تازه سرليکونه
د (انبیاء علیهم السلام) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د حضرت ذوالکفل علیه السلام ژوند لیک
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  July 15, 2021
  0

وَاذْكُرْ إِسْمَاعِيلَ وَالْيَسَعَ وَذَا الْكِفْلِ وَكُلٌّ مِنَ الْأَخْيَارِ. سورة ص الايه ٤٨
ژباړه : او ياد کړه داسماعيل ، يسع او ذاالکفل علیهم السلام  بيان چي ټول دغوره کسانو څخه وه.
 
 د ذوالکفل علیه السلام نسب
 
مؤرخين ليکي : ذوالکفل علیه السلام  دايوب علیه السلام  زوى دئ نسب يې دايوب علیه السلام  په څېر دئ دده اصلي نوم بشر وو . ترايوب علیه السلام  وروسته الله جل جلاله  په پيغمبرۍ سره مبعوث کړ. څرنګه چي ده دځينو عباداتو عهده پر غاړه لرل او دځينو طاعات کفيل وو نو ځکه الله جل جلاله  په ذوالکفل سره ياد کړى دئ . الله جل جلاله  ذوالکفل علیه السلام  دشام وخلګو ته لېږلى وو . ددمشق خلګ وايي چي په دمشق يو غر دئ (جبل قاسيون) په نوم باندي د ذوالکفل علیه السلام  قبر په همدغه ځاى کي موقعيت لري.
 
ځيني علماء په دې آند دي چي ذوالکفل علیه السلام  نبي نه وو بلکي يو بني اسرائيلي صالح انسان وو خو ابن کثير رحمة الله علیه  ليکي : ذوالکفل علیه السلام   نبي وو ځکه الله جل جلاله  دنورو انبياؤ علیهم السلام  په تعقيب ياد کړى دئ لکه چي الله جل جلاله  په سورة انبياء کي فرمايي :
 
وَإِسْمَاعِيلَ وَإِدْرِيسَ وَذَا الْكِفْلِ كُلٌّ مِنَ الصَّابِرِينَ. سورة انبياء الايتان ٨٥ ، ٨٦
ژباړه : ياده کړه اسماعيل علیه السلام  ، ادريس علیه السلام  ذالکفل علیه السلام  هر يو ددوى څخه دصابرانو څخه وو او موږ په خپل رحمت کي داخل کړى وه بېشکه دوى دصالحانو څخه وه.
 
همدا ډول په سورة ص کي دايوب علیه السلام  تر قصې وروسته الله جل جلاله  فرمايي :
وَاذْكُرْ عِبَادَنَا إِبْرَاهِيمَ وَإِسْحَاقَ وَيَعْقُوبَ أُولِي الْأَيْدِي وَالْأَبْصَارِ (45) إِنَّا أَخْلَصْنَاهُمْ بِخَالِصَةٍ ذِكْرَى الدَّارِ (46) وَإِنَّهُمْ عِنْدَنَا لَمِنَ الْمُصْطَفَيْنَ الْأَخْيَارِ (47). سورة ص الايات ٤٥ ، الي ٤٨
ژباړه : او ياد کړه زموږ بندګان ابراهيم ، اسحق ، يعقوب علیهم السلام  چي دقوت او پوهي څښتنان وه ، بېشکه موږ په يوه څېر دپاک خصلت لپاره خاص کړي وه چي دآخرت ذکر دئ . او ياد کړه داسماعيل ، يسع او ذاالکفل علیهم السلام  بيان چي ټول دغوره کسانو څخه وه.
 
ابن کثير رحمة الله علیه  فرمايي : داچي الله جل جلاله  ذوالکفل علیه السلام  دنورو نبيانو سره يوځاى  بيان کړى دئ ددې څرګندونه کوي چي ذوالکفل علیه السلام  هم نبي وو . دابن کثير رحمة الله علیه  دغه قول دمشهوري رايي او نظر سره موافق دئ.
په قرآنکريم کي يوازي دومره سته چي دى هم دنورو انبياؤ علیه السلام  په رديف کي بيان سوى دئ ، دده په اړه نور بيان نسته چي دى نبي يار سول وو او دى کوم قوم ته پيغمبر لېږل سوى وو ، نه ددې معلومات سته چي ده يوه قوم دعوت کړى دئ نه اجمالي بيان سته او نه تفصيلي بيان سته . دتاريخ په  کتابو کي چي دده بيان سوى دئ هغه ډېر کم دئ نو دې امله په دې موضوع کي نوري خبري نه کوو چي دى نبي وو يا نه وو. په هر صورت ذوالکفل علیه السلام  هغه کفل نه دئ چي په حديث شريف کي يې نوم راغلى دئ . دهغه حديث عبارت په لاندي ډول دئ:
په بني اسرائيلو کي يو کس وو الکفل نومېدى ده دهيڅ ډول ګناه څخه مخ نه اړوى ، يوه ورځ يوه ښځه ورته راغله ده شپېته ديناره ورکړه او زناغوښتنه يې ځني وکړه ،  ښځي ورسره ومنل ، کله چى الکفل اراده وکړه چي ددغه ښځي سره زنا وکړي نو داسي ورته رانژدي سو لکه خپله  ښځه چي يې وي په دغه وخت کي پر ښځه باندي يو ډول لړزه راغله الکفل ورته وويل : څه پېښه ده ايا ما ته په زوره زنا کولو  ته مجبوره کړې يې؟ ښځي ورته وويل : يا بلکي ما هيڅکله دغه ناروا عمل نه دى ترسره کړى يوازي زياتي محتاجۍ دې ته اړه کړې يم چي ستا غوښته ومنم، الکفل ورته وويل :تا تراوسه پوري دا کار نه دئ کړى ؟ ښځي ورته وويل : هو ، تراوسه مي دغه ناروا کار نه دى کړى ، الکفل ورته وويل : ځه ولاړه سه هغه دينارونه هم درسره يوسه  زه ستا سره زنا نه کوم . په الله جل جلاله  قسم کوم چي الکفل بيا هيڅ ګناه نه ده کړې او نه يې دالله جل جلاله  څخه نافرماني کړې ده . الکفل په دغه شپه مړسو . سهار يې پر دروازه باندي ليکل سوي وه چي الکفل ته مغفرت وسو.
 
ابن کثير رحمة الله علیه  فرمايي : دا حديث ترمذي رانقل کړى دئ او حسن دئ . دغه حديث پر ابن عمر رضي الله عنه  باندي موقوف دئ او ددې حديث په سند کي اختلاف دئ . که چيري دا حديث محفوظ وي نو دا ذوالکفل هغه ذوالکفل نه دئ کوم چي په قرانکريم کي يې يادونه سوې ده.
 
ځينو مؤرخينو ليکلي دي : ذوالکفل علیه السلام  دخپل قوم دنظم چاري پر غاړه اخيستي وې چي دخپل قوم په منځ کي به په عدل او انصاف سره فيصلې کوي له همدې امله ده ته ذوالکفل ويل کيږي . ځينو بيانوري قصې دده په اړه بيان کړي دي چي هغه ټولي قصې ثبوت او دقيق تحقيق ته اړتيا لري له همدې امله تر دغه قصو تيريږو نور بيان نه پکښي کوو او په هغه روايتونو باندي بسنه کوو چي صحيح او مدلل دي.
 
والله الموفق والهادي الي سواء السبيل
صلوات الله وسلامه علي خير خلقه محمد افضل الصلوات والتسليم وعلي جميع الانبياء والمرسلين وعلي کل من تابعهم باحسان الي يوم  الدين
 
ماخذ: د نبوت او انبیاوو علیهم السلام تاریخ
----------------------------------------------------------
یادونه: د نورو انبیاوو علیهم السلام مقدس ژوند لیکونه په دغه برخه کي لوستلای سی: انبیاء علیهم الصلاة والسلام

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته