تازه سرليکونه
د (انبیاء علیهم السلام) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د حضرت اسحاق علیه السلام ژوند لیک
 
  March 21, 2014
  0
وَبَشَّرْنَاهُ بِإِسْحَاقَ نَبِيًّا مِنَ الصَّالِحِينَ . وَبَارَكْنَا عَلَيْهِ وَعَلَى إِسْحَاقَ وَمِنْ ذُرِّيَّتِهِمَا مُحْسِنٌ وَظَالِمٌ لِنَفْسِهِ مُبِينٌ. (سورة صافات الايتان ١١٢ ، ١١٣)

ژباړه : موږ ابراهيم علیه السلام  ته په اسحاق علیه السلام  سره زېرى ورکړى چي نبي وو او دصالحانو څخه وو او موږ پرابراهيم علیه السلام  او دده پر اولادونو باندي برکت وکړى او دده داولادونو څخه ځيني نېکان او ځيني ظالمان دي پر خپل ځان باندي په ښکاره ډول سره.

د اسحاق علیه السلام  نسب

اسحاق علیه السلام  د ابراهيم علیه السلام  زوى وو ، مور يې سارا نومېده . اسحاق علیه السلام  دابراهيم علیه السلام  دوهم زوى وو چي ملائکو په ده سره ابراهيم علیه السلام  ته زېرى ورکړى وو. داسحاق علیه السلام  دنسل څخه دبني اسرائيلو انبياء راغلي دي. الله جل جلاله  دابراهيم علیه السلام  ددوو اولادونو يعني اسماعيل علیه السلام  او اسحاق علیه السلام  په اولادونو کي نبوت پيدا کړى دئ لکه چي الله جل جلاله  فرمايي :

وَجَعَلْنَا فِي ذُرِّيَّتِهِمَا النُّبُوَّةَ وَالْكِتَابَ....( سورة عنکبوت الاية ٢٧)

ژباړه : موږ ګرځولي دي په اولاد کي دابراهيم علیه السلام  نبوت او  کتاب.
په دې موضوع کي به انشاء ا لله تفصيلي خبره وسي.


د اسحاق علیه السلام  رسالت

راجحه خبره ده چي اسحاق علیه السلام  الله جل جلاله  کنعانيانو ته په پيغمبرۍ سره لېږلى وو چي په شام او فلسطين کي ژوند کاوه . دا هغه سيمه ده چي دانبياؤ پلار ابراهيم علیه السلام  ژوند پکښي کړى دئ همداډول اسحاق علیه السلام  هغو کسانو ته خپل رسالت رسولى دئ په کومو کي چي ده ژوند کاوه.

د اسحاق علیه السلام  ژوند

کله چي ابراهيم علیه السلام  ١٠٠ کلن سو دده مېرمن ډېره سپين سرې وه الله جل جلاله  اسحاق علیه السلام  زوى ورکړى په دې اړه الله جل جلاله  فرمايي :
 
قَالَتْ يَا وَيْلَتَا أَأَلِدُ وَأَنَا عَجُوزٌ وَهَذَا بَعْلِي شَيْخًا إِنَّ هَذَا لَشَيْءٌ عَجِيبٌ .( سورة هود الاية ٧٢)
 
ژباړه : دې وويل : اې افسوسه! ايا زه به اولاد زېږوم ؟ حال داچي زه سپين سرې يم او دغه زما خاوند دئ سپين ږيرى دئ ، بېشکه دايو ډېر عجيب کار دئ.

 ابراهيم علیه السلام  اسحاق علیه السلام  ته وصيت وکړى چي دخپل پلار دټبر څخه ديوې ښځي سره نکاح وکړي ، اسحاق علیه السلام  دخپل پلار دوصيت سره سم داکا دلور سره نکاح وکړه چي رفقة نومېده . دده دوه زامن پيدا سوه يو عيص نومېدئ چي يهود يې دعيسو په نوم يادوي او بل يعقوب نومېدئ چي اسرائيل ورته وايي او يهوديان بني اسرائيل دده لوري ته منسوبوي.


د اسحاق علیه السلام  وفات

اسحاق علیه السلام  د ١٨٠ کالو وو چي دکنعانيانو په سيمه کي وفات سو په الخليل (حبرون) ښار کي يعني په هغه ځاى کي چي پلار يې خاورو ته سپارل سوى وو دى هم په هغه ځاى کي خاورو ته وسپارل سو.

عليهم جميعا افضل الصلاة والتسليم.
 
ماخذ: د نبوت او انبیاوو علیهم السلام تاریخ

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته