تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د فکري جګړې تاریخ
 
  May 11, 2014
  0
د څښتن تعالٰي جل جلاله  رضا او مشيت دی چي حق تل د باطل په وړاندي په كشمكش او دوامداره چلو كـي واقع وي تر څو الله جل جلاله  لويه مځكه او هغه څه چي پكښي دي وحق ته به ميراث وركوي. او د حق ريښتني مرستيالان ئې د حق په دفاع او ساتنه كي  بې پاملرني نه دي پري ايښي لكه چي د باطل ملاتړونكي او غوښتونكي د حق په مقابل كي د چلو او مكر څخه يو آن هم نه كښيني.

الله جل جلاله فرمائي: وَلَا يَزَالُونَ يُقَاتِلُونَكُمْ حَتَّى يَرُدُّوكُمْ عَنْ دِينِكُمْ إِنِ اسْتَطَاعُوا. (بقره ۲۱۷)
    ژباړه: تل به دوی ستاسو سره جنګيږي تر داسي بريده چي تاسو د خپله دينه واړوي كه وتوانيږي. 

لكه څرنګه چي د معانيو علماء وائي: د الله جل جلاله  په قول كي د (لَا يَزَالُونَ) او د (يُقَاتِلُونَكُمْ) لفظ مضارع دی او مضارع تجدد استمراري افاده كوي. نو په دې معنٰي د دښمنانو چل او ټګي د اسلام په وړاندي د ډيره پخوا څخه راپيل ده. او وړاندي والي ئي ددې دين د وړاندي والي په اندازه دی، تر څو چي مسلمانان پر خپله عقيده ټينګ ولاړ وي ښائي دوی خپلو كړونو ته ادامه وركړي خو د ځان او وخت   د بدلون په صورت كي د خپلي هم ږغۍ په موخه ښائي پر خپلي تګ لاري تجديد نظر وكړي. نو ددې خبري پر بنسټ باندي د فكري جګړي تاريخ د اسلام د سپيڅلي دين د پيل څخه  په يوه وخت را پيل دی. 

يعني حق د پيل څخه مرستيالان او پيروان درلودل او په مقابل كي ئي ورسره جوخت باطل هم مرسته كونكي او پيروان درلودل. ريښتيا دي، قرآن كريم وموږ ته د حضرت آدم علیه السلام  داستان چي شيطان د دوستۍ په پوښ كي ځان ناصح ورته ښكاره كړی او د چل لپاره ئي قسم ورته ياد كړی په دې ډول حكايت كوي:  وَقَاسَمَهُمَا إِنِّي لَكُمَا لَمِنَ النَّاصِحِينَ. (اعراف ۲۱) 

 ژباړه: د دوی دواړو (يعني آدم علیه السلام  او حوا) ته ئي قسم واخيست چي بې شكه زه تاسو ته نصيحت كونكي يم. 

دغه موضوع په دغه جګړه يو ډول چټله ده چي په مرموزانه او تير ايستونكي ډول طرحه سوې ده چي وروسته تر يوه وخته د څرګندتيا سره ئي پيغام يو ځای سو. د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم  د امت په تاريخ كي ډير داستانونه او پيښي سته چي د پيښيدو سره يوځای سوي دي مګر ددغه حوادثو او جګړو په لړ كي هيڅ نه دي  توانيدلي چي د دوی په فكر لږ بدلون رامنځته كړي.  د كعب بن مالك رضي الله عنه  داستان چي تبوك په غزا كي د درو مخورو كسانو څخه وو، توبه ئي تر يو وخته ځنډيدلي وه تر داسي بريده چي مځكي خپل پراخوالي پرې راتنګ كړي وو رسول الله صلی الله علیه وسلم  پريكون ورسره كړی وو، دغسان پاچا ليك ورته را استولی وو چي ده ته بلنه پكښي وركړل سوې وه چي د دنياوي مقام او منزلت په خاطر وپاچا ته مخه كړي. دا زموږ د موضوع ښه ثبوت دی. په هر حال دا داستان به خپله د كعب بن مالك رضي الله عنه څخه واورو چي خپل ئي راوي هم دی تر څو ووينو چي ددې مخور صحابي د مادي شيانو او منصب په وړاندي څه عكس العمل وو؟

 ((..... يوه ورځ چي د مدينې په بازار كي روان وم چي ناببره د نبطي قوم يو سړی چي د خوراكي توكو د رانيولو په موخه د مدينې بازار ته راغلي وو د خلګو څخه ئي وپوښتل: كعب بن مالك څوك دی؟ خلګو زما لوري ته اشاره وكړه او زه ئي ورته په نښه كړم تر داسي بريده چي دغه سړی زما لوري ته راغلی او دغسان پاچا ليك ئي راښكاره كړی په ليك كي ليكي وه: 

(خبر سوی يم چي ستا دوست او ملګري د خداي رسول صلی الله علیه وسلم  ستا سره جفا كړې ده او حال دا چي الله جل جلاله ته رسوا او پايمال كړی نه ئي! راسه زما سره يوځای سه. )

ما چي دا ليك ولوستی پوه سوم چي دا هم يوه ازموينه ده نو له همدې امله مي په بل اوركي وسواځی.))
 
يوه بله قصه چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم په سپيڅلي عصر او د اصحابو كرامو رضي الله عنهم په عصر كي د فكري جګړې يوه نمونه ده هغه داستان دی چي سبب د نزول ئي د الله جل جلاله  فرمان په سورة آل عمران كي دی: يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِنْ تُطِيعُوا فَرِيقًا مِنَ الَّذِينَ أُوتُوا الْكِتَابَ يَرُدُّوكُمْ بَعْدَ إِيمَانِكُمْ كَافِرِينَ. (آل عمران ۱۰۰)
ژباړه: اې هغه كسانو چي ايمان مو راوړی دی كه ستاسو څخه يو ډله د هغه كسانو پيروي وكړي چي كتاب وركړل سوی دی تاسو به كفر ته واړوي وروسته تردې چي تاسو ايمان راوړی دی.

که څه هم ددغه آيات د نزول لپاره يو شمير اسباب ښودل سوي دي خو د ټولو اسبابو پر دې نقطه اتفاق دی چي د يهودو كرغيړن د فتنو د تخم كرلو په موخه، د جنګونو او اختلافاتو و اور ته لمن وهل داخل وه او تر يوه بريده په خپل شوم پلان كي بريالي هم وه، وروسته سپيڅلي پيغمبر صلی الله علیه وسلم په جريان كي واقع سو او الله جل جلاله  بي نيازه نعمتونه ئي بيان كړه او په چابكۍ سره ئي د خير وريځ چي زړونه ئي په تشويش كي غورځولي وه ليري كړه او زړونه  ئي د صفائي لوري ته راوګرځول.

 په دې موضوع كي ډير داستانونه سته چي دغه وړكوټي كتاب د ټولو د ځايولو جوګه نه دی مګر ټول داستانونه او حكايت ودې نقطي ته اشاره كوي چي مسلمانان د فجور دعوت په يرغل كي د تاريخ په اوږدو كي د داسي جګړې سره مخ سوي دي، هر غوږ چي دغه شومو تبليغاتو ته ايښودل سوی وي نسي كولاي چي پاكه موخه تر لاسه كړي.

 يقيني خبره ده چي د اسلام  سپيڅلتيا، ټينګ ايمان، ثابت يقين او د الله جل جلاله  ولوري ته ريښتني توجه دده ناوړه كرغيړونو پلانونه د دوي مخه نيسي او ده هغه خپرونو پر مخ د بطلان ليكه كشوي چي خپرې سوي دي. خو په تاسف سره بايد ووايم چي په ورستيو وختو كي د خلګو ايمان كمزوری سوی دی او ددنيا ولورته ئي مخه كړې ده دعزت او قدرت اسباب ئي د هيري په ګټګو كي اچولي دي معيارونه او وزنونه ددي په آند يوي او بلي خواته ګرځيدلي دي او ددوی  په آند نيولو سرچيني زياتي سوي دي نو په داسي حالت كي كيدلاي سي چي نوموړي جګړي د ښو پايلو سره خپل ماموريت ترسره كړي. او خپل موخه په مدبرانه ډول سره لاس ته راوړي.

لنډ خبره داده چي د فكري جګړي ددي دعوت د عمر په برابر قدامت لري. مګر د اخيرو پيړو او نهمي پيړۍ پرته نه دي توانيدلي چي هيڅ ډول لاس ته راوړني دي ئي تر لاسه كړي او نه ئي په يوه دوره كي د دورو خپل شوم ارمانونه پوره سوي دي. لكه چي وويل سوه د دوی د جګړو په برياليتوب يواځي په اخيرو پيړيو كښي د مسلمانانو د كمزوري ايمان، د اسلامي مفاهيمو ګډوډوالي او د ټيټوالي بيلي سرچيني باالاخره د دوست او دښمن  ترمنځ په نه توپير كښي نغښتي دي. او د همدي لاري تر يوي اندازي پوري بريالي سوي دي.

ان شاءالله نور بیا.....

ماخذ: فکري جګړه
 -------------------------------
یادونه: د تعلیم الاسلام ویب پاڼي نوري علمي مقالې د ارشیف څخه په دغه پیوند لوستلای سی: چاڼ شوي مضامين
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته