تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د دعوت وسایل
 
  December 4, 2014
  0
رالېږونکې خور: ح. نوري
 
د الله تعالی لوري ته د دعوت او بلني مهم او لوی وسایل دا دي :
 
 تعلیم : 
الله تعالی فرمايي: وَيُعَلِّمُهُمُ الْكِتَابَ وَالْحِكْمَةَ وَيُزَكِّيهِمْ. ( سورت البقرة ،ایت ۱۲۹)
ترجمه : او چي ښیي (دا رسول و) دوی ته کتاب او حکمت او پاکوي دوي. 

تر ټولو مهمه او لویه زده کړه او تعلیم د قران او احادیثو زده کړه او تعلیم دي.

الف: د قران کریم حفظ ، زده کړه او ښوونه :
ددعوت تر ټولو ستره او مهمه وسیله د قران کریم زده کړه او ښوونه ده ، دا د الله تعالی ابدي او وروستی کتاب دی.
 
د پیروانو د کثرت سبب همدا قرانکریم دي ، ځکه دا یو داسی دلیل دي چي ټولي بهاني له مینځه وړي باطل ختموي ، زړونه ژوندي کوي ، سترګو ته رڼا او ځلا ورکوي .
 
نو د قرانکریم زده کړه ،حفظ ،ښوونه ، ترجمه او نشر د هدایت او اسلام د خپریدو تر ټولو لویه او مهمه وسیله ده . الله تعالی امر راته کړیدی چی په همدی سره له کفارو سره جهاد وکړی.

الله تعالی فرمایی :( وَلَوْ شِئْنَا لَبَعَثْنَا فِي كُلِّ قَرْيَةٍ نَذِيرًا - فَلَا تُطِعِ الْكَافِرِينَ وَجَاهِدْهُمْ بِهِ جِهَادًا كَبِيرًا) .
ترجمه:  اوكه اراده موكړې واى نوخامخاراپورته كړي به مو واى په هره قريه ښار كې ( بيل بيل ) ويرونكي
 ( په دغه زمانه كې هم )  نو مه كوه اطاعت ( د غوښتنو) د كافرانو او مجاهده مقابله كوه له دوى سره په دغه ( قران او توفيق د رحمان ) په جهاد لوى. (تعلیم القران ، ص ۵۸۰)

ب- حدیث پوهنه
د دعوت دوهمه لویه وسیله د رسول الله صلی الله علیه وسلم حق او منزلت پیژندل او د هغه (صلی الله علیه وسلم) په هدایاتو علم او پوهه درلودل دي، ټول باید د رسول الله صلی الله علیه وسلم منزلت وپیژنی اوپه هر خیر کی یی یوازی همغه قدوه او لارښود وی د هر مسلمان کور باید د احادیثو له لویو او معتبرو کتابونو څخه خالي نه وی.
د صحیح سنت او ثابتو احادیثو لوری ته پاملرنه ، زده کره حفظ ښوونه او خپرول یی، فقه، د سیرت زده کړه او ښوونه او داسی ترویج او نشر یی چی هر مسلمان ته ورسیږی.
 
 د احادیثو خوا ته همدا ډول پاملرنه او د رسول(صلی الله علیه وسلم) د هدایاتو زده کره او ښوونه د الله تعالی خوا ته د دعوت بله مهمه وسیله ده.

ج- له منصب اومقام نه ګټه اخیستل
هغه امام، مشر او حاکم چی د مسلمانانو مشرتابه یی په غاړه وی، هغه کولی شی د دعوت په خپراوی کی مهم رول ولوبوی، مشرتابه د امربالمعروف او نهی عن المنکر، او دعوت د خپریدو ډیره مهمه وسیله ده.

اوهمدا قیادت یا سیاسی قوت د دعوت د اهدافو د تحقق په لار کی له هرڅه نه زیات اثرلری.
حضرت عثمان (رضی الله عنه ) فرمایی: ان الله لیزع بالسلطان مالایزع بالقران.
 
الله تعالی د سلطان یا امیر په قوت او قدرت سره هغه څه محوه کوي چی په قران سره یی نه کوی.

(مطلب دا چي ضعیف الایمانه خلګ د قرانکریم په وعیدو باک نه کوي مګر د امیر یا حاکم په ګواښ او
 تهدید سمدستي حرام کار پرېږدي).

او همداعلت دی چی الله تعالی په ځمکه کی خلافت د هغه چا حق بللی دی چی دا واجب او فریضه اداکولی شی.

الله تعالی فرمايي: (وَلَيَنْصُرَنَّ اللَّهُ مَنْ يَنْصُرُهُ إِنَّ اللَّهَ لَقَوِيٌّ عَزِيزٌُ الَّذِينَ إِنْ مَكَّنَّاهُمْ فِي الْأَرْضِ أَقَامُوا الصَّلَاةَ وَآتَوُا الزَّكَاةَ وَأَمَرُوا بِالْمَعْرُوفِ وَنَهَوْا عَنِ الْمُنْكَرِ وَلِلَّهِ عَاقِبَةُ الْأُمُورِ). (سورت الحج ،ایت ۴۱-۴۰)
ترجمه:او خامخا مرسته به وکړی هرو مرو الله له هغه چاسره چی مرسته ورکوی (دین) ددغه (الله) ته، بیشکه چی الله خامخا قوی (د خپلو احکامو په تنفیذولو کی) ډیر زور والا دی (په هر چا). دا هغه کسان دی چی که چیری قدرت ورکړ موږ دوی ته په ځمکه کی (په دښمن باندی) لمونځ به قایموي او ور کوی به زکوت او امرحکم به کوی (خلقو ته ) په معروف (په نیکۍ سره) او منع کوی به خلک له بدکارڅخه او خاص د الله په اختیارکی ده اخرخاتمه د ټولو کارونو .

د-امت ټول افراد او قوت په کار اچولی:

لازمه ده چی د الله تعالی په تبلیغ او دعوت کی د امت ټول بشری او مادی توان په کار واچول شی.
الله تعالی فرمایی: (كُنْتُمْ خَيْرَ أُمَّةٍ أُخْرِجَتْ لِلنَّاسِ تَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَتَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنْكَرِ وَتُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَلَوْ آمَنَ أَهْلُ الْكِتَابِ لَكَانَ خَيْرًا لَهُمْ مِنْهُمُ الْمُؤْمِنُونَ وَأَكْثَرُهُمُ الْفَاسِقُونَ)  . 
 
ترجمه: یی تاسی (ای محمدی امته) خیر امت چی ایستلی شوی دی د پاره د خلقو چی حکم کوی تاسی (هر چا ته) په معروف (نیکی) سره او منع کوی تاسی (هر څوک) له منکر (بدی) ځینی او که ایمان راوړی وی اهل د کتابونو (په قران اومحمدنو) خامخابه وو (دا ایمان بهتر). خیر دوی لره ځینی له دوی څخه مومینان دی او زیات د دوی فاسقان دی.
 
 رسول الله (صلی الله علیه وسلم)فرمایی: بَلِّغُوا عَنِّي وَلَوْ آيَةً. (البخاري) 

ژباړه : زمادعوت خلکوته ورسوی تبلیغ یی کړی که یوایت هم وی کافی دی. 
 
نو لازمه ده چی امت خپل مسولیت درک کړی او ټول افراد یی په پوره قوت سره د خپل دین د تبلیغ او خپریدو لپاره لاس په کار شی د الله تعالی دعوت ټولو خلکو ته ورسوی.

ها: علمی امامت د دعوت لویه وسیله ده
 
د الله تعالی لورته په بلنه کی څلورمه مهمه وسیله علمی امامت او د باعمله علماو وجود دی ځکه علما د امت روح او ژوند دی علما رڼا او د هدایت څراغونه دی علماو ته پاملرنه د مسلمانانو لپاره زیاته ګټه لری.علما داسی جوړیدای سی چی ذکی او هوښیار ماشومان په وروزل سی ښوونه یی وسی د قرانکریم حفظ د اسلامی متونوزده کړه او مناسبه روزنه هغه وسایل دی چی د علماوو د رامنځته کیدو سبب کیږی.هغه وخت چی علماوو دامت په وړاندی لوړ مقام او قدر درلود مسلمانان د عزت خاوندان وو. علماوو ټول رهبری کول او ټولو ته یی د قرانکریم او سنت رسول الله (صلی الله علیه وسلم) مطابق امر او لارښوونه کوله.

هغه وخت د علماوو مقام  له پاچاهانو لوړوو، عبدالله بن المبارک (رحمه الله ) چی بغداد ته داخلیده ټول خلک یی هر کلی ته له ښار نه دباندی راوتلی و او داسی شاندار استقبال یی وشو چی د هارون الرشید یوی ښځی وویل: اصلی پاچا خو دا دی هارون هیڅ واک نلری.

و: د مسجد رول را ژوندی کول
 
د دعوت بله مهمه وسیله دا ده چی د جومات اصلی رول بیا اعاده شی او د جومات رول داسی کیدلی سی چی ټول خلګ جومات ته ولاړسی . لمونځونه په جومات ادا کړی د قرانکریم د حفظ زده کړی، ذکر او د زده کړی حلقی فعال شی ، او جومات هغه مقام تر لاسه کړی چی د رسول الله صلی الله علیه وسلم په وخت کی درلودی، نبوی مبارک جومات او د اسلام د صدر نورو جوماتونو ډیر علماء او بلونکی روزلی دی، د عباسی خلافت په دوران کی جومات د ټولنی په روزنه کی مهم رول درلود ، تر دی حده چی د هغه دوران د جوماتونو په هکله ویل شوی : که څوک غواړی د اسلام شان او قوت په سترګو وګوری نو د جمعی لمونځ دی په بغداد کی ادا کړی.


د منصور په زمانه کی به د جمعی لمونځ پنځه میلیونو مسلمانانو اداء کاوه، واقعاً چی د داسی مشهد او منظر لیدل د مسلمان زره خوشاله کوی، دا داسلام د عزت او قوت لوی ثبوت دی، او د داسی عظیم مشهد او غونډو په لیدلو د کفارو زړونه ماتیږی ، الله تعالی د رسول الله  صلی الله علیه وسلم د اصحابو په اړه په فرمایی : (وَمَثَلُهُمْ فِي الْإِنْجِيلِ كَزَرْعٍ أَخْرَجَ شَطْأَهُ فَآزَرَهُ فَاسْتَغْلَظَ فَاسْتَوَى عَلَى سُوقِهِ يُعْجِبُ الزُّرَّاعَ لِيَغِيظَ بِهِمُ الْكُفَّارَ وَعَدَ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ مِنْهُمْ مَغْفِرَةً وَأَجْرًا عَظِيمًا). (سورت الفتح ،ایت ۲۹)
 
مفهوم: او دا هغه اوصاف دی چی مثالونه يي په انجیل کی بیان شوی لکه هغه کښت چی راوباسی
 څانګی خپلی بیا  خپله ملا ټینګه  کړی بیا کلکه شی دغه څانګه بیا ودریږی دا کښت پس له کمزوری او نرمی نه په پنډیو او بیخونو خپلو باندی پداسی حال کی چی قوت ددی کښت په تعجب کی اچوی بزګران. دا قوت ددی لپاره دی چي په قهر راولی  کفار. وعده  کړیده الله تعالی له هغو کسانو سره چی ایمان ئي راوړی او عملونه نیک ئي کړیدی دوی لره د بښنی او د اجر ډیر  لوی چی (جنت ،لقا ، او رضا د الله تعالی ده). (تعلیم القران ، ص ۸۲۲)
مکی حرم ، نبوی جومات ، ازهر، دیوبند او د زیتونه جومات په زرګونه بلکی لکونو علماء روزلی او د امت د لارښونی او ژغورنی لپاره ئي ټولنی ته وړاندی کړیدی.

د اجتماعی خدماتو کارول :
د دعوت یوه وسیله دا هم ده چی اجتماعی خدمتونه فعال او په صحیح توګه ادا شی، زکات ، صدقات او نور د خیر کارونه ترسره شی، دا ډول خیریه کارونه کول له یوی خوا نیک عمال او د الله تعالی د مالی حق ادا کول او د بل پلوه د اسلام په خپریدو او قوت کی مهم رول او لوی اثر لري. د نورو زړونه را جلبوی او د مسلمانانو د ثبات سبب کیږی.

له مهمو خیریه مناسبتونو نه ګټه اخستل:

مهم دینی او خیری مناسبتونه هم باید د دعوت د  اهدافو د تحقق د وسایلو په حیث استعمال شی، لکه د رمضان (روژی) میاشت ، دا یوه مبارکه میاشت ده ، الله تعالی روژه پکی فرض کړیده ،او تر ټولو میاشتونه دا زیات د خیر او برکت درلودنکی ده ،او همدا مبارکه میاشت د ګمراهانو او ګنهګارانو د دعوت لپاره ډیره مناسبه ده، ځکه پدی میاشت کی سرکش شیطانان  تړل کیږی ، د جنت دروازی خلاصی او د دوزخ دروازی بندیږی، شپه او ورخ د قرانکریم تلاوت کیږی، مسلمانان خیراتونه ورکوی، سخا او سخاوت زیاتیږی، نیک بندګان د ورځی روژه او د شپی عبادت کوی .او پدی  ترتیب سره ګنهګاران هم د توبی په لور مخه کوی، دا میاشت  لوی فرصت دی ، لازمه ده چی داعیان ګټه ورڅخه واخلی ، که صحیح دعوت او عمل وکړی نو حتمًا به پدی یوه میاشت کی دومره خلګ په حقه لاره برابر کړی چی په ټول کال کی به د دومره شمیر خلکو هدایت ممکن نه وی.

حج :
حج د الله تعالی لورته د دعوت وسیله ده، پدی مناسب او ددی لوی عبادت د اداکولو لپاره د نړی له هر ګوټ نه زیات شمیر مسلمانان یوه ځای ته د یوه عبادت د اداکولو لپاره راغونډیږی ، او ټول دالله تعالی هغه ذکر کوی چی د اسلام  د اصولو بیان دی پکی ، وايي : (لبیک اللهم لبیک لبیک لا شریک لک لبیک ان الحمد و النعمة لک و الملک لا شریک لک).
 
همدا تلبیه د دین د اصلی هدف په ګوته او عقیده تشریح کوی ، پدی کی شک نشته چا چی پدی تلبیه ایمان راوړ، په معنی یی پوه شو ، په حقیقت یی باور وکړ او د هغی د غوښتنی مطابق يي عمل وکړ، هغه په حقیقت کی د اسلام په حقیقت پوه شوی او نجات يي حاصل کړیدی.

حج  د اسلام د تبلیغ ، امت د وحدت او یوالی تر ټولو مهمه وسیله ده .
د اسلام زده کړه ، ښوونه ، تبلیغ او تشریح  د مسلمانانو ترمینځ یووالی او وحدت د حج له مهمو ګټو څخه شمیرل کیږی.

منظم دعوتی عمل :
دعوت مهم عمل دی او خاص تنظیم غواړی ، د دی عمل د ترسره کولو لپاره لازمه ده د عوتی ټولګی او ګروپونه وجود ولری ،او دا ډول ټولګی د دعوت له مهمو وسایلو څخه شمیرل کیږی او دا په نیکی او تقوی کی یو له بل سره تعاون اصلی عامل دی ځکه د الله تعالی لوری ته بلنه د دین تبلیغ او د الهی کلمی اوچتول تر ټولو لویه نیکی ده . کله چی د قران او احادیثو په رڼا کی دعوتی ټولګی جوړشو، او دا دنده په غاړه واخستله ،چی هر مسلمانته به نصحیت کوی، حق وایی ، د الله تعالی په لار کی به د هیچا له پړی نه ویره نلری ، پدی نیت او عمل سره يي خپلی لیکی مظبوطی کړی ، نو الله تعالی به حتما بری ورکوی . 

تعلیمی ادارې :
تعلیمی موسسی د الله تعالی لور ته د دعوت لور ته لوی وسیله ده، کتاب ، د حفظ مرکز، مدرسه ، معهد، مجله ، اسلامی اخبارونه (راډیو، ویب پاڼه)، په مکتب او پوهنتون کي د دعوت کار چلول دا او دیته ورته نور تعلیمی وسایل او موسسی که په صحیح توګه ترتیب او داسلامی پروګرام مطابق وچلول شی، مخلص استادان ، ښوونکی، روزونکی  ولری نو حتما به دامت د رهبری او قیادت وړ او باکفایته کدرونه روزی.

 
ډله ایز تبلیغاتی وسایل :
الله تعالی انسان ته د ساینس او تکنالوژی پذریعه دا وس ورکړیدی چی نوی او د زیاتی اغیزی درلودونکی وسایل ایجاد او استعمال کړی، د دیو سایلو په واسطه کولی  شی په یوه لحظه کی په زرګونو کسان واوروی ،او زرګونه کسان په یوه وخت کی د یوه  تن لیکه او مقاله ولولی . مثلا راډيو چی کیدای شی په یو وخت کی یی په سلګونه ملیونه انسانان  واوري او داسي نور...

دا ټول ډیر ګټور وسایل دی ، او له پخوانیو وسایلو نه ډیر مخکی بلکه هیڅ ورسره د مقایسی ندی ، پخوا به یوه خطیب او ویناوال په خپل  آواز او یا لوډسپیکرتکیه کوله او خپل آواز به يې څو زره کسانو ته رسولی شوای ، خو نن ورځ په یوه لحظه  او یوه وخت کی د نړی نیمه برخه او یا لدی نه هم زیاته برخه خلګ کولای شی د یوه تن غږ ، خطبه او خبری واوری ، هغه که شر خوروی او که خیر، ښه وایی که بد ، خوپه یوه لحظه کی خپل هدف او غرض ټولی دنیا ته رسولی شی .

دا تبلیغاتی  وسایل لکه خطرناکه وسله داسی اغیزه لری ، تلویزیون لکه اتوم بم داسی دی. خطر یی هر  کور ته متوجه دی ، په هره کوټه او خونه کی اثر لری ، له هر دماغ سره تماس لری ، لنډه دا چی فاسد او بی لاری تبلیغاتی وسایل ، نارینه ښځی او ماشومان ټول بی لاری کوی او د هلاکت کندی ته یی غورځوی . ددی خطرناکو وسایلو مقابله یوازی دیته ورته وسایلو باندی ممکنه ده . لکه څرنګه چی د پوځی مقابلی په ډګر کی دهری وسلی مقابله په بالمثل وسله باندی ممکنه ده ، همداسی د تبلیغاتی جنګ غوښتنه هم ده ، که مسلمان د دښمن په شان او یاله هغه نه غوره او پرمختللی وسایل ونلری نوماتی او ناکامی حتمی ده .

د دعوت وسایل بی شمیره دی : 
پدی کی شک نشته چی دالله تعالی لوری ته د بلنی وسایل زیات او بی شمیره دی .فردی اړیکی او تماسونه لویه وسیله ده ، او همدا لومړنی وسیله ده چی رسول (صلی الله علیه وسلم) پخپل دعوت کی کارولی ده ، او د همدی فردی اړیکو له لاری غوره او مشهوره اصحاب (رضی الله عنهم) په اسلام مشرف شویدی ، ابوبکر ، علی ، خدیجه او زید بن حارثه هغه وخت په اسلام مشرف شول چی رسول الله (صلی الله علیه وسلم) را وبلل، خپل دعوت يی ورته ورساوه او په همدی فردی تماس سره يي ایمان راوړ، او مخکی لدینه چی خطبه واوروی او یا د درس حلقه کی برخه واخلی ، په فردی دعوت سره مؤمنان شول ، همدا راز د ابوبکر (رضی الله عنه) په فردی دعوت سره ډیر نور کسان په اسلام مشرف شول.
همدا راز ډیری نوری اجتماعی اړیکی هم ګټوری ثابتیدلی شی ، لکه خوړو ته دعوت او قومی اړیکی ، سعد بن عبادة او اسید بن حضیر (رضی الله عنهما) له همدی قبیلوی اړیکو او مناسباتو نه ګټه واخستله ، دوی دواړه خپلو قومونو مشران وو، کله ئي چی خپل قومونونه راوبلل ، هغوی ئي بلنه ومنل او په یوه شپه کی ټول په اسلام مشرف شول. 

همدا راز تجارت او سوداګری هم د دعوت ګټور وسیله ده، د مسلمانو سوداګرانو په دعوت سره ډیر قومونه په اسلام مشرف شوی او په ډیرو سیمو کی اسلام خور شویدی . لدینه علاوه ، سیاحت ، مناظیری ، مراسلات (لیک استول) ، د واده مجلسونه ، جنازی او نوری اجتماعی غونډی هم د دعوت  په خورولو کی ښه او په زړه پوری اغیزه لری، علمی مجلسونه ، خطبی شعر او ادب هم ګټور وسایل دی . 

خلاصه دا چی هر څوک کولی شی دالله تعالی لور ته بلنه وکړی ، حق تبلیغ او حقیقت بیان کړی ، حتی هغه کسان هم حق خورولی شی چی نشی کولی علم زده او حفظ کړی ، دا ډول کسان کولای شی علمی کتابونه او ګټوری فیتی او کیسټونه چاپ او تکثیر کړی . مطلب دا چی د دعوت وسایل ډیر او بی شمیره دی ، هره وسیله چی حرامه نه وی د دعوت وسیله ده او داعی کولی شی ګټه ورڅخه واخلی .والله اعلم
 
سرچینه: تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

سرته