تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د فکري جګړې تاریخ
 
  June 9, 2015
  0

ژباړه: مولوي عبدالهادي حماد

د فكري جگړې تاريخ


د الله جل جلاله  رضا او مشيت دئ چي حق تل د باطل په وړاندي په كشمكش او دوامداره چل كي واقع وي یعني دا چي په کومه ورځ حق پیدا سي، باطل هم پیدا سي او دستي ورسره په مقابله کي سي.

الله جل جلاله لويه مځكه او پكښي موجود شیان و حق ته په ميراث وركړي دي، د حق رښتیني کومکیان يې د حق په دفاع او ساتنه كي  بې پاملرني نه دي پرې ايښي، لكه چي دباطل ملاتړونكي او غوښتونكي د حق په مقابل كى د چل او مكر څخه يو آن هم بې غمه نه كښېني.

الله جل جلاله  فرمايي:
﴿وَلَا يَزَالُوْنَ يُقَاتِلُوْنَكُمْ حَتّٰى يَرُدُّوْكُمْ عَنْ دِيْنِكُمْ اِنِ اسْتَطَاعُوْا﴾ [البقرة، الایة: ۲۲۷]
 ژباړه: تل به دوى ستاسو سره جنگېږي تر څو  تاسو د خپله دينه واړوي كه وتوانېږي.

الله جل جلاله  په پورتني هدایت کی د "یُقَاتِلُونَ" لفظ یاد کړی دئ، نوموړی لفظ په فني لحاظ د دوام او استمرار معنا لري یعني دا چي د کافرانو جگړه به ستاسو سره د همېشه لپاره وي ترڅو چي تاسو د دینه اړوي. 
 
د پورته خبرو په نظر کي نیولو سره ویلای سو، چي د دښمنانو چل او ټگي د اسلام په وړاندى د ډېره پخوا څخه راپيل ده او تاریخ یې د اسلام د تاریخ همزولی دئ یعني دا چي اسلام راپیل سوی دئ د هغې ورځي څخه د کافرانو دښمني هم راپیل سوې ده  ترڅو چي مسلمانان پر خپله عقيده ولاړ وي ښايي دوى خپلو كړونو ته ادامه وركړي، خو د ځان او وخت د بدلون په صورت كى د خپلي همږغۍ په موخه  ښايي پر خپلي تگلاري تجديد نظر وكړي.

حاصل دا چي  د فكري جگړې تاريخ د اسلام د سپېڅلي دين د پيل څخه  په يوه وخت راپيل دئ. 

 که تر دې خبري هم لږ وړاندي ولاړسو ویلای سو، چي د فکري جگړې تاریخ د اسلام د پیل څخه نه، بلکي تر هغه هم مخکي شروع سوی دئ یعني دا چي د کومي ورځي څخه حق پیدا سوی دئ، د هغې ورځي څخه فکري جگړه هم پیل سوې ده؛ ځکه حق د پيل څخه مرستيالان او پيروان درلودل او په مقابل كي يې ورسره جوخت باطل هم مرسته كونكي او پيروان درلودل.

د فکري جګړې لومړی مؤسس:
 
ځیني مثالونه یې د یادولو وړ دي، لکه د شیطان چل او فریب، چي د آدم علیه السلام  سره یې کړی دئ؛ د چل او فریب په ډول یې قسم ورته یاد کړ، چي زه ستاسو خیرخواه یم حال دا چي درواغ یې ویل، الله جل جلاله  یې په قرآنکریم کي یادونه کوي:

﴿وَقَاسَمَهُمَآ اِنِّىْ لَكُمَا لَمِنَ النّٰصِحِيْنَ﴾ [الاعراف، الایة: ۲۱]
 ژباړه: شیطان  آدم  علیه السلام  او حوارضی الله عنها ته قسم واخيست، چي زه خامخا تاسو ته نصيحت كوونكى يم.

که پورته مثال ته وکتل سي نو په ښکاره ښيي، چي شیطان د فکري جگړې لومړی مؤسس دئ.

همدا ډول د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم  د امت په تاريخ كي ډېر داستانونه او پيښي سته، چي د دین دښمنانو هڅه کړې ده څو د چل او فریب له لاري مسلمانان دوکه کړي. 

په نبوي دور کي د فکري جګړې خوځښټ
 
د كعب بن مالك  رضي الله عنه  داستان  هم ښه مثال دئ، چي د تبوك په غزا كى د درو (٣) مخورو كسانو څخه وو، توبه يې تر يو وخته ځنډېدلې وه تر داسي بريده چي مځكي خپل پراخوالى باندي راتنگ كړى وو؛ رسول الله  صلی الله علیه وسلم   ټولو مسلمانانو ته حکم کړی وو څو د ده سره خبري منع کړي. کعب بن مالک رضي الله عنه  تر ډېرو سختو حالاتو تېرېدئ دغه مهال غسان پاچا ليك ورته رااستولى وو، چي ده ته  بلنه پكښي وركړل سوې وه چي د دنيوي مقام او منزلت په خاطر و پاچا ته ورسي. له نېکه مرغه د دې مخور صحابي د مادى شيانو او منصب په وړاندى داسي عكس العمل وو، چي خپله به یې د ده د روایت څخه واورو:
 
... يوه ورځ  د مدينې په بازار كى روان وم چي ناببره د نبطي قوم يو سړى چي د خوراكي توكو د رانيولو په موخه د مدينې بازار ته راغلى وو، د خلگو څخه يې وپوښتل: كعب بن مالك څوك دئ؟ خلگو زما لوري ته اشاره وكړه او زه يې ور په نښه كړم. هغه سړى زما لوري ته راغلئ او د غسان پاچا ليك يې راښكاره كړ، په ليك كي ليكلي وه:

... امابعد: خبر سوى يم چي ستا دوست او ملگري حضرت محمد صلی الله علیه وسلم   ستا سره جفا كړې ده، پر تا یې بندیزونه لگولي دي، حال دا چي الله جل جلاله ته رسوا کړې او پايمال كړى يې نه. راسه! زما سره يوځاى سه. 

دی مبارک فرمايي: دا ليك چي می ولوستئ پوه سوم، چي دا هم يوه ازموينه  ده، نو ځکه مي دغه لیک په اور كي وسواځئ.

د یهودو او نصاراوو فکري جګړه
 
يوه بله پېښه هم د فكري جگړې نمونه ده، چي د رسول الله  صلی الله علیه وسلم   په سپېڅلي عصر که رامنځته سوه، چي د لاندني آیت د شان نزول څخه عبارت ده:

الله جل جلاله  فرمايي:
﴿يٰٓاَيُّھَا الَّذِيْنَ اٰمَنُوْٓا اِنْ تُطِيْعُوْا فَرِيْقًا مِّنَ الَّذِيْنَ اُوْتُوا الْكِتٰبَ يَرُدُّوْكُمْ بَعْدَ اِيْمَانِكُمْ كٰفِرِيْنَ ١٠٠﴾ [آل عمران، الایة: ۱۰۰]
ژباړه: اې مؤمنانو! كه ستاسو څخه يو ډله د هغو كسانو پيروي وكړي چي كتاب وركړل سوى دئ، تاسو به كفر ته واړوي وروسته تر دې چي تاسو ايمان راوړى دئ.

 که څه هم د دغه آيات د نزول لپاره يو شمېر اسباب ښوول سوي دي خو د ټولو اسبابو پر دې نقطه اتفاق دئ، چي يهودو داسي کرغېړن د فتنو ډک تخمونه كرلي وه، چي په مټ یې د مسلمانانو جنگونه او اختلافونه رامنځته کول او تر يوه بريده په خپل شوم پلان كى بريالى هم وه. پيغمبر صلی الله علیه وسلم  یې په شومو پلانونو باندي خبر سو، خپلو مبارکو اصحابانو ته یې د هدایت څراغونه ولگول څو د کافرانو د کرغېړنو پلانونو په دام کي شکېل نه سي.  له بله اړخه الله جل جلاله  پورتنی آیت نازل کړ، ټولو مسلمانانو ته یې حکم وکړ چي د یهودیانو او صلیبیانو هیڅ خبره و نه مني. 

د فکري جګړې د مخنیوي اسباب
 په دې موضوع كي ډېر داستانونه سته چي دغه کوچنى كتاب د ټولو د ځايولو جوگه نه دئ، مگر ټول داستانونه او حكايات دا نقطه ثابتوي، چي مسلمانان  هر کله د کافرانو  د فجور د دعوت په يرغل كي راغلي دي له نېکه مرغه د تاريخ په اوږدو كي تر ننه کافران په پوره توگه نه دي کامیاب سوي دي او دا د تاریخ په اوږدو کي د تيرو مسلمانانو د کلک عزم او کلکي مسلمانۍ ثبوت دئ. اوس او راتلونکي مسلمانان هم باید د پخوانیو مسلمانانو پر قدمونو باندي قدمونه کښېږدي او کافرانو ته اجازه ور نه کړي څو دوی مسلمانان د خپلو عقایدو څخه خلاص کړي.

 يقينى خبره ده چي د اسلام  سپېڅلتيا، ټينگ ايمان، ثابت يقين او د الله جل جلاله و لوري ته رښتينې توجه د دغه ناوړه كرغېړونو پلانونو مخه نيسي او د هغو خپرونو پر مخ د بطلان ليكه كشوي، چي د اسلامي عقایدو د له منځه وړلو لپاره په کار لوېدلي دي.

 په تأسف سره بايد ووايم، چي په ورستيو وختو كي د خلگو ايمان كمزورى سوى دئ او د دنيا و لور ته يې مخه كړې ده. د عزت او قدرت اسباب يې په خپلو فکرونو کي په دنیا پوري تړلي دي، اصلي معيارونه او وزنونه يې په آند يوې او بلي خواته گرځېدلي دي، څه چي ښه دي هغه یې تر نظر بد دي او څه چي بد دي هغه یې تر نظر ښه دي. بې دینۍ یې د عقل رڼا تاریکه کړې ده په داسي حالاتو كي كېدلاى سي چي فکري جگړه د ښو پايلو سره خپل ماموريت ترسره كړي او خپل موخه په مدبرانه ډول سره لاسته راوړي.

د فكري جگړې سلاوي

د دې جگړې سلاوي ډله ييز وژونكي وسلې، بمونه، راكټونه، موشكان، مخ په وده طيارې او ماډرن توپونه نه دي، بلكي د دې جگړې وسلې تر پورتنیو سلاوو بدتري دي؛ ځکه دا داسي سلاوي دي چي بیخي بنسټ غورځونكي دي.

دغه سلاوي د اسلام ضد او غير اسلامي فكرونه خپرول دي،  مسلمانانو ته په خپلو عقایدو او احکامو کي د شك او تردد پيدا كول دي، په ديني تعليماتو او اسلامي ټولنه كي بې باوري شيندل دي. يقيني خبره ده چي دا داسي سلاوي دي، چي ډېر خلگ ورته متوجه نه دي.

د فكري جگړې ځانگړتياوي

د فكري جگړې د ځانگړتياوو څخه لویه ځانگړتیا  شمولىت او اوږدوالی دئ یعني داسي چپكوونكې او نيوونكې جگړه ده، چي په يوه يا څو صحنو پوري خاصه نه ده، بلكي د انساني ژوند ټولي صحنې تر بريد لاندى راولي.
 
 له همدې امله بې څه نه ده، چي الله جل جلاله د فکري جگړې کوونکي په سختۍسره محكوم كړي دي او په بدو نومونو يې ياد كړي دي، لكه: شياطين، ناپوهان، لوى مجرمان، كفر بلونكي، دزړه ناروغان او داسي نور.
 
 بله ځانگړتیا یې دا ده، چي دغه جگړه د فزیکي ورانیو پر ځاي نوري بدي پايلي زېږوي، لکه: فتنې، كبر، غرور، خودبيني (ځانځاني) او د نېکانو بد تعارف، چي همدا د دښمن لوی ارمان دئ. یاد تاوانونه د تورو او توپکو تر اغېزو بد دي، لكه چي الله جل جلاله فرمايي:
 
﴿وَالْفِتْنَةُ اَشَدُّ مِنَ الْقَتْلِ﴾ [البقرة، الایة:۱۹۱]
    ژباړه: فتنه اچول تر وژني بده ده.


د فكري جگړې شعار

د فكري جگړې مشران او متوليان د خلگو د تېر ايستولو او د فكرونو د غولولو لپاره داسي شعارونه په كار اچوي: 
 
  • وده
  • تمدن
  • اصلاح
  • حق غوښتنه
  • د پوهنيز ښكېلاك په وړاندي مقاومت
  • د بيان او نظر  آزادي
  • د یادو مقاصدو لپاره پاڅون او داسي نور، 

حال دا چي دغه ټول شعارونه د حقيقت څخه خالي دي. د دوى دغه شعارونه وده، آزادي او صلحه نه راوړي، بلكي بې عدالتي، زور زياتى او استثمار منځته راوړي.

 
ماخذ: فکري جګړه
------------------------------
رارواني لیکني:
د فکري جگړې خطر او د مبلغ لپاره يې د
د فکري جگړې مرحلې
لومړۍ مرحله: صليبي جگړې
د صليبيانو جنايتکاره کړني
د صليبي جگړو موخي
دوهمه مرحله: استعمار
د استعمار وسائل
درېيمه مرحله: استشراق
مستشرقان
څلورم مرحله: تنصير (تبشير)
او داسي نور
 

سرته