تازه سرليکونه
د (نيکمرغه مېرمن) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د اسماعیل (ع) بي بي او د ناشکرۍ پایلي
 
  August 11, 2014
  0
د حضرت اسماعیل علیه السّلام د دوهمي بي بي ذکر

د خانه کعبې جوړړولو مخکي دوه واره حضرت ابراهیم علیه السلام نورهم مکې شریفي ته راغلی مګر اسماعیل علیه السلام به دواړه واره په کور کي نه وو او د ډیر اوسیدلو او ځنډ کولو حکم او اجازه د خدای پاک د طرفه څخه نه وه نو هر کله چي یې اول وار تشریف راوړی په دغه وخت کي حضرت اسماعیل علیه السلام په کور کي یو بي بي (دده مېرمن ) وه ددې څخه یې پوښتنه وکړه چي څه حال مو دی؟ او ګذاره مو څنګه کیږي؟ دې ورته وویل چي ډیر تکلیف دی. حضرت ابراهیم علیه السلام ورته وویل چي هر وخت چي ستا خاوند راسي پر ده زما سلام ووایه او ورته ووایه چي د خپلي دروازې چوکاټ دي بدل کړه.

 کله چي حضرت اسماعیل علیه السلام کورته راغلی نو ټول حال ورمعلوم سو حضرت اسماعیل علیه السلام وفرمایل چي هغه زما پلار وو او چوکاټ یې داسي فرمایلی دی چي تا پرېږدم نو دې ته یې طلاق ورکړی، بیا یې د بلي بي بي سره نکاح وکړه.

کله چي حضرت ابراهیم علیه السلام بیا راغلی نو دغه بي بي په کور کښي وه، دې مبارکي یې ډېرعزت وکړ حضرت ابراهیم علیه السلام هم ددې څخه د ګذارې پوښتنه وکړه ، دې په جواب کي ورته وفرمایل د خدای پاک شکر دی په ډېر استراحت کي یم. حضرت ابراهیم علیه السلام ددې لپاره دعا وکړه او ورته ويې فرمایل چي هر وخت دي خاوند راسي نو زما سلام پر وایه او ورته ووایه چي د خپلي دروازې چوکاټ بر قراره لره.

کله چي د حضرت اسماعیل علیه السلام تر راتلو وروسته دغه حال هم معلوم سو ده مبارک و خپلي بي بي ته وفرمایل : چي دغه زما پلار وو، داسي یې فرمایلي دي چي تا د خپل ځان سره کړم او طلاق در نه کړم. 

فایده: وګورئ د ناشکرۍ ثمره او مېوه اولي ښځي ته څه شي ورکړه سوه؟ چي یو نبي ناراضه سو او بل نبي طلاقه کړه، د صبر او شکر مېوه دوهمي ښځي او بي بي ته څه شی ورکړه؟ چي یوه نبي دعا ورته وکړه او د بل په خدمت کي یې اوسېدل نصیب سول. بي بي ګانو! هیڅکله نا شکري مه کوئ په هر حال کښي چي یاست په صبر او شکر سره وخت تېروئ.

ماخذ: بهشتي زېور، پښتو: ج ۲، ص ۱۶
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته