تازه سرليکونه
د (عقايد) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
ایمان او عقیده
 
  May 7, 2017
  0

 اداره

د ايمان تعريف:

ايمان په لغت کې باور ، يقين ، تصديق ، ډاډ، اطمينان او امن ته ويل کيږي او په شرعي اصطلاح کې ځيني فقهاء د ايمان تعريف داسې کوي  :

په زړه کي باور، تصدیق او يقين او پر ژبه باندې اقرار او  په اندامونو باندي شرعي عمل ته ايمان ويل کيږي اويا په بله اصطلاح هغه څه چي پر هغو ايمان راوړل او باور لرل فرض دي لکه :

۱ –   پر الله  جل جلاله  ايمان درلودل ،

  ۲ –  پر ملائکو ايمان ،  

۳ –  پراسماني کتابونو ايمان ، 

۴ – د الله جل جلاله پر رسولانو ايمان ،

 ۵ –  د آخرت پر ورځ ايمان ،

 ۶ – د خير او شر پر تقدير ايمان ،  

 ۷ –  پر بېرته ژوندي کيدلو ايمان،  چي دغو ته د ايمان ارکان هم ويل کيږي ، په طاعت او نورو نېکو اعمالو سره ايمان قوي کيږي ، په معصيت او ګناه کولو سره ايمان ضعيفيږي  . 
 
عقیده په لغت کي د عقد ( تړون ، تړل او ټینګول ) څخه اخيستل سوي ده مثلاً په عربي ژبه کي مقوله ده :

 عقدتُ الحبلَ : يعني رسۍ مي ټينګه کړه .

او عقد د جزم ، ربط ، اثبات ، توثيق او استحکام په معناوو سره هم کاريږي .

او عقيده په اصطلاح کي هغو امرونو ته ویل کيږي چي په زړه کی د هغه تصديق کيږي او نفس په مطمئن کيږي اویقين ثابت ګرځوي هيڅ تردد هغه ته تغير نه ورکوي او نه هم په شک سره بدليدلای سي ؛ یعني عقيده هغه حکم ته ويل کيږي چي شک او تردد نه قبولوي .

د عقيدې اهميت :
 
 ۱: عقيده د زړونو د اطمينان او د کاميابۍ لاره ده.  

۲: د هغه معتقداتو څخه شمیرل کيږي چي اسلام پر موږ واجب ګرځولی دئ .

د اسلامي  عقیدې د علم اهميت  :
 
شريف ترين علم د عقيدې علم دئ ځکه پدې علم کي د الله  جل جلاله  توحيد او معرفت ،  د الله  جل جلاله  د نومونو او صفاتو ذکر ، د الله  جل جلاله  حقوق پر بندګانو او همداسي د الله  جل جلاله  رسولان او دهغو مقامونه په پیژندل کيږي ، اوهمداسي آخرت او په آخرت پوري اړوند موضوعات پکښي ښوول کيږي لکه بعث بعد الموت ، د حشر او نشر په اړه بيان او وضاحت ، د جنت او دوږخ په اړه بيان او تشريح هم دعقیدې په علم کي شامل دي .

الله  جل جلاله  ټول انبياء او رسولان دانسانانو د عقائدو د صحيح جوړيدلو لپاره راليږلي دي چي وروستی رسول او نبي يې حضرت محمد صلی الله علیه وسلم دئ چي د انسانانو د عقائدو د جوړولو لپاره يې زحمتونه وګالل اودخپل ژوند په دوران کي يې په لسګونو زره انسانان په اسلامي عقيده مشرف کړل ، د هغه تررحلت وروسته صحابه وورضي الله عنهم او تر هغووروسته تابعينو او وروستنيو علماوو هم زيات کوښښونه وکړل او اسلامي عقائد يې انسانانو ته توضيح او تشريح کړل  .

داسي ايمان لرل چي الله جل جلاله  د کائناتو خالق ، مالک ، پالونکی او بر حق معبود دئ ، په عبادت کي هيڅ مخلوق دالله جل جلاله  سره نه شريکول د ايمان شرط دئ .

د الله جل جلاله  د ذات او صفاتو په اړه داسي عقېده لرل چي الله جل جلاله نه د چا سره په ذات کي او نه هم په صفاتو کي شباهت لري او نه هم په مخلوقاتوکي هيڅوک د الله جل جلاله  سره په ذات ياصفاتو کي شباهت لري . همداسي رسول الله صلی الله علیه وسلم ته د بشر او انسان عقيده لرل ايمان دئ ، نو پر مسلمانانو دا فرض ده چي د اسلامي عقائدو علم حاصل کړي ځکه که يو څوک هر څومره عبادات هم وکړي خو چي په عقيده او ايمان کي يې لږ  نقص موجود وي هغه عبادات يې ښه نتېجه نلري .        
 
ماخذ: تعلیم الاسلام مجله، ۱۱ ګڼه  
 

سرته