تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
عیب نن هنر دی!
  تعلیم الاسلام
  May 9, 2015
  0

 لیکوال : نثار احمد صمد، کاناډا

 
عیب نن هنر دی
 
نن عجیبه عصر دی او ډیر مثبت خصایص عیبونه ښکاري خو برعکس ډیر منفي اعمال بیا فن او هنر بلل کیږي ، مثلأ :
 
که یو څوک شریف النفس وي نو خلک یې کم عقل بولي ؛ 
که څوک د جنګ او جنجال څخه د لیري والي په خاطر خاموشي غوره کړي نو خلک یې ډارن او بې غیرته بولي ؛ 
که یو څوک د بل احترام او درناوئ وکړي نو خلک یې غوړه مال او چاپلوس بولي ؛ 
که یو څوک د ساینس په باره کي معلومات وړاندي کړي نو خلک یې د ملنډو په ډول فیلسوف بولي ؛ 
که څوک دیني خبري وکړي نو مولوي یې بولي او غلی یې کړي ؛ 
که څوک په ډیر ادب سره بحث وکړي نو شاعر مزاجه یې بولي ؛
که څوک لږ خبري کوي او ډیري اوري نو ساده یې بولي ؛ 
که څوک ډیره مطالعه وکړي نو د کتاب چنجی یې بولي.......
 
خو د دې برعکس که څوک چا ته فریب او دوکه ورکړي یعني ډیر چالاکه وي نو هوښیار یې بولي ؛ 
که څوک په جنګ او جدل کي رامخته سي او نور کسان چپ کړي نو زړه ور او زوره ور یې بولي ؛ 
که څوک په یو مجلس کي بې ځایه ږغیږي او بل ته نوبت نه ورکوي نو پوه او عالم یې بولي ؛ 
که څوک چټیات وایي نو نازکخیاله او ظریف الطبع یې بولي...... 
همدا علت دی چي پخواني عیبونه په دې زمانه کي هنر او فن بلل کیږي او عاملین یې منورین او مدني فعالین بلل کیږي خو په اصل کي دا هر څه د آخري زمانې د فتنو یوه برخه ده . 
 
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي : پر خلکو به له دوکې او خطا ایستلو ډک کلونه راسي، درواغجن به رښتيني بلل کیږي او رښتيني به درواغجن بلل کیږي، خائن به امانتدار بلل کیږي او امانتدار به خائن بلل کیږي، او په دې وخت کي به رویبضه خبري کوي . چا ورته وویل: يا رسول الله صلی الله علیه وسلم ! رویبضه څه شي ده ؟ ویې فرمایل : یو چټي سړی چي د خلکو په چارو کي خبري کوي.  ( احمد ، ابن ماجه ، والحاكم في المستدرك ) .
 
هو ، که نن موږ لیري او نږدې ته ځیر سو ، آیا همداسي نه ده ؟ آیا ښه په بد او بد په ښه نه راباندي خرڅیږي ؟  انسان خپله څیره پاکوي پر کوم چي د خلکو نظر وي ، مګر خپل زړه نه پاکوي پر کوم چي د الله نظر وي .
 
نو الله تعالی دي دا وران ویجاړ حالت ته سمون او بدلون ورکړي ، خو نیت او اراده په موږ اړه لري او الله تعالی مو تر هغه مهاله روان حالت نه بدلوي څو چي موږ پخپله په ځانو کي مثبت بدلون رانه وړو .( الرعد : ۱۱ ) .
 
منبع : د لیکوال اثر ( اخلاقی کنایې ، درېیم جلد ، ناچاپه ) .
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته