تازه سرليکونه
د (نکاح) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
لقیط یا پیدا سوی ماشوم!
 
  January 24, 2015
  0

 لَقِيط


    لَقِيط د فقهي په اصطلاح کي هغه کوچني ماشوم ته وايي چي مور او پلار يې نامعلوم وي او يو ځاى ژوندى ومندل سي .
 
کله څوک د ناروا څخه زيږېدلى ماشوم د زنا د رسوايي څخه د ځان ساتني لکبله يو ځاى پټ ږدي ، څو بل څوک يې واخلي او لوى يې کړي ، کله بيا څوک خپل حلالونى ماشوم د فقر د بېري يا کومي بلي وجهي لکبله هم په پټه يو ځاى ږدي څو بل څوک يې واخلي لوى يې کړي .

زموږ د احنافو په آند د لقيط رااخيستل مستحب کار دى خو که پر ماشوم د هلاکت بېره وه بيا يې را اخيستل فرض کفايي ګرځي ، د نورو ائمه وو په آند د لقيط رااخيستل فرض کفايي دي ، خو که د نه رااخيستلو په صورت کي که د کوچني د هلاکت بېره وه  نو بيا يې رااخيستل فرض عين ګرځي .

د لقيط سره که مال هم ومندل سي د هغه مال څخه يې د نفقې خرڅ اخيستل کيږي .
 

د لقيط سره که مال نه وو که لاقط يعني را اخيستونکي په خپله خوښه د خپله جيبه خرڅ پر کاوه ښه خبره ده ، خو که رااخيستونکى يې نفقې او پالني ته حاضر نه وو نو بيا به قاضي د بيت المال څخه نفقه ورته ټاکي او هم به يې د پالني د پاره يو کس ګماري .

د لقيط د پالني حق اول د رااخيستونکي دى که هغه يې پالنه کوله نو بل څوک يې نسي ځني اخيستلاى .

لقيط چي غټ سي او رااخيستونکي چي پر ده پخپله خوښه څومره خرڅ کړى دى د هغه غوښتنه د لقيط څخه نسي کولاى ، خو که د قاضي په حکم يې خرڅ پر کاوه نو بيا د خپل خرڅ غوښتنه ځني کولاى سي .

لقيط تر څو چي وړوکى او نابالغه وي لاقط يعني رااخيستونکى او پالونکى يې ، نه د نکاح اختيار لري او نه يې په مال کي تصرف کولاى سي ، بلکي سلطان يا د هغه نائب يعني قاضي يې د ځان او د مال ولايت او د ساتني واک لري . 

په دار الاسلام کي مندل سوى لقيط حر او مسلمان ګڼل کيږي ، که مړ سي د مسلمانانو په شان غسل ، کفن او د جنازې لمونځ ورکول کيږي او د مسلمانانو په هديره کي ښخيږي .

د لقيط نسب نامعلوم پاتيږي ، خو که څوک يې د زويتوب دعوه وکړي نو بيا يې نسب د هغه څخه ثابتيږي البته که اهل الذمه يعني د اسلامي ملک هستوګن او تابعه لرونکي کفار يې د زيتوب دعوه وکړي ، نو د نسب له مخي د هغه زوى بلل کيږي خو په دين کي د هغه تابع نه ګرځي بلکي مسلمان بلل کيږي .

که دوه تنه يو مسلمان او بل کافر د لقيط د زويتوب ادعا وکړي او هر يو د خپلي مدعا د پاره شاهدان ولري د مسلمان دعوه منل کيږي ، ځکه د لقيط د پاره د مسلمان نسب ګټور ثابتيږي .
 
که دوه مسلمانان د لقيط د زويتوب ادعا وکړي او يو لا هم شاهدان و نه لري ، که په دوى کي يوه د لقيط پر تن نښه وښودله هغه تر هغه بل د حق وړ بلل کيږي ، ځکه که شاهدان نه وي نو نښه او قرينه هم د رجحان دليل کېدلاى سي .

د دواود علیه الصلاة والسلام په زمانه کي د دوو ښځو پر کوچني دعوه سوه يوې لا هم شاهدان نه درلودل ، داود او سليمان عليهما السلام د هغوى تر منځ د نښو او قراينو پر بنسټ جلا جلا پرېکړه وکړه خو داچي د سليمان علیه الصلاة والسلام نښي پر مطلوب زيات دلالت کاوه نو ځکه د هغه پرېکړه نهايي پرېکړه وګرځېده .

 که دوو مسلمانانو د لقيط د زويتوب ادعا وکړه او دواړو خپله دعوه د شاهدانو په شهادت ثابته کړه ، دلته بيا کوچنى د قضايي حکم له مخي دواړو ته منسوب کيږي ، لقيط د هغوى دواړو څخه او هغوى د ده څخه ميراث وړي . 

دغه ډول که دوو ښځو د لقيط د زويتوب دعوه وکړه که په دوى دوو کي يوې شاهدان درلودل هغه يې مور ده خو که دواړو شاهدان  درلودل د امام ابوحنيفه  رحمة الله علیه په آند دواړي يې مېندي ګڼل کيږي .
 
ماخذ: فقه المبتدي، دوهم ټوک- نکاح
مؤلف: مولوي محمد عمر خطابي
 
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته