تازه سرليکونه
د (د اسلامي فقهي پېژندنه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
۱ درس- ترتیل القران- مقدمه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  December 31, 2014
  0

د خپروني نوم: ترتیل القران

استاذ: قاري عبدالمجید رشیدي

د خپروني محتوا: د درس په شکل د قران کریم د صحیح تلاوت کولو اړین معلومات 

وړاندي کوونکې اداره: تعلیم الاسلام راډيو

 

تجويد
مقدمه 
 
قرانکریم چي د الله عزوجل ستر او عظیم  کتاب دئ او د انسانانو د لارښووني د پاره يې رالېږلی دئ، نو د هر مسلمان د پاره پکارده چي په صحیح توګه یې زده کړي، ترڅود یوې خوا يې خپل مسئولیت ادا کړی وي اود بلي خوا د هغو لویو امتیازاتو څخه برخمن سي چي د قرانکریم په زده کولو، ښودلو او تلاوت کولو کي موجود دي.
 
الله پاک جل جلاله فرمايي (وَرَتِّلِ الْقُرْآنَ تَرْتِيلًا. سورة المزمل ۴ الایت) ژباړه : قرانکریم په ترتیل سره تلاوت کړه . حضرت علي کرم الله وجهه د ترتیل معنی په دې ډول کړې ده : (الترتیل هوتجوید الحروف ومعرفة وقوف) یعني د ترتیل څخه مراد د حروفو تجوید او د وقفونو پېژندل دي.
 
رسول الله صل الله علیه وسلم په یوه حدیث شریف کي فرمایلي دي: (خَيْرُكُمْ مَنْ تَعَلَّمَ الْقُرْآنَ وَعَلَّمَهُ. رواه ترمذي)
ژباړه: په تاسوکي غوره هغه څوک دئ چي قرانکریم په خپله زده کړي او نورو ته يې وروښوي.
 
همدارنګه په بل حدیث شریف کي يې فرمایلي دي: (مَنْ قَرَأَ حَرْفًا مِنْ كِتَابِ اللهِ فَلَهُ بِهِ حَسَنَةٌ ، وَالحَسَنَةُ بِعَشْرِ أَمْثَالِهَا ، لاَ أَقُولُ الْم حَرْفٌ ، وَلَكِنْ أَلِفٌ حَرْفٌ وَلاَمٌ حَرْفٌ وَمِيمٌ حَرْفٌ. رواه ترمذي)
ژباړه: که څوک د الله تعالی د کتاب یوحرف ووايي نوده ته یوه نیکي ورکول کیږي اویوه نیکي به يې په لس چنده ورکول سي، زه دا نه وایم چي الم یوحرف دئ الف حرف دئ،لام حرف دئ او میم حرف دئ. یعني پریوه توري باندي به لس نیکۍ ورکول کیږي اود الم پر کلمه باندي به دېرش نیکۍ ورکړل سي.
 
خو ددې د پاره یو شرط دا دئ چي د قرانکریم په تلاوت کي صحیح تلفظ وسي، که د حروفو صحیح تلفظ ونسي نو د ثواب پر ځای به د عذاب سبب وګرځي. یعني که څوک د قران کریم غلط  تلاوت کوي او د کلمو سم تلفظ نه کوي، نود ثواب پرځای به يې ګناه کړې وي. د قران کریم سمه زده کړه او صحیح تلفظ د تجوید د علم په واسطه ترسره کېدای سي. تجوید هغه اصول او قوانین دي چي د قران کریم د صحیح تلاوت کولو د پاره د علماوو د خوا رامنځ ته سوي دي. دا چي زموږ په ټولنه کي زیات شمېر کسان نارینه او ښځینه موجود دي چي قران کریم په صحیح ډول نسي تلاوت کولای، د همدې ضرورت په اساس په تعلیم الاسلام مجله کي د تجوید و برخي ته ځای ورکول سوی دئ. امید دئ چي ښه استفاده ورڅخه وکړئ.
 
د مجلې د لاري د تجوید دا لړۍ به ان شاالله په ډېر لنډ او خلص ډول تجویدي موضوعات تاسو ته رسېږي، ترڅو وکولای سئ چي قران کریم په تجوید سره زده کړئ. الله پاک جل جلاله دي ما او تاسو ټولو ته د مخلصانه نیت توفیق راکړي.
 
لارښووني :
۱– د تجوید اصلي درس چي په لنډ ډول په غټ خط لیکلی دئ همدغه درس فقط یاد کړئ.
۲– د درس تشریح د معلوماتو د زیاتولو د پاره ده، د درس په ډول یې مه یادوئ.
 
اول درس ـــ د تجوید دعلم پېژندنه:
 
۱– د تجوید تعریف :
 
تجوید په لغت کي ښه کارکولو ته ویل کیږي. 
 
تشریح: تجوید د جید څخه مشتق دئ، د تحسین اواتقان معنی لري چي ښه، ښائسته، او سوچه کارکولو ته ویل کیږي. لکه په عربي ژبه کي چي یوه مقوله ده(لَا تَطْلُبْ سُرْعَةَ الْعَمَلِ وَاطْلُبْ تَجْوِیْدَهُ) یعني د یوه کار ژروالی او چابکي مه غواړه بلکي د کار ښه والی وغواړه. په دې عربي مقوله کي هم تجوید د ښه والي معنی لري . 
 
په اصطلاح کي تجوید هغه علم ته وايي چي د تورو د مخرجونو او صفتونو څخه بحث کوي. یا بل عبارت تجوید هغه اصول او قوانین دي چي د قران کریم د صحیح تلاوت کولو د پاره ایښودل سوي دي.
تشریح: د قران کریم هر توری د خپل اړوند مخرج څخه را ایستل د ټولو هغو صفتونو سره یو ځای چي په دغه توري کي موجود وي. مخرج په خوله کي هغه ځای ته ویل کیږي چي توری ورڅخه ادا کیږي. صفتونه ټول هغه کیفیتونه او حالتونه دي چي په دغه توري کي موجود وي. لکه ټول لازمه صفتونه، عارضه صفتونه او مدونه په کښي شامل دي. د مثال په توګه د یو توري ډکوالی او باریکوالی. 
 
۲ – د تجوید د علم موضوع: 
 
د هجاء یا تهجي توري یعني الفباء ده.     
 
تشریح : موضوع یعني چي تجوید بحث ځني کوي، هغه د هجاء یا تهجي توري د (الف) څخه تر (یا) پوري چي ټول ۲۹ توري دي. د تجوید موضوع په دې سبب څرګندیږي چي یوفن د بل فن څخه په موضوع سره جلا کیږي. 
 
۳ – د تجوید دعلم غرض:
 
د ژبي ساتنه ده د تلاوت کولو په وخت کي د خطاء څخه. یا په بل عبارت د قران کریم په صحيح توګه تلاوت کول چي د الله تعالی د رضا لامل وګرځي. 
 
تشریح: غرض معنی هدف یعني تجوید د څه دپاره ویل کيږي نود تجوید دعلم دزده کولو هدف په تلاوت کي دغلطیواونیمګړتیاو څخه د ژبي ژغورل دي ترڅوداسي تلاوت وسي چي معنی ته يې تغیر ونه رسيږي اودالله جل جلاله د رضا سبب وګرځي.
 
۴ – د تجوید دعلم فائده او ثمره: 
 
سَعَادَةُ الدَّارَیْنْ یعني د دنیا او اخرت کامیابي او رضاء الهي یعني د الله جل جلاله رضا ده.
 
تشریح : فائده یعني د تجوید دعلم ګټه، د تجوید حاصلونکی به هم په دې دنیا کي نیکمرغه وي او هم به په اخرت کي خوشحاله وي، دغه دواړي کامیابۍ د الله جل حلاله په رضا کي نغښتي دي.
 
۵ – د تجوید د علم فضیلت:
 
د تجوید علم اَفْضَلُ الْعُلَوْمْ یعني ترټولوعلمونو بهتردئ ځکه چي تعلق يې د اَفْضَلُ الْکُتُبْ یعني ترټولو کتابونو دغوره کتاب سره دئ.
 
تشریح: د تجویدعلم ته له دې امله ترټولو غوره علم ویل سوی دئ چي دا علم د قرانکریم سره په مستقیمه توګه تړاو لري. د کوم علم تړاو چي د داسي غوره کتاب سره وي، هغه علم له غوره علمونو او پوهنو څخه ګڼل کیږي.
 
۶ – د تجوید دعلم حکم:
 
د تجوید دعلم زده کړه فرض کفائي ده اوعمل په کول فرض عین دئ. 
 
تشریح : د تجوید دعلم زده کړه یعني د تورو مخرجونه، صفتونه، اود تجوید نورقواعد زده کول فرض کفائي دي، مګردقرانکریم د تلاوت په وخت کي د تجوید په قواعدو عمل کول پرهرمسلمان نارینه او ښځه باندي فرض عین دئ. که يې تجوید زده وي او که یې زده نه وي قرانکریم به هیڅکله غلط نه وايي.
 
۷ – د تجوید دعلم ارکان څلوردي :
 
۱- مخرجونه ۲- صفتونه ۳- ترکیبي قاعدې ۴- رِیَاضَةُ السان( په ژبه سره کوښښ کول).
 
تشریح: د تجوید په علم کي ضروري شیان همدغه څلوردي: ۱- د تورو مخرجونه پېژندل  ۲- د تورو صفتونه پېژندل  ۳- کومه قاعده چي د دوو تورو د یوځای کېدوڅخه رامنځته کیږي، د همدغې قاعدې پېژندل لکه: ټول عارضه صفتونه، مدونه، ادغامونه او داسي نور ...
 
۴ - رِیَاضَةُ السان یعني په تلاوت کي د ژبي تمرین او تکرارچي باید زیات تلاوت وسي.
 
۸ – د تجوید د علم واضعین( ایښوونکي) څلورکسان دي:
 
۱- خلیل ابن احمد فراهیدي ۲- عَمَروبن عثمان ۳- یحی بن زیاد  ۴- محمد بن مستَنیر.
 
تشریح: د تجوید د واضعینو څخه مراد هغه کسان دي چي د لومړي ځل د پاره يې د تجوید قاعدې ترتیب او جوړي کړي دي.
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته