تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د مسلمانانو د وروسته پاته کېدو لامل
  تعلیم الاسلام
  September 26, 2017
  0
لیکنه: مولوي سید عبدالباري حنفي
 
پدې مادي نړۍ کي وده ،  ترقي ، عروج  ، انحطاط  ، زوال  اوورسته پاتي والی دیني وي اوکه دنیوي ، هر یو يې بیل بیل لاملونه لري  او دواړه زموږ د اعمالو په پایله کي رامینځ ته کيږي ځکه چي الله جل جلاله فرمايې :
 
إِنَّ اللَّهَ لَا يُغَيِّرُ مَا بِقَوْمٍ حَتَّى يُغَيِّرُوا مَا بِأَنْفُسِهِمْ وَإِذَا أَرَادَ اللَّهُ بِقَوْمٍ سُوءًا فَلَا مَرَدَّ لَهُ وَمَا لَهُمْ مِنْ دُونِهِ مِنْ وَالٍ ﴿الرعد: ١١﴾
 
د پورته آيت د ژباړي څخه دا واضح معلوميږي چي اللهجل جلاله  فرمايې : زه تر هغه پوري د يوه قوم حالت نه بدلوم تر څو چي هغوی خپل حالت ته تغير ور نکړي .
 
ددي آیت کریمه ژباړه دیوشاعر په ژبه په پښتو کي ولولئ :
 
چاچي خپل قدر پخپله وکړ ګله
ستاره د هغه قوم په عروج شوله
خدای هم نه بدلوي حال د هغه قوم
څوک چي نه بدلوي خپل حالت پخپله
 
که موږ د تاریخ په رڼاکي د اسلامي نړۍ تیري زر کلني دورې ته وګورونوپه یقیني توګه ویلای سو چي په دغه دوره کي اسلام اومسلمانانوپه اجتماعي توګه زیات قوت ،طاقت ،شان اوشوکت،جاه جلال،رعب اودبدبه درلوده اوډیري زیاتي عقل حیرانونکي کا رنامې يې انجامولې پدې خبره نه یوازي مسلمانان بلکي کافران هم اعتراف کوي اوکړی يې دئ .
 
 که به هغه مهال دمسلمانانوترمینځ  خپل منځي فتنې پيښېدلي نودباد په شان به تیرېدلي اوددوی  پرټولنيزه پیاوړتیااو اتحاديې کومه اغیزه نه کوله ،خو دیوولسمي هجري قمري پیړۍ راپدې خواآن ترننه پوري دمسلمانانوحالت په سیاسي ، اجتماعي ، اقتصادي اومعاشروي توګه  دزوال ، انحطاط اووروسته پاتي والي په لوراروان  دئ اودقران کریم هغه وعدې چي دهغو سره سوي وي هغه زموږ سره هم سو ي دي! په کومه نړۍ کي چي هغوی ژوند کاوه موږهم په همهغه نړۍ کي ژوندکوو، هغوی هم انسانان وو اوموږهم انسانان یو نوبیا کوم لامل دي چي موږ له هره پلوه وروسته پاته یو؟
 
د بلي خوا دهمهغه وخت راهیسي اغیارد خروج ، عروج اوپرمخ تګ په حالت کي دي .
 
راسئ چي دهغه الهي قانون څخه ددي پوښتني جواب پیداکړو چي موږ ته ددنیااوآخرت دبریالیتوب ضمانت راکوي الله جل جلاله  دسورة النورپه ۵۵ آیت کي داسي فرمايې:
 
وَعَدَ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا مِنكُمْ وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَيَسْتَخْلِفَنَّهُم فِي الأَرْضِ كَمَا اسْتَخْلَفَ الَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ وَلَيُمَكِّنَنَّ لَهُمْ دِينَهُمُ الَّذِي ارْتَضَى لَهُمْ وَلَيُبَدِّلَنَّهُم مِّن بَعْدِ خَوْفِهِمْ أَمْنًا يَعْبُدُونَنِي لا يُشْرِكُونَ بِي شَيْئًا وَمَن كَفَرَ بَعْدَ ذَلِكَ فَأُوْلَئِكَ هُمُ الْفَاسِقُونَ ﴿النور: ٥٥﴾.    
 په دغه آیت کي الله جل جلاله  دهغوکسانو سره چي ایمان راوړي اونیک اعمال وکړي داوعده کوي چي دوی به دمځکي مشران اونائبین جوړوي اوددوي ویره اوناامني به په امن اوسوکالۍ وربدلوي ایا مو ږ اوس مهال ددغودواړو نعمتونو څخه بې برخي او محروم نه یو؟ داځکه چي دایمان راوړلوسره سره هرځای الله تعالی عمل صالح ذکر کړی دئ او ترعمل صالح لاند ي ټول هغه څه راځي چي په عملي کولویې زموږمخکني اسلاف دترقۍ  حیرانونکودرجو ته ورسیدل اوتقریباً پرټولي نړۍ يې په یونه یوډول حکم اومشري چلیدل .
 
امام مالک رحمه الله فرمايې : ددې امت دوروستنيو کسانو اصلاح پرته له هغه څه چي په هغه سره دمخکنیواصلاح سوي وي په بل شي سره نسی کیدای ؛ ترڅودمخکنیوخلګو پرپله پل کښېنږدو،ددغه حالت څخه دراوتلوامکان نسته ، د یادوني وړ ده چي ځيني کسان دنړۍاوسني پرمختګ ته په کتوسره خپل بریالیتوب هم دکفارو په پیروي کي ويني ، همدا علت دئ چي الله تعالی موږ دبندګانو محکوم ګرځولي یو، پداسي حال کي چي دمسلمان او کافر سره دالله تعالی کړنه یوډول نده ، بلکي کافردالله تعالی یاغي اونافرمانه دئ پدي دنیاکي يې ورته آزادي ورکړي ده خومسلمان بیادهغه ذات له لوري چي ده يې دایمان رسۍ په غاړه کي اچولې ده مکلف اوترقانون اوضوابطو يې لاندي دئ ،که چیر ي  مسلمان دخپلي بریالپاره دکافرانو تګ لاره عملي کوي الله تعالی يې ذلیله کوي ځکه د غير مسلمانانو د بريا لپاره لښکر او اسباب شرط دئ خو د مسلمان د بریا لپاره لکه مخکي چي ذکر سوه ايمان او عمل صالح شرطونه دي اوخپل مینځی اتحاداتفاق او دښمن ته آمادګي نيول هم دعمل صالح څخه دئ !
 
دمسلمانانودانحطاط اوزوال دلاملونوپه اړه حکیم الامت اشرف علي تهانوي  رحمة الله علیه  په خپل يوه وعظ کي فرمايلي دي : 
 
د عالم اسلام دمسلمانو حالاتوته په کتوسره داوخت زه یوډیره ویروونکي منظروینم هغه داچي مسلمانان دخپل اسلام داحکاماتواوتعلیماتوپه پریښودلوسره ورځ په ورځ داسلام څخه واټن اخلي اولیري کيږي بل طرف ته غیرمسلمانان اسلام ته د هغه د خوبیو او ځانګړ تیاوو له کبله متوجه کیږي تحریرات يې داسلام په ستاینه اومدح کي شائع کيږي ،بر عکس دځيني مسلمانانولیکني بيا کفرآمیزه (کفري ډوله) خپريږي داسي معلوميږي لکه ځيني مسلمانان چي دکفرطرف ته هڅه کوي ،ځيني کافران بيا د اسلام طرف ته هڅه کوي ،نو دې حالت ته په کتوسخت اندیښمن يم عجیبه به نه وي چي دادواړه ډلي به بالاخره په یوه داسي سرحدکي سره یوځای سي چي ځيني مسلمانان دي داسلام څخه خارج اوځني کافران دي اسلام ته داخل سي .
 
زموږ په پښتني ټولنه کي دانحطاط اوزوال ترټولوعمده لامل داسلامي احکاموڅخه د خلګو ناخبري اوناپوهي ده ، ددنیاهرعمل اوکارلپاره علم او پوهه شرط ده ،کله چي انصارصحابه کرامو رضي الله عنهم  پدي خاطرچي اوس نودادئ اسلام قوي سو اوګڼ شمیر کسانو ایمان راوړئ نوموږ به بیرته خپل کښت او کروندې ته متوجه سو الله تعالی ددوي ددغه ارادې په جواب کي داآیت نازل کړ: 
 
وَأَنفِقُوا فِي سَبِيلِ اللَّهِ وَلَا تُلْقُوا بِأَيْدِيكُمْ إِلَى التَّهْلُكَةِ وَأَحْسِنُوا إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الْمُحْسِنِينَ ﴿البقرة: ١٩٥﴾ 
یعني ځان هلاکت ته مه اچوئ اونبوي تعلیماتومتوجه سئ دفارسي ژبي یوشاعر داسی وايې :
 
   درد سـر مــا همین سر مـا ســت  
باري که بدوشـ ماست دوش ست
 
نو زموږ د ناکامي لامل موږ په خپله یو موږ باید خپل حالت ته تغیر ورکړو او خپل ځان د سنتو تابع کړو نه دا چي سنت د خپل طبیعت تابع کړو نو به مو د دنیا او اخرت بریا په برخه سوی وي.
 
ماخذ: تعلیم الاسلام مجله، ۱۱ ګڼه
2014-10-21
 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته