تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د بې لمانځه ۱۵ عذابونه
  تعلیم الاسلام
  September 17, 2017
  0

 لیکنه: محترم مولوي عنایت الله علمي صاحب

اداره
 
کوم وخت چي عبدالرحمْن بن اسود رضي الله عنه  ته مرګ حاضر سو ویې ژړل، خلکو ور ته و ویل ولي او پر څه ژاړې؟ ده رضي الله عنه  و ویل: پر روژه او لمانځه ژاړم چي راڅخه پاته سول، او تر هغه وخته د کلام الله په تلاوت مشغوله وو چي پاک روح یې د بدن څخه جلا کېدی.
 
عامر بن عبدِالله المؤذن چي د مرګ پر بستر پروت وو ویل ما مسجد ته بوزی، مسجد ته بوتلل سو هلته د ماښام په لمانځه کي د امام سره ګډ او شریک سو، پسله هغه څخه چي یو رکعات لمونځ یې د امام سره آداء کړی په دغه لمانځه کي وفات سو رضي الله عنه.
 
  اې د الله جل جلاله  بنده! ته فکر وکړه او ته یې در په یاد کړه چي ته به یوه ورځ د الله عزوجل  په حضور کي د دې دپاره درېږې چي د هغه خیر او شر حساب ورکړې کوم چي تا په دې دنیا کي د هغو عمل کړی دی او تا تر خپل ځان د مخه لېږلي دي او ستا په لاس کي به ستا هغه عمل نامه وي چي نه یې کوچنی او نه یې لوی شی بېله لیکلو او بېله حسابه پرې ایښي دي، خو اول هغه شی چي د حساب په وخت کي یې تر نورو ټولو شیانو د مخه د بنده سره حساب کیږي هغه لمونځ دی، که د بنده د لمانځه حساب صحي او سالم سو پاته د ټولو اعمالو حساب یې صحي او سالم راوزي، او که د یوه بنده د لمانځه حساب (العیاذ بالله) فاسد او خراب سو د پاته نورو ټولو اعمالو حساب یې هم فاسد او خراب راوزي.
 
نو مسلمان وروره د خپل لمانځه پر آداء کولو احتیاط کاره او حریص اوسه، تر هر څه د مخه او تر هر شي زیات د لمانځه د صحي آداء کولو غم خوره، د مخه تر دې چي حساب در سره وسي د ځان سره حساب وکړه، هر هغه څوک چي په لمانځه کي ټنبلي او کاهلي کوي هغه ته الله جل جلاله  په پنځلسو شیانو سره عذاب او عقاب ورکوي چي د دغه پنځلسو عذابو او عقوبتو څخه یې شپږ عقوبته په دې دنیا کي دي او درې عقوبته د مرګ په وخت کي دي اودرې عقوبته په قبر کي دي او درې عذابه یې د قیامت په ورځ کي دي.
 
هغه شپږ عقوبته چي په دې دنیا کي ور رسیږي په داسي ډول سره دي:
 
اول: الله جل جلاله  د بې لمانځه د عمر څخه برکت ایسته کوي او عمر یې بې خونده وي.
 
دوهم: الله جل جلاله  د بې لمانځه د مخ څخه د صالحینو نُور ایسته کوي، مخ یې د صالح مسلمانانو پر قسم نُور او ځلا نه لري.
 
درېیم: د الله جل جلاله  د طرفه و بې لمانځه ته د ده د نورو ښو اعمالو ثواب نه ورکول کیږي.
 
څلورم: د بې لمانځه دعاء و آسمان ته نه پورته کیږي او نه قبلیږي. 
 
پنځم: بې لمانځه په خلکو کي محبوبیت نه لري، یعني خلک یې خوښ نه لري.
 
شپږم: بې لمانځه د ښو او صالحه خلکو په دعاء کي برخه نه لري، یعني کوم ښه خلک چي عامو مسلمانانو ته د خیر دعاء کوي بې لمانځه د هغو د دعاوو څخه وتلی دی. 
 
او هغه درې عذابه چي د مرګ په وخت کي و بې لمانځه ته ور رسیږي هغه داسي دي:
 
اول: بې لمانځه په خوار او ذلیل مرګ سره مري.
 
دوهم: بې لمانځه وږی مري، یعني: که څه هم ده ډېر خواړه خوړلي وي او موړ وي خو د مرګ په وخت کي ډېر شدید وږی وي.
 
درېیم: بې لمانځه تږی مري که څه هم د ټولي دنیا د دریابو اوبه په وڅښل سي د ده هغه شدیده تنده نه په ماتیږي.
 
هغه درې عذابه یا عقوبته چي بې لمانځه ته په قبر کي ورکول کیږي هغه داسي دي:
 
اول: الله جل جلاله  د بې لمانځه قبر پر ده داسي تنګ کړي او قبر یې داسي کښېکاږي چي د بې لمانځه پښتۍ یو تر بله سره تیري سي.
 
دوهم: الله جل جلاله  د بې لمانځه په قبر کي د اور سکروټي ورته بلي کړي.
 
درېیم: الله جل جلاله  د بې لمانځه په قبر کي پر ده یو مار چي شُجاع الأقرع ورته ویل کیږي مسلطه کړل سي، دغه مار یې د سهار د لمانځه د پرېښوولو په سبب د سهار څخه تر ماپښینه وهي، او د ماپښین د لمانځه د پرېښوولو په سبب یې د ماپښین څخه تر ماځیګره پوري وهي، دغه رنګه د هر لمانځه د پرېښوولو په سبب یې د هغه لمانځه د وخته څخه د هغه راتلونکی لمانځه تر وخته پوري وهي او هر وار چي یې و وهي دغه بې لمانځه د مار د وهلو د زوره اویا ذراعه په مځکه ننوزي.
 
او هغه درې عذابه چي و بې لمانځه ته د قیامت په ورځ ورکول کیږي داسي دي:
 
اول: الله جل جلاله  پر بې لمانځه داسي څوک مقرر او مسلطه کړي چي دغه بې لمانځه د دوږخ اور ته پړمخي کشوي.
 
دوهم: الله جل جلاله  و بې لمانځه ته د داسي قهر او غضب په سترګه ګوري چي د بې لمانځه د مخ غوښي توی سي.
 
درېیم: د بې لمانځه سره سخت حساب کیږي او بیا د الله جل جلاله  د طرفه امر وسي چي اور ته یې بوزی. سبحان الله! اور څومره بد او د سختو عذابو ځای دی. د دغسي خاتمې څخه په الله جل جلاله  سره پناه غواړو.
 
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: که چا د سهار لمونځ پرېښاوه په مخ کي یې نور نسته، که چا د ماپښین لمونځ پرېښاوه په رزق کي یې برکت نسته، که چا د ماځیګر لمونځ پرېښاوه په بدن کي یې قوت نسته، که چا د ماښام لمونځ پرېښاوه په اولاد کي یې خیر او ثمره نسته، او که چا د ماخستن لمونځ پرېښاوه په خوب کي یې راحت نسته.             
 
 
ماخذ: نصیحتونه
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته