تازه سرليکونه
د (نکاح) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
لعان (نکاح)
 
  February 28, 2014
  0
څوک چي پر پاک لمني ښځي د زنا تور ولګوي که څلور شاهدان یې د خپل تور د اثبات د پاره قاضي ته وړاندي نه کړای سوای نو دا نفر درواغجن بلل کیږي او د تور لګولو حد یعني اتیا دورې حد قذف پر جاري کیږي .

خو که څوک پر خپلي ښځي د زنا تور ولګوي او  هغه زانیه وبولي يا د هغې څخه چي يې اولاد وزیږي هغه د ځان څخه نفي کړي ، د بل چا څخه یې وبولي دلته که سړي څلور شاهدان قاضي ته وړاندي کړل او څلورو واړو شاهدانو د دې ښځي پر زنا کولو شاهدي ادا کړله نو ښځه رجم یعني په ډبرو وژل کیږي .

که سړي شاهدان و نه درلودل خو ښځي د مېړه د تور تصدیق او سپیناوی وکړى ، څلور ځلي يې د قاضي په حضور کي د زنا کولو اقرار وکړی ، دلته هم ښځه رجم کیږي .

که ښځي د مېړه تور رد کړی او هغه یې درواغجن  وباله ، سړي شاهدان هم نه درلودل نو بیا د دې ښځي او سړي تر منځ لِعَان منځ ته راځي.

ماخذ: فقه المبتدي، دوهم ټوک- نکاح
مؤلف: مولوي محمد عمر خطابي
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته