تازه سرليکونه
د (معاملات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د وکالت پاى ته رسېدل
 
  February 4, 2015
  0
د وكَيْل وکالت په لاندي شيانو پاى ته رسيږي :
 
لومړى : دا چي وكَيْل پخپله ځان د وکالت څخه ګوښه کړي .

دوهم : دا چي مُوَكِّل هغه کار چي وكَيْل ته يې سپارلى وو پخپله وکړي .

دريم : دا چي د مُوَكِّل يا د وكَيْل د وکالت اهليت ختم سي مثلا په مُوَكِّل او وكَيْل کي يو مړ سي يا ليونى سي دلته هم وکالت پاى ته رسيږي . 

څلورم : دا چي مُوَكَّل فِيهِ له منځه ولاړ سي مثلا د غوا د خرڅولو وکالت يې ورکړى وي او غوا مړه سي نو وکالت پاى ته رسيږي .

پنځم : دا چي مُوَكِّل وكَيْل د وکالت څخه معزول او ګوښه کړي البته د وكَيْل د ګوښه کولو د پاره دوه شرطونه دي . 

د وكَيْل معزولول
 
که مُوَكِّل وكَيْل د وکالت څخه ګوښه کاوه که لاندي دوو شرطونو وجود درلودى نو وكَيْل د وکالت څخه ګوښه کيږي :

اول : وكَيْل ته د ګوښه کېدلو خبر رسېدل .
دوهم : د وکالت سره د بل حق تړاو نه درلودل .

که مُوَكَّل د وكَيْل په مخ کي هغه معزول کړي وکالت يې ځاى پر ځاى ختميږي .

که مُوَكِّل خپل وكَيْل د هغه په غياب کي معزول کړي تر هغه وخته پوري وكَيْل پر خپل وکالت پاته بلل کيږي تر څو چي هغه ته پدې هکله د مُوَكِّل ليک يا قاصد ورځي يا دوه تنه يا يوعادل کس وكَيْل ته د معزول کېدلو خبر ورکوي . 

دغه ډول که يو نفر چي هغه عادل نه وي وكَيْل ته د هغه د ګوښه کېدلو خبر ورکړي او وكَيْل يې خبره ومني هلته هم د وكَيْل وکالت وپاى ته رسيږي .

مثال : زيد بکر ته ماښام وويل : زما د پاره سبا يو چينايي بايسکل را رانيسه ، بکر يې وکالت ومانه ، زيد د ماخستن په مهال د بکر په غياب کي هغه د وکالت څخه ګوښه کړى ، بکر سبا سهار د زيد د پاره بايسکل رانياوه خو پدې خبر نه وو چي زيد برايي شپه دى د وکالت څخه ګوښه کړى دى ، دغه سودا پر زيد لازميږي ، ځکه چي نه بکر ته د معزوليت خبر رسېدلى دى او نه زيد په خبر کړى دى .

که بکر ته د سودا دمخه د معزوله کېدلو خبر ورسيږي او د هغه وروسته د زيد د پاره بايسکل رانيسي هلته د بايسکله سودا پر زيد نه لازميږي بلکي بايسکل پر بکر تاوانيږي .

د وکالت څخه د ګوښه کولو دوهم شرط دا دى چي د وکالت سره به د بل حق تړاو نلري ، که د وکالت سره د بل حق تړاو ومومي نو بيا مُوَكِّل خپل وكَيْل د وکالت څخه نسي ګوښه کولاى .

مثال : زيد پر بکر د درو لکو افغانيو ټوکران د دوو مياشتو په پور خرڅ کړل ، د بکر څخه يې موټر په ګروي کي واخيستى او هم يې د موټر د خرڅولو د پاره وكَيْل په ودراوه ، بکر خالد ته وويل : که ما په دوو مياشتو کي د زيد پور ادا نکړى ته زما لخوا وكَيْل يې زما د ګروۍ موټر د زيد په پور کي خرڅ کړه .

پدې مثال کي خالد د بکر وكَيْل دى خو بکر يې د زيد د رضايت څخه پرته د وکالت څخه نسي ګوښه کولاى ، ځکه د خالد د وکالت سره د زيد حق تړاو لري ، که د زيد پور تر خپل ميعاد ځنډېډى نو هغه د همدې وکالت د لاري حاصلولاى سي .
 
ماخذ: فقه المبتدي، دریم ټوک- معاملات
مؤلف: مولوي محمد عمر خطابي
 

سرته