تازه سرليکونه
د (روغتيا پالنه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
ګرد چينجی (Ascariasis (Round Worm
 
  July 29, 2015
  0

 

راليږونکي  : ټکنا لوجيست  فدا محمد سحر،  کندهار

تشريح
 
Ascariasis يوه ډيره معموله پرازيتي ناروغي ده چه غالبا عرض نلري ،ليږديدل يې Fecal – Oral  له لارې وي.

د ژوند دوران 
 
ددغه Ova   هګى په هغو ترکاريو ، خاورو او نوروکي چي د انسان په فضوله مادو ککړ سوي وي پيدا کيږي او ددغه شيانو له خوړلو څخه وروسته انسان ته انتقاليږي. لاروايي په کوچني کولمو کي دهګي څخه وځي او ددو ميا شتو په موده کي غټيږي لاروايي د کولمو له لاري د ويني جريان ته داخليږي او سږو ته ځان رسوي چه د نمونيا سبب ګرځي. د ١٠ څخه تر ١٢ مياشتو په موده کي په بالغ چنجي بدليږي په لوي کولمو کي هګي اچوي او دغه هګي د موادو غائطه سره محيط ته خارجيږي په محيط کي دغه د ١  څخه تر ٢ هفتو په موده کي  Mature  Ova   بدليږي دغه هګي د مياشتو او کلنو پوري په خپل حال پاته کيدلاي سي دغه په ټوله دنيا کي پيداکيږي.

Pathology
 
Ascariasis کيداى سي د تغذيې د کمولو ، د بطن د لويولو يا د کولمو د بندولو لامل سي.
د بالغ چنجيان زيات انفکشن د کولمو بنديش يا ( Obstruction of Intestine )  پيښوي.

Laboratory Diagnosis
 
ددغه Ova   په مواد و غائطه کي ليدل کيږي.

تىشخيص
 
د معدې او کولمو پړاو – په کولمو کي د لويو چنجيو د شتون له امله:
 
•      درد ، نا ارامتيا، تخرشيت
•      د ګيډې پړسوب
•      نس ناستي
•      په ماشومانو کې د تغذيې له کميدو سره نيمګړې وده .
•      په غايطه موادو کي په قسمي يا بشپړه توګه د ليدلو وړ چينجي.
•      ډير کم د چينجي ليدل دخولى يا پوزى د لارى ا و يا کانګو کي.
•      ډير کم کانګې يا د صفرا يا کولمو انسداد د (Ascariasis  په وسيله) د چنجيو د کتلې له امله رامينځ ته کيږي.
 
•      تشخيص د ځنګړو هګيو يا چنجيو د ليدلو پر بنسټ چه دغايطه موادو په مايکروسکوپي معاينه کې د ليدلو وړ وي ( په کوم ځاي کې چه معاينات شتون لري).
 
•      په انتقالى دوره کى کيداى سى په غايطه موادو کي په باريزه توګه ايزنوفيل ښکاره سي ( د مثال په توګه ريوى (Ascariasis ).
 
دالتراساونډ معاينات کيداى سي چې کاهل چينجي په کولمو يا د پانقراس او د صفرا په مجرا کې پيداکړي.

د ليږديدو پړاو 
 
کله چې لاروا له مخامخ سوې ساحې څخه د سږو په لوري ليږدي.
 
•      له مخ کيد و څخه وروسته په لومړني پړاو کي ، اعراض ډير کم د ليدو وړ دي.
•      د الرژئ علايم.
•      په جلد کي : خارښ، سوروالى، او يورتيکاريا.
•      په سږي کي: وچه ټوخله ،ويزنګ، استماته ورته اعراض ( د لوفلر سندروم) .
•      د سږي ارتشاح.

درملنه 
 
له درملو پرته درملنه 
د انيميا او خوار ځواکۍ د شتوالي شواهد و پلټئ.

د درملو په وسيله درملنه
 
•      د خولې د لارې Mebendazole  (١٠٠ميلى ګرامه ټابليټ ) د درې ورځو لپاره توصيه کړئ.
 
•      له يو کلن څخه تر دوه کلنو ماشومان : ٥٠ ميلى ګرامه هر دوز هر ١٢ ساعته وروسته.
 
•      لويان او له دوه کلونو څخه لوي ماشومان  : ١٠٠ ميلى ګرامه هر دوز هر ١٢ ساعته وروسته.

بديله  درملنه د Albendazole  په وسيله ( د ولسوالۍ په روغتون کې شتون لري).
 
•      له يوه کلن څخه تر دوه کلن ماشومان :٢٠٠ ميلى ګرامه يو دوز.
•      لويان او له دوه کلونو څخه لوي ماشومان : ٤٠٠ ميلى ګرامه يو دوز.

احتياط :- Mebendazole   او Albendazol   د اميندوارۍ د لومړي ترايمستراو شيدو ورکولو په ترڅ کې نه توصيه کيږي.

احتياط :- په هغه صورت کې چي ناروغ د کولمو پر انسداد شواهد ولري د Ascariasis درملنه مه کوئ بلکې ناروغ وليږی.

•      د انيميا درملنه د اړتيا په صورت کې د خولې د لارې Ferrous sulfate په وسيله ( ٦٠ ميلى ګرامه ايرن ټابليټ ) د ٣٠ ورځو لپاره .
 
•      له ١٢ کلونو څخه کوچني ماشومان  : ١.٥  ميلى ګرامه د بدن د وزن پر هر کيلو ګرام هر دوز ١٢ ساعته وروسته ( له ٦٠ ملي ګرامو څخه دي زيات نسي).
 
•      لويان : يو ټابليټ ( ٦٠ ميلى ګرامه ) هر ١٢ ساعته وروسته .

مخنيوى او ناروغ ته لارښوونې
 
•      د لاسونو د روغتيا ساتنې او مينځلوعملي کول ( يعنې له خوړو مخکې او له تشناب څخه وروسته لاسونه په او بو او صابون ومينځي).
•      ماشومانو ته د لاسونو مينځل او روغتيا ساتنه وښيئ.
•      د ټټئ ( کناراب) په اسانتيا و کې ښه والى .
•      د روغتيايي خوړو د برابرولو عملي کول ( يعنې د خوړو ښه مينځل او پاخول).
•      د نوکانو لنډول.
 
ماخذونه 
لابراتواري ټيسټونه د درملنې ملي معياري لارښود

یادونه: دا لیکنه د طبي ډاکټرانو لپاره لارښووني دي.
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته