تازه سرليکونه
د (فتوا حلال او حرام) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: د حمل یا د ماشوم نقصانول څنګه دي؟
 
  January 18, 2014
  0

 تعليم الاسلام دارالافتاء


د صادرې شميره : (۱۱۷۵)

نوم: وحیدالله

سوال : که چیري د یو چا اولاد( زوی یا لور) کوچنی وي او د نوموړي ماشوم د مور اولاد په نس سي  تر څومره وخت پوري د نوموړي ماشوم مور ته اجازه سته چي خپل اولاد ختم کړي د دوا په ذریعه؟

 جواب : 

حامداً و مصلياً

د څلورو میاشتو یا د څلورو میاشتو څخه د زیاتي مودې حمل(د مور په نس کي ماشوم)  اسقاطول  حرام او د انسان د وژلو په اندازه ګناه لري، تر څلورو میاشتو د کمي مودې حمل یعني چي روح نه وي ورکړل سوې او نه ئې انساني جسم او اندامونه جوړ سوي وي د سختي اړتیا او ضرورت په وخت کي جواز لري.

تاسو چي کوم عذر ذکر کړی دی دا پر ځای عذر نه ښکاري. 

والله اعلم

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(١): وقالوا أيضاً: يباح إسقاط الولد قبل أربعة أشهر، ولو بلا إذن الزوج. الفقه الاسلامي: ج۷، ص۱۰۸.

(۲): شرب الدواء لاجل اسقاط ان یصیر صورة یجوز عندالضرورة و الکف عن هذا خیر و اولی. الفتاوي التاتارخانیه: ج۴، ص۳۴۵، الفصل (۲۶) المتفرقات.

(۳): قالوا: يباح لها أن تعالج في استنزال الدم ما دام الحمل مضغة أو علقة ولم يخلق له عضو ، وقدروا تلك المدة بمائة وعشرين يوما ، وإنما أباحوا ذلك ؛ لأنه ليس بآدمي. شامي: ج۱، ص۲۲۱، باب الحیض.


جواب: مولوي  عبدالهادي اغا
الجواب صحيح: مولوي سید عبدالباري  و مولوي عبدالغفار حسيني
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته