تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د روژې په اړه نبوي ارشادات
 
  June 6, 2017
  0

 رالېږونکی: عبدالغفار جبیر


د روژې په حالت کي د ژبې ساتنه:
۱:  له حضرت ابوهرېره رضی الله عنه څخه روایت دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: که په تاسو کي د یوه روژه وه نونه دي بې حیا خبرې کوي، نه دي بې عقلي ښکاره کوي اوکه کوم یو پرده باندی په جاهلانه ډول سره راغلی نودی دي داځواب ورکړی چي نن زما روژه ده. (مصنف ابن ابی شیبه)

په روژه کی دغیبت بدوالی:
۲: حضرت انس رضی الله عنه وایی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل: کوم څوک چي د خلکوغوښي خوري (غیبت يې کوي) د هغه روژه نسته. (مصنف ابن شیبه)

په روژه کی په هیره خوراک اوڅښاک:
۳: حضرت ابوهریره رضی الله عنه وایی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: کوم کس چي په روژه کي  په هیره سره خوراک اوڅښاک وکړي د هغه روژه نه ده ماته هغه دي خپله روژه پوره کړي دا ځکه چي الله تعالی ده ته خوراک اوڅښاک ورکړ. (بخاری شریف، مسلم شریف، مشکوة شریف)

په روژه کی مسواک وهل:
۴: حضرت عامربن ربیعه رضی الله عنه وایی چي ما ډېر ځله رسول الله صلی الله علیه وسلم د روژې په حالت کي په مسواک وهلو لیدلی دی. (ترمذی، ابوداود، مشکوة شریف)
د روژې د میاشتي جبران نسي پوره کېدلای:

۵:  حضرت ابوهریره رضی الله عنه روایت کوي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: کوم څوک چي د رمضان د میاشتې یوه روژه بېله عذره اوناروغۍ پرته  وخوري په ټوله زمانه کي یې جبران نسی ادا کولای۔ (ترمذی، ابوداود، مشکوة شریف)

په سفر کي د روژې نیولو رخصت:
۶:  د ام المومنین حضرت عایشې صدیقې رضی الله عنها څخه روایت دی چي حمرة بن عمرو الاسلمی رسول الله صلی الله علیه وسلم ته وویل: ایا زه په سفر کي روژه ونیسم؟ نوموړی به ډيري روژې نیولې، رسول اکرم صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل چي که دي خوښه وه یې نیسه اوکه دي خوړله نو ویې خوره. (بخاری شریف، مسلم شریف، مشکوة شریف)

روژه روغتیا ده:
۷: د ابوهرېره رضی الله عنه څخه روایت دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: جهاد کوئ چي دغنیمت مال به ومومئ، روژه نیسئ روغتیا به ترلاسه کړئ او سفر کوئ له نورو به بې پرواسئ. (الطبرانی فی الاوسط، الترغیب والترهیب)

روژه بې مثاله عبادت ده:
۸:  حضرت ابوامامة رضی الله عنه وایی چي ما د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه پوښتنه وکړل چي ماته یو داسي عبادت راوښیه چي وجنت ته مي ورسوي، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل چي روژې نیسه ځکه چي روژه بې مثله عمل دی. (الترغیب والترهیب، صحیح ابن حبان)

د روژې لویې ګټې:
۹:  حضرت ابودرداء رضی الله عنه وایی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل کوم څوک چي د الله په لاره کي یوه ورځ روژه ونیسي الله تعالی دده او د دوږخ ترمنځ دومره خندق حائل کوي لکه چي څومره مسافه د ځمکې اواسمان ترمینځ ده. (الترغیب والترهیب، الطبرانی فی الاوسط)

روژه د ګناهونو کفاره ده:
۱۰: د ابوسعید خُدری رضی الله عنه څخه روایت دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل کوم څوک چي د رمضان روژې ونیسي د هغې حدود رعایت کړي او د کومو شیانو چي حفاظت په کار وي د هغوی حفاظت وکړی نو د هغه د تېرو شویو ګناهونو کفاره ده. (الترغیب والترهیب، صحیح ابن حبان)

د روژه مات پر مهال د جهنم څخه ازادې:
۱۱:  حضرت ابوامامه رضی الله عنه څخه روایت دی چي نبي کریم صلی الله علیه وسلم وفرمایل: د هرروژه مات پر وخت د الله تعالی له لوری ډېرخلک له جهنم څخه د ازادۍ اجازت نامه ترلاسه کوي. (مسنداحمد بن حنبل، الترغیب والترهیب)

په روژه کی په لکونو خلک د جهنم څخه خلاصیږي:
۱۲:  له حسن بصری رحمة الله علیه څخه روایت دی چي نبي کریم صلی الله علیه وسلم وفرمایل: الله تعالی په روژه مبارکه کي هره شپه شپږ لکه خلک له دوږخ څخه ازادوي او کله چي اخیرې شپه سي نو د تیرو ازادو شویو خلکو په اندازه (په یوه شپه) کي خلک ازادیږي. (شعب الایمان للبیهقی، الترغیب والترهیب)

څوک چي د روژې له برکت څخه بې برخې شو هغه هلاک دی:
۱۳:  حضرت کعب بن عجرة رضی الله عنه وایی یو ځل رسول کریم صلی الله علیه وسلم وویل چي منبر ته رانژدې سئ، موږ حاضر سوو، بیا چي کله نبي کریم صلی الله علیه وسلم د منبر پر لومړۍ زینه قدم کښېښود نو وه ئې ویل امین، کله چي یې پر دوهمه زینه  قدم کښېښود بیایې وویل چي امین، کله چي یې پر دریمه زینه باندي قدم کښیښود بیائې وویل چي امین؛ موږ عرض وکړ چي یارسول الله! نن موږ له تا څخه داسي خبره واورېدل چي مخکي مونه وه اورېدلې! نو نبي کریم صلی الله علیه وسلم وویل کله چي ما پر لومړۍ ځینه قدم کښېښود په دې وخت کی حضرت جبرائیل علیه سلام راغی اودا ښرایې وکړه چي هغه څوک دی هلاک سي چي پرهغه دروژې میاشت راسي خوده ته مغفرت ونسي، نو ما وویل امین؛ بیا مي چي کله پر دوهمه زینه قدم کښېښود نو بیا هغه (جبرائیل علیه سلام ) وویل هغه څوک دي برباد وي چي د هغه په مخ کښې ستا مبارک نوم ذکر سي او دی پرتا باندی درود شریف ونه وایي، ماورته وویل امین، بیا مي چي کله پر دریمه زینه باندي قدم کښېښود نو ده (حضرت جبراییل علیه السلام) وویل چي هغه څوک دي هلاک وي چي دده په ژوند کي موراو پلار دواړه یا یو ضعیف سي، خو دی د هغو په وسیله جنت ته داخل نه سي نوما ورته وویل امین. (الترغیب والترهیب، شعب الایمان)
 

سرته