تازه سرليکونه
د (اسلامي تاريخ) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د تاریخ په اوږدو کي پر مسلمانانو لګېدلي تورونه
  تعلیم الاسلام
  July 15, 2015
  0
ژباړن: احسان ربي اَنفال
 
د تاریخ په اوږدو کي پر مسلمانانو لګېدلي تورونه
 
تور پوري کول او تهمت لګول يو له هغو ناوړه کړنو څخه دئ، چي منافقين او  فاسقان ئې د هغه چا پر ضد تر سره کوي، چي دوی په زړه کي کينه او حسد ورسره لري، يا ئې سيال وي او  يا دغه منافقين او فاسقين وغواړي چي تاوان او خوږ  ورورسوي. د تور پوري کولو ډېري بڼي سته. له منظمو او پلان سوو توطئيو څخه نيولې د يوې جملې تر الفاظو پوري ټول پکښي راځي. په هغو ټولنو کي چي له ديني اخلاقو څخه ليري وي او دالله جل جلاله له خوښۍ او رضا سره سم ژوند نه تر سره کېږي، په داسي ټولنو کي اکثره وخت تورپوري کول خلک له ډېر بد حالت سره مخ کوي. ددې ليکني په لوستلو سره به ډېر کسان په دې پوه سي، چي د تور له يوې بڼي سره نه له يوې بڼي سره حتماً مخامخ سوي دي. هغه به يا پر ده پوري سوی وي يا به ئې بل څوک ليدلی وي.
 
په هر صورت په دې ليکنه کي پر هغو کوچنيو تهمتونو باندي بحث نه کوو، چي په انفرادي توګه پر خلکو پوري کېږي، بلکي پر هغو لويو تورونو بحث کوو چي تقريباً ټول ورسره مخ دي. لکه د کفارو له خوا چي د روحي او فزيکي تاوان رسولو په موخه پر مؤمنانو پوري کېږي.
 
په قران کريم کي الله جل جلاله دا واضح کړي دي، چي پرټولو رسولانو او هغه صالح کسانو د لېونتوب، حرص، ځان غوښتني، غلا او زنا تورونه لګېدلي دي، چي خپل د ټولني خلک به ئې له قراني اخلاقو سره سم ژوند کولو ته دعوتول. د یوسف علیه السلام ټول ژوند له داسي مثالونو څخه ډک دئ. داغسي موسی علیه السلام ، سلېمان علیه السلام ، او حتی حضرت محمد صلی الله علیه وسلم هم له تورونو سره مخ سوی دی. همدارنګه د عيسی علیه السلام مور حضرت مريم عليهاالسلام ، ام المؤمنين حضرت عائشة رضی الله عنها او د پېغمبر صلی الله علیه وسلم اصحاب کرام رضي الله عنهم ټول متهم سوي او تورونه په پوري سوي دي. خو دغه کسانو همېشه داسي صبر او پر الله جل جلاله توکل کړئ، چي د نمونې په توګه ښوول کېږي.  کله چي به کوم تور پر ولګېدئ، هيڅ ارزښت ئې نه ورکاوه او نور به هم د الله جل جلاله پر احکامو ټينګ او د حق دعوت به ئې ګړندی کړ.
 
په دغه ډول ټينګو ارادو او قوي عزم کي هيڅ شک نسته، چي نمونه او مثال دي ونه ګرځي. الله جل جلاله ئې داسي وضاحت کوي:
 
أَمْ حَسِبْتُمْ أَنْ تَدْخُلُوا الْجَنَّةَ وَلَمَّا يَأْتِكُمْ مَثَلُ الَّذِينَ خَلَوْا مِنْ قَبْلِكُمْ مَسَّتْهُمُ الْبَأْسَاءُ وَالضَّرَّاءُ وَزُلْزِلُوا حَتَّى يَقُولَ الرَّسُولُ وَالَّذِينَ آَمَنُوا مَعَهُ مَتَى نَصْرُ اللَّهِ أَلَا إِنَّ نَصْرَ اللَّهِ قَرِيبٌ. (سورة البقرة ، آيت، ۲۱۴)
ژباړه: ايا تاسي داسي انګېرئ چي جنت ته به ننوزئ، په داسي حال کي چي ستاسي څخه د مخکنيو کسانو حالات پر تاسي نه دي راغلي؟ دوی ته ډېري سختۍ او رنځونه رسېدلي وو او دوی پرېشان سول تر دې ځايه پوري چي رسول او د هغه سره ملګرو مؤمنانو به ويل: د الله مرسته به کله (موږ ) ته ورسېږي؟ (دوی ته وويل سول) واورئ بې شکه چي د الله مرسته نژدې ده.
 
داسي هم ويلای سو، چي دا د الله جل جلاله  له سنتو څخه دي، چي بې له استثناء څخه به ټول مسلمانان هر وخت او هر ځای چي وي، د کفارو له خوا به په دې موخه تر فشار لاندي کېږي، چي د قراني احکامو سره سم ژوند کول پرېږدي. په بل آيت شريف کي الله جل جلاله فرمايي، چي هر مسلمان به د کفارو له خوا له دغه ډول دردوونکو الفاظو سره مخ کېږي او همدارنګه به  دوی په خپله شتمني او خپلو ځانونو سره هم ازمايل کېږي.
 
لَتُبْلَوُنَّ فِي أَمْوَالِكُمْ وَأَنْفُسِكُمْ وَلَتَسْمَعُنَّ مِنَ الَّذِينَ أُوتُوا الْكِتَابَ مِنْ قَبْلِكُمْ وَمِنَ الَّذِينَ أَشْرَكُوا أَذًى كَثِيرًا وَإِنْ تَصْبِرُوا وَتَتَّقُوا فَإِنَّ ذَلِكَ مِنْ عَزْمِ الْأُمُورِ.( سورة آل عمران آيت، ۱۸۶)
ژباړه: بې شکه چي تاسي پر خپلو مالونو او ځانونو ازمايل کېږئ او په رښتيا سره له کتابيانو او مشرکانو څخه به ډېر بد ويل واورئ. خو که صبر مو وکړ او پرهېزګاري مو وکړه، بې شکه چي دا (صبر او تقوا) دستري حوصلې کار دئ.
 
هر رښتينی او صالح مؤمن چي له دا ډول حالت سره مخ کېږي، غوښتنه ئې دا وي چي د خپلو اسلافو په څير صبر وکړي، پر الله جل جلاله توکل، اخلاص او د هغوی په څير ټينګه اراده ولري. نو ځکه مؤمنان په دغه ازمايښتونو سره چي په قران کريم کي ئې يادونه سوې ده، نه خوابدي کېږي او نه مايوسۍ ته لار ورکوي. حتی تور او تهمت ته د پرېشانۍ پر ځای له هغه څخه خوند اخلي.
 
همدارنګه کله چي پر يوبل مسلمان تور پوري کېږي، نو د هغه نور مسلمانان وروڼه او خويندي هم صبر کوي او پر الله جل جلاله باندي ئې توکل وي. دوی په دې ایمان لري، چي دغه صبر به ددوی د متهم ورور يا خور له پاره په دنيا کي د الله جل جلاله د رحم او انعاماتو سبب وګرځي او په اخرت کي به دالله جل جلاله د رضاء او جنت سبب سي.
 
د تهمت ددغه نقطې په واضح کولو سره موږ يوه بله کټه هم تر لاسه کوو. هغه ګټه داده چي دغه خبره د مؤمنانو په اړه تکذيبوي، چي وايي "په چاپسي چي خبري وسي، يوڅه ئې خامخا خلک مني، که څه هم هغه درواغ وي." دا يو څه ظاهري مشکلات لري، خو وروسته ددغو صالحو او رښتينو خلکو سپېڅلی او نيک کردار ټولو خلکو ته معلومېږي.مريم عليها سلام او يوسف علیه السلام دواړه په تاریخ کي د سپېڅلتيا سمبلونه دي. د يوسف علیه السلام وروڼو هم پر ده مبارک مختلف تورونه پوري کړل، لکن خلکو ته تر دې اندازې رښتني او د باور وړ وو، چي د مصر ټولي خزانې ئې وروسپارلې.
پورته ذکر سوي شيان موږ ته دا حقيقت په لاس راکوي، چي  دا د الله جل جلاله په اراده پوري اړه لري، چي د مؤمنانو پر ضد هر پلان سوی کار خوسا او له منځه ځي. هيڅ تور او تهمت به ګټه ورته ونه کړي، او هره دردوونکې خبره په خپله د هغه ويونکي په تاوان تمامېږي. په نورو ټکو داسي هم ويلای سو، که چيري مفتري (تورپوري کوونکی) توبه ونه باسي او خپل اعمال سم نه کړي، نو د مؤمنانو پر ضد د هغه هره خبره، هر کار او ظلم به هم په دنيا او هم په اخرت کي د هغه له پاره د ډېري سختي پښېمانۍ سبب وګرځي. الله جل جلاله د هغو کسانو بدبختي، چي د الله جل جلاله پر رسولانو او صالح بندګانو ئې تورونه پوري کول داسي بيانوي:
 
إِنَّ الَّذِينَ يُؤْذُونَ اللَّهَ وَرَسُولَهُ لَعَنَهُمُ اللَّهُ فِي الدُّنْيَا وَالْآَخِرَةِ وَأَعَدَّ لَهُمْ عَذَابًا مُهِينًا﴿۵۷﴾ وَالَّذِينَ يُؤْذُونَ الْمُؤْمِنِينَ وَالْمُؤْمِنَاتِ بِغَيْرِ مَا اكْتَسَبُوا فَقَدِ احْتَمَلُوا بُهْتَانًا وَإِثْمًا مُبِينًا. (سورة الاحزاب، آيت، ۵۷-۵۸)
 
ژباړه: بې شکه هغه کسان چي الله او د هغه رسول ته ایذا رسوي پر دوی په دنيا او اخرت کي د الله لعنت دئ او دوی ته ئې سپکوونکی عذاب چمتو کړی دئ (۵۷) او هغه کسان چي مؤمنانو او مؤمنو ښځو ته بې له کومه جرمه تکلیف رسوي ، بې شکه چي دوی غټ تور او ښکاره ګناه پر غاړه اخلي.
 
نور بیا............
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته