تازه سرليکونه
د (فتوا بېلابېل مسائل) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: د یوه ورور په سرای کي د نورو حق
 
  January 20, 2014
  0

 تعليم الاسلام دارالافتاء


د صادرې شميره : (۱۱۸۷)

نوم: نظر محمد نصرت

د اوسېدو ځاى: (کندهار افغانستان )

سوال : که د پلار په ژوند کي چي  دپلار جایداد هم نه وي سره ویشل سوی یو زوی د پلار څخه جلا په ښار کي خپلي میرمني او اولادونو سره ژوند شروع کړي او په هغه کي دپلار په اجازه په خپله ګټه د ځان له پاره د کور مځکه رانیسي او کور جوړ کړي او پلار ته هم د خپلو پیسو څخه پیسې ورکوي، ایا دپلار د مرګ څخه وروسته وروڼه اوخویندي په دغه کور کي حق لري که ئې نه لري، په داسي حال کي چي پلار او مور مي هم  په دغه وخت کي حج ته استولي دي او پلار راته ویلي دي چي زویه نور زما د حق څخه خلاص یی؟

 جواب : 

حامداً و مصلياً

که چیري یو ورور په خپل کوښښ، کسب او په ذاتي روپو سره جایداد رانیسي یا ئې جوړ کړي دا شخصاً د دغه ورور دی نور وروڼه حق نه پکښي لري.

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(١): وما حصله أحدهما فله قال الشامي: وما حصله أحدهما أي بدون عمل من الآخر. وفیه تحت قوله.  مطلب اجتمعا في دار واحدة .... ثم ذکر خلافا فی المرأة مع زوجها... الا اذا کان لها کسب علیحدة فهو لها ....الخ. ردالمحتار: ج۳، ص۳۸۲- ۳۸۳، کتاب الشرکة، فصل فی الشرکة الفاسدة مکتبة رشیدیة.

(۲): سوال: باپ اور چار فرزند ایک مکان میں رهتے تهے، اور باپ کو وظیفه ملتاتها، فرزند اکبر نے جو جائداد اپنی محنت سے خریدی اسکا مالک کون ہے؟
 
جواب.... فرزند اکبر نے اگر وه جائداد اپنے کسب او محنت اور اپنے روپے سے خرید کی تهی تو مالک اس کا تنها وہی ہے، دوسرے بهائیوں کا اس میں کچهہ حصه اور حق نہیں ہے. فتاوي دارالعلوم دیوبند: ج۱۳، ص۶۸. 


جواب: مولوي عبدالغفار حسیني
الجواب صحيح: مولوي عبدالهادي اغا و مولوي سید عبدالباري
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته