬ۙ خَیۡرٌ مِّنْ  اَلْفِ شَہۡرٍ ؕ﴿ؔ۳﴾
 
ددي ستري مياشتي (روژي) له ختم سره سم يي د شوال غوندي عظيمه مياشت راکړي؛ هغه مياشت چي د داخليدو اول ماښام يعني د اختر شپه يي له عليحده فضيلت او برکت نه برخمنه ده. رسول  صلی الله علیه وسلم  فرمايي: و عن ابي امامة  رضي الله عنه  عن النبي  صلی الله علیه وسلم  قال: من قام ليلتی العيدين محتسبا لله لم يمت قلبه يوم تموت القلوب.( سنن ابن ماجه) 
 
ترجمه: د حضرت ابو امامه  رضي الله عنه  څخه روايت دئ چي نبي كريم  صلی الله علیه وسلم  وفرمايل چي: كوم سړى د دوو اخترو (كوچني اختر او لوى اختر) د شپو د ثواب يقين درلودى روڼي  ئې كړې نو د هغه زړه نه مړ كېږي په هغه ورځ چي د نورو خلګو زړونه مړه كېږي.
 
دلته په حديث کي د (يوم تموت القلوب  يعني هغه ورځ چي د نورو خلګو زړونه مري) له دي څخه مراد د قيامت سختي او عذاب دى. او ددي ورځي د شدت او سختى په هکله رب العلمين په عظيم الشان قران کي فرمايي:
 
یٰۤاَیُّہَا النَّاسُ اتَّقُوۡا رَبَّكُمْ ۚ اِنَّ  زَلْزَلَۃَ السَّاعَۃِ شَیۡءٌ عَظِیۡمٌ ﴿۱﴾  یَوْمَ تَرَوْنَہَا تَذْہَلُ كُلُّ مُرْضِعَۃٍ عَمَّاۤ اَرْضَعَتْ وَ تَضَعُ كُلُّ ذَاتِ حَمْلٍ حَمْلَہَا وَ تَرَی النَّاسَ سُکٰرٰی وَمَا ہُمۡ  بِسُکٰرٰی وَلٰکِنَّ عَذَابَ اللہِ شَدِیۡدٌ ﴿۲﴾ سورة الحج ١-٢ ايتونه
 
ترجمه: اى خلکو! د خپل رب له (عذابه) ځان وژغورئ (وبېرېږئ)، ځقيقت دا دى چي د قيامت زلزله لوى (هولناک) شى دى. په هغه ورځ چي تاسي هغه ووينئ، حال به دا وي چي هره تى ورکونکې به له خپل تي رودي ماشوم څخه غافله سي، او هره حامله به خپل حمل وغورځوي، او خلک به تا ته بيسده (نشه) ښکاره سي، پداسي حال کښي چي هغوى به نشه نه وي بلکي د الله عذاب به ډير سخت وي.
 
 نو چي د يوي شپي عبادت موږ د قيامت له سختيو ساتي نو بيا خو ددي شپي د روڼولو او عبادت کولو هڅه يو نيک او عظيم کار دى. او دي شپه کښي درود، ذکر، تلاوت، تسبيحات او لمونځونه بايد و کړل سي. 
 
او همدا د شوال مياشت کښي د اختر پر فضيلت سربيره د شپږو روژو په نيولو سره د ټول کال د روژو ثواب بنده ته ورکوي. رسول  صلی الله علیه وسلم  فرمايلي: عن ثوبان مولى رسول الله صلى الله عليه وسلم عن رسول الله صلى الله عليه وسلم أنه قال : من صام ستة أيام بعد الفطر كان تمام السنة { مَنْ جَاۗءَ بِالْحَسَنَةِ فَلَهٗ عَشْرُ اَمْثَالِهَا}. (سنن ابن ماجه)
 
ترجمه: د رسول صلی الله علیه وسلم مریی ثوبان رضی الله عنه  روایت کوي چې رسول صلی الله علیه وسلم وویل : چا چې د روژې له میاشتې وروسته  شپږ روژې ونیولې دا داسې ده لکه ټول کال یې چې روژې نیولې وي، او دا آیت يې ولوست {من جاء بالحسنة فله عشر أمثالها}.چا چې ښېګڼه وکړه نو هغه ته یې لس برابره ثواب دی .
 
کال عموماً دري سوه شپيته (٣٦٠) ورځي وي نو که چا د رمضان د مياشتي روژې او د شوال د مياشتي شپږ روژي و نيولې ورته به د يوه کال ثواب ورکول سي ځکه هره يوه روژه د لسو په منزله ده او ورسره برابره ده.
 
د روژي مياشت (۳۰ ورځي) + د شوال روژه (۶ ورځي) = ۳۶ ورځي نو (٣٦×١٠=٣٦٠).
 
د پورته په شان بل حديث صحيح مسلم روايت کړى چي رسول صلی الله علیه وسلم وایې :
 
 وعن أبي أيوب الأنصاري رضي الله عنه أن رسول الله صلى الله عليه و سلم قال من صام رمضان ثم أتبعه ستا من شوال كان كصيام الدهر.
 
ژباړه : له ابي ايوب انصاري رض څخه روايت دي چي وايې محمد رسول الله ص وويل: چا چې د رمضان روژې او ورپسې د شوال شپږ روژې ونیولې دا داسې ده لکه ټول عمر یې چې روژې نیولې وي .
 
ولي به يوه روژه په لسو حسابل کيږي؟
 
ځکه الله  جل جلاله  فرمايي: مَنْ جَاءَ بِالْحَسَنَةِ فَلَهُ عَشْرُ أَمْثَالِهَا وَمَنْ جَاءَ بِالسَّيِّئَةِ فَلَا يُجْزَى إِلَّا مِثْلَهَا وَهُمْ لَا يُظْلَمُونَ (سورة الانعام ١٦١) 
څوک چې یوه نیکي راوړي هغه ته لس برابره بدله ده او څوک چې یوه بدي راوړي هماغه شان (د هغې برابر) سزا به ورکول کیږي او په هغوی به ظلم نه کیږي.
 
د شوال روژي کله او څنګه بايد ونيول سي؟
 
د شوال روژي چي د شوال د مياشتي په اوږدو کي هر وخت ونيول سي باک نه لري خو د اختر له دوهمي څخه يي سمدستي نيول ځکه اسانه دي چي د يوي مياشتي روژي سره څوک عادت سوي وي نو د دا روژو په نيولو سره به روژاتي د ستړيا او تکليف احساس و نه کړي. ان شالله
 
روژاتي کولاى سي چي دا شپږ روژي جلا جلا ونيسي او هم کولاى سي چي په پرلپسي ډول يي ونيسي.
 
لومړى بايد کومي روژي و نيول سي د قضا که د شوال شپږ روژي؟
 
کچيري څوک د رمضان د مياشتي د روژو پوروړى وي د کوم عذر يا ناروغى له امله نو د لومړيتوب حق د رمضان د قضايي روژو دى ځکه د پورته حديثونو کي رسول صلی الله علیه وسلم فرمايي چا چي د رمضان د مياشتي روژه ونيول او ور پسي يي د د شوال د مياشتي روژه ونيول نو له دي نه معلوميږي چي د رمضان د مياشتي پور دي ادا کړل سي او بيا دي د شوال شپږ روژي ونيول سي. نو لومړۍ باید خپل پور ادا او بیا که چيري و توانيږي دا ثوابي روژي دي ونيسي په دې هکله هیڅ ډول تکلیف نشته.
 
د شوال مياشت کښي لويي پيښي
 
 په دي مياشت کښي نبي کریم صلی الله علیه وسلم نکاحوي کړي او زياتي او لويي غزاګاني تر سره سوي.
 
١- د هجرت په لمړي کال د رسول الله  صلی الله علیه وسلم  نکاح او واده له ام المؤمنين حضرت عايشي (رض) سره. او ددي واقعي بيان عايشه صديقه (رض) داسي کوي:
تَزَوَّجَنِي رَسُولُ اللَّهِ  صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فِي شَوَّالٍ وَبَنَى بِي فِي شَوَّالٍ فَأَيُّ نِسَاءِ رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ كَانَ أَحْظَى عِنْدَهُ مِنِّي قَالَ وَكَانَتْ عَائِشَةُ تَسْتَحِبُّ أَنْ تُدْخِلَ نِسَاءَهَا فِي شَوَّالٍ. (مسلم شريف)
 
ترجمه : رسول صلی الله علیه وسلم  ماسره د شوال په میاشت کې کوژده او په همدې میاشت کې یې را سره واده وکړ، نو د رسول صلی الله علیه وسلم له بیبیانو څخه کومه یوه یې له ماڅخه زیاته هغه ته نژدې وه؟ راوي وایي چې عایشې رضي الله عنها به خوښوله چې په شوال کې د ښځو ودونه وشي .
 
او دا پر هغه چا باندي زموږ د رد ثبوت دى چي هغوی دا عقيده لري چي د اخترونو په منځ کښي د شوال په مياشت کي بايد واده و نه سي. او دا عقيده اصل کښي د اسلام نه مخکښي د جاهليت له زماني نه سرچينه اخلي او هغوى دا عقيده لرل چي د شوال مياشت په مياشت کښي که واده وسي د خاوند او ميرمني ترمنځ کرکه، نفرت او تل پاتى حسد را ولي. خو دا خبر د اسلام په مبارک دين کښي هيڅ ثبوت نه لري او په مبارکو حديثو يي رد کوو (بلکي د دوو اخترو ترمنځ نکاح کول نبوي سنت دی).
 
٢- د هجرت په دوهم کال د شوال په مياشت کي د شنبي په ورځ د قينقاع غزا پيښه سوه.
٣- د هجرت په دريم کال د شوال پر اتمه د يکشنبي په ورځ د حمراء الاسد غزا پيښه سوه.
٤. د هجرت په دريم کال د شوال پر پنځلسمه  د احد لويه غزا پيښه سوه.
٥- د هجرت په څلورم کال د شوال په مياشت کښي رسول  صلی الله علیه وسلم  د ام سلمه رضي الله عنها سره نکاح وکړه.
٦- د هجرت په پنځم کال د شوال پر اتمه د خندق غزا پيښه سوه.
٧- د هجرت په اتم کال د شوال پر اتمه د حنين غزا بيښه سوه.
٨- د هجرت په اتم کال کال د حنين تر غزا وروسته د طايف غزا.
 
 

سرته